BBC
 شاته

ایا پاکستان پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار لګولو واک لري؟

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډيورنډ کرښه چې اکثره برخه يې په لویو غرونو تېره شوې، تر ډېره ناشونې ده چې ورباندې دي دغسې تار ولګول شي.

پاکستان له مودې راهیسې په دې باور دی، چې له افغانستان سره پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار له لګولو سره ددوی غاړې ته د وسلوالو د ور اوښتلو مخه ډب کېدلی شي او په هیواد کې د ترهګرۍ د پېښو مخه نیولی شي. ځکه دغه هیواد فکر کوي، چې په هیواد کې يې د ناامنۍ د اکثرو پېښو پلان د افغانستان پر خاوره کېږي او ددوی مخالف وسلوال ټول په افغانستان کې پټ دي.

پېښور مېشتی د چارو شنونکی عقیل یوسفزی وايي، تر هغه وروسته چې پاکستان په نړیواله کچ په دې زیات له غبرګونو سره مخ شو، چې دوی د افغانستان طالبان روزي نو بیا يې ددې پر ضد دغه بیانیه یا نقل خور کړ، چې ګواکې د افغانستان پر خاوره پاکستاني طالبان پټنځایونه لري.

پاکستان د ډیورنډ پرکښه اغزن تار غځوي

پاکستان پر ډیورنډ کرښه ازغن تار او کټاره لګوي

ددغه هیواد د پوځ د عامه اړیکو ادارې یا ای ایس پي ار د شنبې په ورځ رسنیو ته د پوځ د مشر جنرال قمر جاوېد له خولې خبر استولی، چې وايي ؛دوی پر ډيورنډکرښه مومندو او باجوړ کې له افغانستان سره د اغزن تار لګولو کار پېل کړی دی؛.

پاکستان پوځ ته نيژدې لیکواله او د چارو پاکستانۍ شننونکې ډاکټر ماریه سلطان وايي، ددغه اغزن تار لګولو هدف يې دای، چې د ترهګرۍ ملا ماته کړي او همدا نه یواځې د پاکستان بلکې د افغانستان هم په ګټه ده؛.

ډيورنډکرښه چې پاکستان يې له افغانستان سره پوله یادوي، خو افغانستان کله هم دغه پوله په رسميت نه ده پېژندلې.

خو ایا د پاکستان مطلب په رښتیا همدا دی؟

د پاکستان پوځ که څه هم دا لا جوته کړې نه ده، چې دغه اغزن تار به یواځې په ځينو سیمو کې لګولي او که به يې پر دوه نیم زره کیلومیتره اوږد ټول ډیورنډلاین لګوي.

ډيورنډ کرښه چې اکثره برخه يې په لویو غرونو تېره شوې، تر ډېره ناشونې ده چې ورباندې دي دغسې تار ولګول شي.

عقیل یوسفزی زیاتوي، په داسې کولو سره پاکستان هڅه کوي، چې د ډيورنډکرښه په افغانستان په رسميت وپېژني او ورسره د پښتونخوا مېشتي ملتپالو ګوندونو ته هم دا پېغام ورکړي، چې همدا رسمي پوله ده.

پر ډيورنډ کرښه نړیوال قانون او د افغانستان او بریتانوي واکمنو، هند او پاکستان ترمنځ د شویو ټولو تړونونو له مخې که پر ډيورنډکرښه یا ورسره څېرمه پاکستان هر څه جوړوي، د کابل رضا به پکې شامله وي.

تردې وړاندې پاکستان پر ډيورنډکرښه بلوچستان کې شاوخوا یوولس سوه کیلومیتره اوږد خندق په همدې پلمه وکيندو، چې د وسلوالو تګ راتګ بند کړي، چې هغه وخت هم د افغان دولت سره سخت غبرګون سره مخ شوي و.

په دې وروستیو کې د پاکستان پوځ له افغانستان سره پر ډيورنډکرښه ټولې دروازې شاوخوا یوه میاشت تړلې وې، چې وروسته يې ددغه هیواد لومړي وزیر نوازشریف د بېرته خلاصولو اعلان وکړ.

ځيني شنونکي په دې باور دي، چې تر هغه چې پاکستان خپله بهرنۍ تګلاره بدله کړې نه وي او په افغانستان کې يې له لاس وهنې لاس نه وي پورته کړی، د ډيورنډکرښې دروازو پر تړلو او یا هلته د اغزن تار پر لګولو د ترهګرۍ پر ضد جګړې باندې هيڅ اغیز نه پرېوزي.

د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption پر ډيورنډ کرښه نړیوال قانون او د افغانستان او بریتانوي واکمنو، هند او پاکستان ترمنځ د شویو ټولو تړنونو له مخې که پر ډيورنډکرښه یا ورسره څېرمه پاکستان هر څه جوړوي، د کابل رضا به پکې شامله وي.

ددغه هیواد بهرنۍ تګلاره چې برملا د پوځ په لاس کې ده، له نورې نړۍ سره باالعموم او له هند او افغانستان سره باالخصوص هر ګام ددوی په خوښه پورته کېږي.

همدې ته په پام سره ډېری په دې باور دي، چې په نړیواله کچه د پاکستان د یواځيتوب لوی لامل همدا دی، چې له څنګلوريو نیولې بیا د نړۍ تر زبرځواکو پورې له اکثره و سره يې حالات ښه نه دي.

"د ډیورنډ کرښې تړلو سره سره پاکستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی نه دی"

"د ډیورنډ دواړو غاړو ته د خلکو ترمنځ سوداگري او راشه درشه د توندلارۍ مخه نیولی شي"