عراق: د 'داعش' مرستیال مشر بمبارۍ کې وژل شوی
د عراق حکومتي تلوېزیون ویلي، په دې هېواد کې هوايي برید د 'اسلامي دولت' نومې ډلې مرستیال مشر ایاد الجمیلي وژلی دی.
تلوېزیون د 'استخباراتي سرچینو' له خولې ویلي، په دې سخت دریځې ډلې کې یاد کس دویم نمبر رول لري، په دې معنا چې د 'اسلامي دولت' نومې ډل د مشر ابو بکر البغدادي ښی لاس ګڼل کېږي او تر هغه وروسته د دې ډلې دویم مهم مشر دی.
سرچینه وايي، الجمیلي د عراق- سوریې پر پوله د عراقي الوتکو له خوا په نخښه شوی دی.
یاغیانو د داعش اصلي مرکز دابق ښار 'نیولی'
"داعش دې یا تسلیم شي یا به ووژل شي"
د نوموړي د وژل کېدو دقیقه نېټه نه ده اعلان شوې.
استخباراتو په یوه خبرپاڼه کې ویلي: ''د پوځي استخباراتو د معلوماتو له مخې، د هوايي ځواک الوتکو د انبار لوېدیځ کې د داعش د مشرانو یو مرکز په نخښه کړی، چې د دغې ډلې دویم نمبر مشر ایاد حامد الجمیلي، چې په ابو یحیی او د داعش د جګړې د وزیر په نامه مشهور و پکې وژل شوی.''
الجمیلي د داعش د غلچکي جګړه مارو ډلګیو مشري هم کوله.
تر اوسه داعش د خپل دغه مشر د وژل کېدو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
د ۲۰۱۶ اګسټ میاشت کې عراقي خبري رسنیو د استخباراتو له خولې موصل کې د هوايي برید پایله کې د داعش د ځینو مشرانو د وژل کېدو خبر ورکړی و، چې ''د عراق امیر'' په نوم مشهور الجمیلي هم پکې یاد شوی دی.