BBC
 شاته

نری رنځ هر کال ۱۲۰۰۰ افغانان وژني

توبرکلوز د انځور حقوق Getty Images

افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي اداره وايي د روغتیا وزارت په اډانه کې د نري رنځ د کابو کولو په نیت د افغانستان په دریو ولایتونو کې د توبرکلوز د درملنې نوي مرکزونه جوړوي دا مهال یوازې یو روغتون چې په کابل کې دی د ټول افغانستان د نري رنځ د سختې بڼې د ناروغانو درملنه کوي.

د شمېرو له مخې په ۲۰۱۵ کال کې د نري رنځ له امله افغانستان کې ۱۲۰۰۰ کسان مړه شوي. نورو کلونو کې هم ورته شمېر خلکو د دغې درملنې وړ ناروغۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

بې وزلي او د ژوند ناسم چاپېریال دلته د دې ناروغۍ په پراخولو کې اغېز لرونکې ټکي دي.

چارواکي وايي د نري رنځ تر ټولو لوړه کچه په کابل کې ده چې لامل یې د وګړو ګڼوالی یاد شوی.

نری رنځ په ۲۰۱۶ کال کې د نړۍ لومړۍ درجه وژونکې ناروغي بلل شوي.

د افغان جاپان په نوم روغتون کې یو لوی واټ د نري رنځ هغو ناروغانو ته بېل شوی دی چې د ناروغۍ بڼه یې ګواښوونکې ده او د هغو بخت به ویښ وي چې په خپل وخت د دې ځای درک ومومي.

-افغانستان کې هر کال ۱۳زره کسان نری رنځ وژني-

په افغانستان کې نری رنځ ډير شوی

د مزار شریف اوسېدونکې ۲۰ کلنه سوسن ګرده ورځ په خپل لاس کښلو انځورونو سره بوخته وي غم هم غلطوي او دغه مرکز کې څو شپې ورته یوه لاس ته راوړنه ښکاري چې د ناروغۍ پر بستر یې د ژوند هیله ورکړې.

Image caption سوسن وايي نري رنځ د دې پر ټول ژوند ناوړه اغېزه کړې ده.

هغه وايي: "زه په مزار شریف کې وم څلور میاشتې مې په ناروغۍ اوښتې وې، کوژده مې کړې خو ناروغۍ مې زړه له ژونده تور کړی و. دلته دا دوه میاشتې کېږي راغلې یم، ایله مې ساه واخیسته، ډیره خوشاله یم."

روغتیا پالان وايي نری رنځ په ښځو کې ډېر لیدل کېږي او ما چې هم لیده د سوسن په خوا کې د پکتیکا یوه بله پېغله لېمه هم وه چې وايي کورنۍ کې یې دا ناروغي وه.

لیمه وايي: "موږ له پکتیکا راغلي یو اته میاشتې باید دلته پاتې شم چې درملنه مې وشي. زما خور هم په دې ناروغۍ اخته وه بیا پرې زه اخته شوم او که دا روغتون نه وای خدای پوهېږي څه به مو کړي وای".

پلازمېنه کابل کې د ټول افغانستان په کچه افغان جاپان یوازینی روغتون دی چې وړیا درملنه په کې کېږي. پر یوه ناروغ له اووه تر اته زره امریکايي ډالر لګول کېږي چې په عادي ډول د ډېرو افغانانو له توانه پورته دی.

نری رنځ ساري دی او ژر خپرېږي نو دغه واټ ته د ورتلو پر وخت موږ ته ځانګړې جامې او ماسکونه راکړل شول چې خوندي واوسو.

د افغان جاپان د ساري ناروغیو د روغتون مشر طاهر فورمولي بي بي سي ته وویل، د افغانستان په اته ولایتونو کې د نري رنځ کچه لوړه ده. پلازمېنه کابل یې په سر کې دی او لامل یې د وګړو ګڼوالی یاد شوی.

Image caption له ښاغلي فورمولي سره دا وېره شته چې د دې ناروغۍ پر وړاندې که ټینګې هڅې نه وي کچه یې لوړېدای شي.

خوست، بغلان، بادغیس، هرات، بلخ، کندز او تخار نورې هغه سیمې دي چې دغه ناروغي په کې ډېره ده.

له ښاغلي فورمولي سره دا وېره شته چې د دې ناروغۍ پر وړاندې که ټینګې هڅې نه وي کچه یې لوړېدای شي.

افغانستان کې د نري رنځ د کابو کولو لپاره ملګري ملتونه او د توبرکلوز ملي پروګرام د روغتیا وزارت په اډانه کې کار کوي.

د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې یو سلاکار سردار ولي شیرزی وايي ژر به په درې نورو لویو ښارونو کې هم د کابل په څېر روغتونونه جوړشي.

ویډیو د درملو پر وړاندې د مقاوم نري رنځ نوې درملنه

د نري رنځ ٪۹۷ ناروغان روغتیايي مرکزونو ته لاسرسی لري

Image caption نری رنځ ساري دی او ژر خپرېږي نو دغه واټ ته د ورتلو پر وخت موږ ته ځانګړې جامې او ماسکونه راکړل شول چې خوندي واوسو.

د ښاغلي شېرزي به وینا، "د ملګرو ملتونو د پراختیايي ادارې د ګلوبل فنډ دفتر اړتیا ته په پام په ننګرهار، هرات او بلخ کې د کابل په څېر روغتونونه جوړوي چې د ودانیو کار یې بشپړ شوی او ژر به پرانستل شي".