شاته

په جرمني کې یو افغان مهاجر په جنسي تیري او وژنې تورن شو

د جرمني څارنوالانو یو افغان مهاجر په یوې جرمنۍ محصلې باندې په جنسي تیري او بیا د هغې په وژلو تورن کړی دی.

د طب د پوهنځي ١٩ کلنه محصله تیر کال د اکتوبر په میاشت کې د جرمني په فرایبورگ ښار کې کور ته د تگ په لار بې درکه شوې وه. د هغې مړی وروسته بیا په سیند کې موندل شوی و.

ددغې محصلې په وژنې باندې تورن شخص د ډي ان ای د شواهدو او د پیښې د ځای نه د یوې اخیستل شوې ویدیو په اساس نیول شوی دی.

دغه تورن شخص په ٢٠١٥ کال کې پرته له کوم سند جرمني ته تللی و. هغه مقاماتو ته ویلي وو چې " ١٧ کلن او د افغانستان نه راغلی دی".

خو د څارنوالانو له دوه ځلې پلټنو وروسته څرگنده شوې چې دغه شخص د جرم د کولو پر وخت لږ تر لږه ٢٢ کلن و.

د جرمني د خبري اژانس ډي پي ای، د رپوټ له مخې د فرایبگورگ څارنوالانو د پنجشنبې په ورځ ویلي دي دغه تورن شخص د جرمني د قوانینو له مخې چې د محکمې د پریکړې دمخه د تورونو هویت نه څرگندوي، یواځې د حسین – ک، په نوم پیژندل شوی دی او د کم عمر کسانو په توگه محاکمه کیږي.

په تیرو دوو کلونو کې جرمني ته څه دپاسه یو میلیون مهاجر تللي دي چې اکثریت یې د جنگ ځپلو هیوادونو عراق، سوریې او افغانستان اوسیدونکي دي.

د افغان مقاماتو په وینا تیر کال ۲۵۰ زره افغانان اروپایي هیوادونو په ځانگړې توگه جرمني ته تللي دي.

د ٢٠١٦ کال د سپتامبر راپدیخوا جرمني تر الوسه درې ځلې هغه افغان مهاجر چې پناه غوښتنه یې رد شوې بیرته افغانستان ته را استولي دي او دا لړۍ دوام لري.