BBC
 شاته

تخار کې د هاوان مرمۍ پنځه ولسي وګړي وژلي

د انځور حقوق AFP/Getty Images)
Image caption تراوسه د دولت کومې وسله والې مخالفې ډلې هم په خواجه بهاء الدین ولسوالۍ کې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان په شمال ختیځ ولایت تخار کې د یوه هاوان د لګېدو له امله پنځه ولسي وګړي وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

ځایي چارواکي وایي د هاوان دغه مرمۍ د طالبانو له خوا توغول شوې.

پېښه تېره شپه د تخار په خواجه بهاء الدین ولسوالۍ کې شوې ده.

تخار: یو شمېر کلیوال وايي د وسله والو له وېرې کډوال شوي

"د تخار ناامنیو او مخدره توکو قاچاق تر شا دولتي چارواکي دي"

تخار چې د نارامه ولایت کندوز په ګاونډ کې پروت دی، د وسله والو مخالفینو او افغان ځواکونو د جګړو راپورونه ډېر ترې خپرېږي.

تېره شپه هم وسله والو طالبانو د دغه ولایت په خواجه بهاء الدین ولسوالۍ کې د محلي پولیسو پر پوستو ډله ییز بریدونه کړي، خو امنیتي چارواکي وایي، دغه بریدونه په شا تمبول شوي دي.

په شمال ختیځ کې د پولیسو د پامیر زون ویاند محفوظ اکبري وایي، د جګړې پرمهال د وسله والو طالبانو له خوا توغول شوی هاوان پر یوه استوګنیز کور لګېدلی:

"تېره شپه طالبانو د تخار د خواجه بهاء الدین ولسوالۍ په لاله ګزر سیمه کې د محلي پولیسو پر پوستو بریدونه کړي دي، که څه هم دا بریدونه په بریالیتوب سره په شا تمبول شوي، خو د طالبانو یو هاوان پر یوه کور لګېدلی چې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه تنه په کې وژل شوي او درې تنه نور ټپیان دي".

ښاغلی اکبري وایي، د طالبانو او محلي پولیسو ترمنځ شوې جګړه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

تراوسه د دولت کومې وسله والې مخالفې ډلې هم په خواجه بهاء الدین ولسوالۍ کې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

خواجه بهاء الدین د تخار نسبتاً ناامنه ولسوالۍ ده چې د تاجکستان پولې ته نژدې پرته ده.