BBC
 شاته

افغان لوبډله له ايرلنډ سره څرنگه ولوبېده؟

له ايرلنډ سره په پنځو يو ورځنيو لوبو کې افغانستان ١٤ لوبغاړي ولوبول. چا ته څومره پواينټونه ورکوئ؟

شهزاد محمدي:

د انځور حقوق Getty Images

په پنځو لوبو کې يوازې يوه پنځوسيزه او د ٢٦.٢٠ په اوسط ټول ټال ١٣١ منډې د شهزاد محمدي استعداد ته په پام لږ دي. په ويکټ ساتنه کې يې هم لږ تر لږه په دويمه او پنځمه لوبه کې يو دوه کېچونه وغورځول. خو د لوبغاړو په هڅونه او لارښونه کې د تل غوندې له انرژۍ ډک او بيداره و. له ١٠ پواينټونو ٤

د زمبابوې په سياليو کې د افغان لوبغاړو لوبه څرنگه وه؟

کرېکټ: رحمت او ارمان د افغانانو ارمان پوره کړ

تر ارسنال فوټبال لوبډلې د یوه معلول افغان مزل

نور علي ځدراڼ:

د انځور حقوق Getty Images

يوازې په درو لوبو کې ولوبېده او د څه باندې ٢٥ په اوسط يې يوازې ٧٧ منډې وکړې. په دې منډو کې يې يوه پنځوسيزه هم وه. نور علي د زمبابوې د سفر غوندې له هر پيل وروسته ونه توانېد چې تر ډېرو ودرېږي. په فېلډينگ يا توپ ټولولو کې ښه و. خو په دې او د زمبابوې په سفر کې يې له خپل استعداد سره سمه لوبه و نه کړه. ١٠\٣

رحمت شاه

د انځور حقوق Getty Images

يو ځل بيا د افغانستان د منډو اعتباري سرچينه ثابته شوه. د يوې سليزې او دوو پنځوسيزو په مټ يې تر بل هر افغان ډېرې منډې وکړې. د رحمت شاه ٢٦٢ منډې يوازې د پول سټرلېنگ تر٣٤١ منډو لږې وې نور نو په دواړو لوبډلو کې بل لوبغاړي دومره منډې ونه کړې. رحمت شاه په دوو لوبو کې، درېيمه او څلورمه سيالۍ کې و نه ځلېد او هغه دوه لوبې وې چې افغانستان ونه شواى گټلې. د زمبابوې د سفر په څېر دلته هم له رحمت شاه څخه د بالېنگ په ډگر کې کار وانه خيستل شو. رحمت شاه يو له درو افغان بالران دى چې په يو ورځنيو لوبو کې يې په يوې سيالۍ کې پنځه يا ترې ډېر لوبغاړي سوځولي دي. خو دغه استعداد يې نه دى کارول شوى. پر رحمت شاه پخوا يوه نيوکه دا وه چې په فيلډينگ کې لږ پښه نيولى روان وي خو دا ځل د هند په دې تود لمر کې د توپ ټولولو برخه کې هم رحمت شاه تر چا شاته نه و. ١٠\٩

اصغر ستانکزى

د انځور حقوق Getty Images

د اصغر ستانکزي ٢٠١ منډې تر رحمت شاه وروسته تر بل هر افغان لوبغاړي ډېرې وې. ده د څه باندې ٤٠ په اوسط منډې وکړې. په هرې لوبې کې يې بيا هم ښه پيل وموند خو اصغر له يوې سليزې پرته نور هر ځل تر وخت وړاندې وسوځېد. په څلورمه لوبه کې چې لوبډله تر ډېر فشار لاندې وه اصغر په پوله کېچ اوټ شو. په کپتانۍ کې يې د زمبابوې له سفره خلاف دا ځل له سميع الله شينواري لږ کار واخيست، بالران يې هم پرله پسې بدل رابدل کړل خو ډېرو په دې نيوکه پرې وکړه چې ولې يې راشد ارمان ډېر په ځنډ بالېنگ ته راوست. خو د يوې سليزې او د پنځو لوبو د لړۍ په گټلو د اصغر ستانکزي پواينټونه دا ځل د زمبابوې تر سفر ډېر دي. ١٠\٧

سميع الله شينوارى

د انځور حقوق Getty Images

سميع الله شينوارى په څلورو لوبو کې ولوبېد. ټولې يې د ٤٢ په اوسط ١٢٦ منډې وکړې. په وروستۍ لوبه کې يې له رحمت شاه سره گټوونکې ملگرتيا وکړه او ناسوځېدلې پنځوسيزه يې لرله. په نورو لوبو کې يې هر ځل ښه پيل وموند خو ونه درېد. په بالېنگ کې ډېره موقع ورته نه وه خو بيا يې هم يو کس وسوځاوه. او په فيلډينگ کې يې په وروستۍ لوبه کې په کيڼ لاس له ليرې کيچ نيول کم سارى و. ١٠\٥

حشمت الله شاهدي

د انځور حقوق Getty Images

يوازې په دوو لوبو کې موقع ورکړل شوه د څه باندې ٢٧ په اوسط يې ٥٥ منډې وکړې چې ٣٢ يې تر ټولو ډېرې وې. په لوبډله کې يوازينى کيڼ لاسى منډه جوړونکى و. د نجيب ځدراڼ د نه لوبولو په حالت کې هيله دا وه چې له ده به ډېر کار واخيستل شي خو داسې ونه شو. پخوا پر حشمت نيوکه دا وه چې ورو لوبېږي خو دلته لږ تر لږه په يوه لوبه کې تېز هم ولوبېد. حشمت هغه لوبغاړى دى چې ښايي په راتلونکي کې په لوبډله کې پوخ ځاى ومومي خو د اوس لپاره دا لوبې او دا سفر ورته ښه تجربه وه. ١٠\٥

