BBC
 شاته

امریکا: افغانستان کې مو د القاعدې شبکې مهم قومندان وژلی

د انځور حقوق AFP
Image caption په پام کې ده چې د امریکا سمندري ځواکونو د ناټو ځواکونو په چوکاټ کې د افغانستان امنیتي سرتېري وروزي.

د امریکا د دفاع وزارت ویلي، افغانستان کې یې د القاعدې شبکې یو مهم قومندان د بې پیلوټه الوتکې په یوه برید کې وژلی. امریکا وايي، قاري یاسین یې له ۲۰۰۸ کال راهیسې څارلی دی.

د امریکا دفاع وزیر جیمز مټیز په یوه خبرپاڼه کې ویلي، قاري یاسین تېره اونۍ د بې پیلوټه څارګرو الوتکو په یوه برید کې وژل شوی.

واشنګټن پر یاسین تور لګولی، چې ګني په ۲۰۰۸ کال یې د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې پر ماریوټ هوټل برید کې د دوو امریکايي پوځيانو په ګډون لسګونه نور کسان وژلي وو.

ملي امنیت: د القاعده یو جګپوړی قومندان وژل شوی

جنوبي وزيرستان کې د القاعدې مهم قومندان وژل شوی

پاکستان: ډرون بريد د القاعدې مهم غړی وژلی

القاعدې شبکې تر اوسه د خپل دغه قومندان د وژل کېدو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

امریکایان اټکل کويو چې د القاعدې شبکې دغه وژل شوي مشر په ۲۰۰۹ کال د سریلنکا کریکټ ډلې پر لېږدوونکي موټر برید کې لاس درلود.

خبرپاڼه زیاتوي، د یاسین وژنه "یو ښه دلیل دی چې ګني ترهګر د اسلام نوم بدوي او په لوی لاس ولسي وګړي په نخښه کوي او دوی له عدالته پښې سپکوي".

د پاکستان د ترهګرۍ ضد سازمان د یاسین د نیول کېدو او یا د هغه د ځای ځایګي معلومولو مقابل کې ۱۹ زره امریکايي ډالر جایزه اعلان کړې وه.

قاري یاسین په استاد اسلم هم مشهور و.

د امریکا دفاع وزارت وايي، امریکايي بې پیلوټه الوتکې تېره یکشنبې له پاکستان سره پر پوله د افغانستان پکتیا ولایت کې هغه موټر په نخښه کړی، چې یاسین او د القاعدې شبکې درې نور غړي پکې سپاره وو.

افغانستان پر پاکستان تور لګوي چې افغان طالبانو ته یې پټنځي ورکړي.

د امریکا دفاع وزارت وايي، سږ پسرلی به د افغانستان په سوېلي هلمند ولایت کې ۳۰۰ سمندري ځواکونه مېشت کړي.

هلمند کې امریکايي ځواکونو له وسله والو طالبانو سره ډېرې خونړۍ جګړې کړې، چې بالاخره په ۲۰۱۴ کال له دغه ولایته ووتل.

هلمند اوس یوځل بیا د افغانستان له هغو ولایتونو ګڼل کېږي، چې د وسله والو طالبانو فعالیتونه تر ډېره پکې بیا ډېر شوي دي.

په پام کې ده چې د امریکا سمندري ځواکونو د ناټو ځواکونو په چوکاټ کې د افغانستان امنیتي سرتېري وروزي.

امریکا: افغانستان کې د دوو امریکایانو وژنې په تور د القاعده یوه غړي محاکمه

پاکستان کې د القاعدې یو مهم مشر وژل شوی