BBC
 شاته

''موږ نور د پر شا کېدو او لوېدو خلک نه یوو''

د انځور حقوق KOCHI HASSAN

څه کم درې بجې وې، چې د پوهنتون د نوې لویې ودانۍ په انګړه کې ولاړې رنګارنګ کېږدۍ ته ورننوتلم. ټینا رامنډه کړه غېږ یې راکړه، ساه نیولي یې وویل:

''اه چې څومره درته خوشاله شوم. ''

ما ښکل کړه، تېر کال چې په پوهنتون برید وشو د دې د راتګ څو ورځې تېرې شوې وې. فکر مې نه کاوه لا دې هم زړه ښه کړی وي چې دلته دې پاتې شي.

په کېږدۍ کې مې سترګې وغړولې، څوکۍ ټولې ډکې وې. نن دا دریم وار و چې دا کېږدۍ له زده کوونکیو ډکېده او تشېده.

پوهنتون د مارچ ۲۶ او ۲۷ ځانګړې ورځ نیولې وه، زده کوونکي یې ټول را غوښتي وو.

د افغانستان امریکايي‌ پوهنتون کې وژل شوي څوک دي؟

پر پوهنتون برید، د مرګ او ژوند شېبې

د امنیتي مسایلو په اړه یې معالومات راکول. دوی ډاډه وو چې اوس د پوهنتون امنیت تر پخوا لا پیاوړی دی. ما د کېږدۍ له یوه سوري د باندې وکتل، لوی ډګر و. چمن شین و، شاخوا لوړ، سمټي دیوالونه، داسې خړ وو لکه اسمان کې چې د پسرلي خړه ورېځ تاوېده را تاوېده

ټینا پر سټېج ودریده ستړې مه شې یې وویله. فضل قادر عمر یې را غوښت ، هغه قران کریم تلاوت کړ. دعا یې وکړه. د پوهنتون مشر ډېوډ سډني راغی. ستړی مه شې یې وویله. په نکټايي یې ګوتې ووهلې بیا یې وویل:

''ما دلته دومره زړور زده کوونکي ولیدل، چې هېڅ ویره یې نه لرله. که څه هم دلته د جنګ او وحشت غږونه ډېر دي، خو ما هغه غږونه هم واوریدل چې هوډ او زړورتیا یې لرله.

د انځور حقوق Shafiqa khpalwak

هیلې یې ژوندۍ وې او په بیا، بیا یې له ما وغوښتل چې پوهنتون پرانیستل شي که هر ډول خطر وي دوی ورته تیار دي. موږ تقریبا ۹۰ نوي زده کوونکي لرو. نن چې افغان امریکايي پوهنتون بېرته له اووه میاشتې دمې وروسته پېل شو د همدې زړورو غږونو له برکته و. ''

ټولو چکچکې وکړې. شاته مې نرګس ناسته وه، دا مې ټولګیواله ده، په هغه برید کې ټپي شوې وه. خو تازه راښکاره شوه، سترګې یې تورې وې، سور پړونی یې کلک په سیخکیو بند و. خندل یې. ما وپوښتله چې ډاریږې نه؟

دې وروځې پورته کش کړې.

''که هغې ودانۍ ته ولاړه شم زړه به مې ودریږي. ''

بیا یې وخندل، لاسونه یې په مخ راتېر کړل. ویې ویل:

''که څه هم ډېرو راته وویل چې مه ځه، خو زه نه شم کولی چې رادې نه شم. همدا زما د زده کړې ځای دی. دلته د ښه راتلونکي حق لرم، څوک دا حق نه شي رانه اخیستلی. ''

د انځور حقوق Shafiqa khpalwak

پروګرام نیمايي شو. اوس به موږ په ودانۍ راګرځوي، که خدای ج مه کړه بیا کومه پېښه وشي چل یې راښيي چې څرنګ ځان وژغورو او چېرې څه ډول وتښتو؟

بام ته یې وخیږولو، شاخوا امنیتي بدلونونه یې راوښودل. د نجونو لیلیه چې دننه پوهنتون کې ده. پر بله لیلیه ورته کار کوي، دا لیلیه چې اوس به جینکۍ پکې اوسي بیا یې هلکانو ته پرېږدي. د دوی میلمستون چې بهرني ښوونکي او کاروکوونکي به په کې مېشت وي. د امنیتي برخې مسوول موږ ته مخ کړ په لوړ غږ یې وویل:

''دا هغه ځایونه دي چې تاسې باید ور نه شئ. ''

هلکانو ته یې لاس ونیو:

''بالخصوص تاسې که مې یو هم د نجونو د لیلې شاخوا ولیدئ خیر به مو نه وي. ''

ټولو وخندل، لوړه خندا وه. د خندا غږ هوا کې ذرې، ذرې ورک شو.

