روسیې د ناټو جنرال له تورونو وروسته طالبانو د مرستې ورکول رد کړي دي
روسیې د ناټو یوه لوړ پوړي جنرال هغه تور رد کړی، چې ګواکې دغه هېواد په پټه وسله والو طالبانو ته مهمات ورکوي. اروپا کې د ناټو ځواکونو امریکايي جنرال کرټیس سکاپاروتي د پنجشنبې پر ورځ واشنګټن کې د امریکا سنا ته ویلي و " ښايي " روسي چارواکي طالبانو ته مهمات لېږي.
خو د جمعې پر ورځ د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، دغه تورونه " بشپړ دروغ دي " له دې مخکې روسیې ویلي و، له طالبانو سره محدود اړیکي لري او هدف یې د سولې خبرو ته د هغوی هڅول دي.
امریکايي جنرال پر روسیې تور پورې کړی، چې طالبانو سره مرستې کوي
''روسیې له طالبانو د سولې له بهیر سره یوځای کېدل غوښتي''
خو له اسلامي دولت نومې ډلې سره مبارزه کې دغه هېواد د ۲۰۱۵ کال دسمبر کې ومنله چې " زموږ او طالبانو ګټې سره سمون لري. "
مسکو طالبانو ته په رسمي توګه د یوې ترهګرې ډلې په نظر ګوري او د افغانستان کورنۍ جګړه کې یې د طالبانو مخالفینو ملاتړ کاوه.
جنرال سکاپاروتي دغه څرګندونې د امریکا سنا کې د وسله والو ځواکونو کمېټې ته وینا کې کړې. هغه ویلي:
''ما دا وروستیو کې پر وسله والو طالبانو د روسیې نفوذ لیدلی، چې ډېر شوی دی او دغه نفوذ نه یوازې د اړیکو تر حده دی، بلکې ښايي د امکاناتو چمتو کولو په برخه کې هم وي. ''
نوموړي د خپلو تورونو کره والي په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
د امریکايي جنرال دغه څرګندونې له هغه وروسته کېږي، چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قومندان ویلي و، روسیه طالبان هڅوي او د ناټو ځواکونو ماتې او د امریکايي نفوذ مخنیوي لپاره د هغوی دیپلوماتیک ملاتړ کوي.
خو ښاغلي کابلوف د جمعې پر ورځ ار ای اې خبري اژانس سره خبرو کې ویلي:
" سره له دې چې موږ بیا بیا رد کړي، خو بیا هم دغه ډول دروغ ګنګوسې تکراریږي، چې افغان کمپاین کې د امریکايي پوځ او سیاستوالو ماتې ته جواز وموندل شي. دې خبرو ته بله تشریح نه شته. "