محمد نبي

د انځور حقوق Getty Images

د زمبابوې د سفر برعکس دلته په هند کې چې ظاهرآ بايد ورو بالرانو ته شرايط ښه واى نبي يوازې په يوه لوبه کې په بالېنگ کې وځلېد او په منډو کې يې هم ١٠٢ په پنځو لوبو کې تر هيلو لږ وې. په بالېنگ کې يې د ٤٩ په اوسط په پنځو لوبو کې يوازې پنځه کسه وسوځول. خو نبي لا هم د افغانستان هغه لوبغاړى دى چې د سيالانو د سترگو ازغى دى او افغان لوبغاړو ته يې يوازې شته والى هم هيله بخښي. ١٠\٤

راشد ارمان

د انځور حقوق Getty Images

د څه باندې ١٣ منډو په اوسط يې په پنځو لوبو کې ١٦ لوبغاړي وسوځول. په دواړو لوبډلو کې بل هېڅ بالر دومره کسان ونه سوځول. ايرلنډي لوبغاړو څو ځلي وويل چې د دواړو لوبډلو ترمنځ د توپير اصلي برخه راشد ارمان و. راشد ارمان د کپتان د مرستيالۍ دريځ هم وموند، ځينو فکر کاوه چې دا به يې پر لوبو اغېز وکړي خو برعکس وځلېد. ده په يوه لوبه کې شپږ کسه وسوځول چې د افغانستان له لورې په يو ورځنيو لوبو کې بل هېڅ بالر دغه وياړ نه دى موندلى. په منډو کې هم لږ تر لږه په يوه لوبه کې د پنځوسيزې په کولو وځلېد. په دوو لوبو کې چې دى ونه ځلېد افغانستان هم په کې برى ونه موند. د راشد حضور د دې لړۍ د گټلو اصلي دليل بللى شو. ١٠\۱۰

شفیق الله شفق

د انځور حقوق Getty Images

په څلورو لوبو کې ولوبید او هر ځل وځلېد. د ده په ۱۲۷ منډو کې یوه پنځوسیزه هم وه. هر وار په پای کې لوبې ته وروغوښتل شو په لوبډله کې یې لوبېدل پر خپلو منډو بیا هم پر ځای پرېکړه ثابته کړه ۷\۶

گلبدين نايب

د انځور حقوق Getty Images

په زمبابوې کې يې بالېنگ ځلېدلى و. اندېښنه دا وه چې ښايي د زمبابوې د لوبغالو شرايطو د ده بالېنگ ته ښه و او په هند کې به ونه ځلېږي. خو گلبدين نايب هغو اندېښنو ته په ښو توپ اچونو ځواب ووايه. که څه هم ده يوازې درې کسه وسوځول خو د منډو ورکولو اوسط يې څه باندې پنځه و چې تر ډېرو بالرانو ښه و. په منډو کې هم لږ تر لږه په يوه لوبه کې د پنځوسيزې خاوند شو. که ميرويس اشرف په سټه روغ شو او بيا لوبډلې ته راستون شو ښايي گلبدين ته په لوبډله کې مشکل جوړ کړي که نه نو د اوس لپاره د تيز بالر او الراونډر په توگه ښايي سيال ونه لري. ١٠\٥

دولت ځدراڼ

د انځور حقوق Getty Images

په زمبابوې کې داسې ښکارېده لکه بالېنگ چې يې هېر شوى وي. خو دلته په هند کې بېرته هغه دولت و چې پخوا مو ليدلى و. له راشد ارمان وروسته ده تر بل هر بالر ډېر لوبغاړي وسوځول. ده په پنځو لوبو کې د څه باندې ٢١ په اوسط ١١ کسه وسوځول. په منډو کې يې هم يو ځل تر ٤٠ ډېرې منډې وکړې چې د لوبيز ژوند تر ټولو ډيرې منډې يې وې. بيرته فارم ته راستنېدل يې د افغان کرېکټ مينه والو لپاره تر زيري کمه خبره نه وه. ٨\١٠

امير حمزه هوتک

د انځور حقوق Getty Images

په څلورو لوبو کې يې د څه باندې ١٠٠ په اوسط يوازې دوه کسه وسوځول. د منډو ورکولو اوسط يې تر پنځو پورته و. د هند په لوبغاليو کې له امير حمزه هوتک تر دې هيلې ډېرې وې. خو د ده په دفاع کې ښايي دا و وايو چې هر ځل ورڅخه د لوبې په پيل کې د بالېنگ غوښتنه شوې چې ډگر ساتوونکي نژدې ولاړ وي او په پولو څوک نه وي. خو د نبي په څېر حمزه هم د هند له ښو شرايطو گټه وانه خيستلى شواى. ١٠\٣

فريد ملک

د انځور حقوق FB

يوازې په وروستۍ لوبه کې د لوبې موقع ورکړل شوه. په ١٠ اوورونو کې يې ٦٥ منډې ورکړې او درې لوبغاړي يې وسوځول. يوازې په يوې لوبې باندې قضاوت ښايي له ده سره انصاف نه وي. ١٠\٤

عثمان غني

د انځور حقوق Getty Images

يوازې يوه موقع يې وموندله چې په هغې کې يې درې منډې وکړې. ٢\١٠

نجيب تره کى

د انځور حقوق FB

يوازې په وروستۍ لوبه کې ولوبېده پنځه منډې يې وکړې. ١٠\٢