د افغانستان امریکايي‌ پوهنتون کې وژل شوي څوک دي؟

پر پوهنتون برید، د مرګ او ژوند شېبې

کابل کې پر امریکایي پوهنتون برید پاکستان کې پلان شوی و

له اسمانه یو نیم څاڅکی رالوېده. زه او کوچۍ څنګ په څنګ روانې وو. لکه دوه تږي، چې صحرا کې یې اوبه موندلې وي او هسې په کتلو یې هم د زړه تنده ماتېږي. له یو بله لږ هم نه لېرې کېدو. دې راته وویل:

''شفیقې! کله چې هغه شپه برید وشو، زه په هغه شېبه د پوهنتون له جوماته راغلم. د ماښام لمونځ مې وکړ. چې کېناستلم درز شو. داسې یو درز چې فکر مې وکړ نړۍ ړنګه شوه. خو هغه شېبه مې هم چې په یوازیني شي فکر کاوه پوهنتون و. ځان سره مې ویل چې هر څه ختم شول، بیا به دې د پوهنتون مخ هم نه وي لیدلی. خو اوس دا دی بیا دلته یوو، ته یې زه یم، زموږ ښوونکي او کتابونه دي. هېچا ونه شو کولی موږ نابود کړي. دا له زړه درته وایم، خلک هسې ځان په عذابوي. موږ نور د په شا کېدو او لوېدو خلک نه یوو. ''

د انځور حقوق Getty Images
Image caption رحمت امیري ته مې پام شو. غبرګې لکړې یې تر تخرګو لاندې نیولې وې. وی له جرمني راغلی.

ما ورته کتل، چې د هغې وحشي شپې د برید خبره یې کوله سترګو کې یې څرنګ اوښکې رغړیدې، خو یوه یې هم پرې نه ښودله چې را تویې شي.

رحمت امیري ته مې پام شو. غبرګې لکړې یې تر تخرګو لاندې نیولې وې.

دی د سیاسي علومو د دریم کال محصل دی. نوی له جرمني راغلی. دی مې وپوښت چې ولې بېرته راغی. لږ وښوریده، اوږدې تکې تورې څڼې یې په یوه لاس ونیولې ټولې یې له مخه ورټولې کړې، بیا یې په لږ اوږده ږیره لاس تېر کړ. ویې ویل:

''د زبیر لپاره چې شهید شو. ''

زړه کې مې څړیکه شوه، غوني مې ځیږه شول. ده سترګې ورپولې ویې ویل:

د انځور حقوق FB
Image caption په هغه شپه زبیر موږ ته امامت راکړ، دی د مور یو زوی و، له هر چا لیرې ګرځېده.

''په هغه شپه زبیر موږ ته امامت راکړ، دی د مور یو زوی و، له هر چا لیرې ګرځېده. موږ لمونځ خلاص کړ، چې درز شو، زه مخکې هم دغسې پیښو سره مخ شوی وم، ځکه مې ټولو هلکانو ته وویل چې ووځي، ما یې ګومان کاوه چې ممکن بل درز به هم شي او بیا ښايي دوی په ښیښو خوږ شي. چې را ووتلو، ډنګر زبیر او ماته به چې څوک مخته راتلل د ملګرو ملتونو دفتر ته مو ایستل. ښايي وروستي کسان زه او هغه و چې وتلو، یو پل مو لا نه و اخیستی چې ‌ډزې راباندې وشوې. زما یوه ګولې له نسه ووتله، بل په ورون ولګېدم، وروستۍ مې په لاس کې ونښته. ''

ده ته مې وکتل په سینه پراخ، له ونې لوړ و. غږ یې ترهېده. دومره ډوبه ساه یې واخیستله چې فکر مې وکړ فضا یې ځان سره ډوبه کړه. بیا یې وویل:

''زبېر هم هغه ځای زما مخکې ولوېده، هېڅ یې ونه ویل او شهید شو. ''

اوښکې یې سترګو کې داسې لالهانده تاو شوې، لکه بې اسرې جینکۍ چې له کوره وشړل شي. چې نه د تلو لوری لري، نه د راتلو.

د شهادت ګوته یې اسمان ته ونیوله:

''دا شاهدي به زه اخرت کې د خدای په وړاندې ورکوم چې دوی هغه زبیر بېګناه شهید کړ چې په هم هغه شېبه یې امامت کړی و. ''

بیا یې وویل:

''زه دوه ساته هلته پروت وم، څوک نه راته رانږدې کېدل. ویې وخندل ویل له څېرې زه هم وسله واله ورښکارېدم. ''

''دوه ساته وروسته د ایمرجنسي امبولانس ته پولیسو پورته کړم، هلته څو شپې وم. دولس شپې مې په هېڅ شي څکه نه ده کړې، بیا د نورې درملنې لپاره جرمني‌ ته ولاړم. هلته افغانانو څه چې جرمنیانو راته وویل چې را و نه ګرځم. بیخي یو ارام کور کې وم. هر پوهنتون چې مې غوښتی وای لوستی مې شو. خو زه راغلم، ځکه زه له دې خاورې جوړ یم، همدا زما وطن دی، زه دلته لوی شوی یم، د همدې ټولنې طبعه لرم. هېچېرې نه ترې ځم او که لاړ شو بالاخره تر کومه؟

د انځور حقوق Shafiqa khpalwak

تیښته د هېڅ شي د حل لار نه ده. زه غواړم ټولو هغو کسانو ته چې دا برید یې کړی وو، ثابته کړم چې تاسې په حق نه یئ. ''

که څه هم ځان یې په غبرګو لکړو تکیه کړی و، خو په سترګو او موسکا کې مې د هوډ او غیرت ځلیدونکې پلوشې لیدلې.

ښي اړخ ته مې وکتل. حنا پراویش او نرګس ناستې وې. سیلفي یې اخیست. دوی هم راته وویل، چې جمشید د دوی ملګری چې شهید شو د ارواح د خوښۍ لپاره به بېرته راګرځي.

غني: د پوهنیزو بنسټونو نښه کول د ترهګرۍ ځپلو هوډ پیاوړی کوي

افغانستان کې امریکايي پوهنتون له طالبانو د خپلو ښوونکو خوشي کېدل غواړي

حنا د استاد خپلواک زده کوونکې وه، هم هغه شېبه یې هم په ټولګي کې وه چې دی شهید شو. دې وویل:

''هغه چا چې قرباني ورکړې، وینه یې باید پر ځمکه ونه لویږي. د هغوی ارمانونه باید پوره شي. ارمان یې زموږ ښه راتلونکی، د دې پوهنتون پرمختګ او شتون و. ''

څنګ ته مې درې جینکۍ وې. د یوې یې تور پړونی و، سپین بخونه چپنه یې وه. بلې یې اوږد اسماني کمیس اغوستی و. د بلې یې تور کمیس زرغون ټیکری و. دوی نوې په سکالرشیپ راغلې وې. ما ویل څرنګ مو زړه وکړ راشئ کورنۍ مو څه ونه ویل، د زرغون ټیکري نجلۍ وویل:

''اصل کې له موږ ډېر زموږ کورنۍ غواړي دلته درس ووایو، ځکه چې د دې پوهنتون بدیل نه لرو او د جنګ خو یوه ورځ نه ده. بالاخره چې ستړي شي خپله به کرار شي. ''

د انځور حقوق SF

دوو نورو سر وښوراوه. څه یې ونه ویل لکه دې چې د دوی د زړه خبرې کړې وي.

ورځ تمامه وه، ورېځ هغسې تاوېده. د پوهنتون چمن زرغون و، ونو تازه غوټۍ سپړلې وې. ځای، ځای دوه او درې کسه ناستې دي. هلکانو فوټبال کاوه. مرغۍ کله راتلې د ونو په ښاخ کیناستلې، کله الوتلې د پوهنتون د سمټي دیوالونو له سره یې زموږ ننداره کوله. کوچۍ ته مې وویل:

''ځه چې ځو! سبا ته ټولګی لرو باید تیاری ونیسو. ''

پوهنتون بېرته پېل شو، د باروتو لوګی باران وړی و، د خلکو له سترګو ویره څڅېدلې وه. باډیوې په اسمان کې نڅېدلې. موږ را ووتلو، د روښانه سبا لپاره مو د کابل په تیاره کې د څراغونو تتې رڼا ته مزل کاوه.