BBC
 شاته

هند کې د "مینانو ضد ډلګیو" عملیات پیل کړل

د انځور حقوق Roshan Jaiswal
Image caption دې عملیاتو په هلکانو کې وېره خوره کړې ده.

د هند په اتر پردېش ایالت کې د واکمن ګوند د یوه غړي په مشرۍ د "مینانو" یا نجونو ځوروونکو هلکانو د نیولو عملیات پیل شول.

واکمن ګوند یا بي جي پي په ټاکنو کې ژمنه کړې وه، چې د نجونو ځوروونکو هلکانو د نیولو لپاره به د "مینانو ضد ډلګۍ" جوړوي.

* هندی یوټیوب کارن د ښځو له ښکلولو پښېمان شو

* هندۍ لوبغاړې وايي، نجونې یې له ځورول کېدو ژغورلې

اوس د پولیسو په دنده کې نوی کار رومیو یا د مینانو نیولو کار هم زیات شوی.

چارواکو د دې ایالت په هرتاني ولسوالۍ کې د مینانو ضد ډلګۍ جوړولو امر کړی دی.

د آریه نجونو کالج بهر د نجونونو ځوروونکو هلکانو د نیولو هڅې پیل شوې، خو تراوسه کوم مین نه دی نیول شوی، مګر په ځوانانو کې وېره خپره شوې ده.

د انځور حقوق Roshan Jaiswal
Image caption دا عملیات له پارکونو، عامه ځایونو او د نجونو له ښوونځیو او کالجونو سره نږدې کېږي.

د چیت ګنج یوه اوسېدونکي بي بي سي ته ویلي، پارکونو، بیروباي سیمو او د نجونو د ښوونځیو او کالجونو بهر دا عملیات کېږي.

هغه دا هم ویلي چې تراوسه حکومت په دې تړاو کومه لارښوونه نه ده وړاندې کړې او یواځې د تاڼې په کچه د "مینانو ضد ډله" جوړه شوې ده.

د آریه کالج زدکوونکي ایشوریه وايي، دا هڅې پیل شوې، خو باید پلې هم شي.

* هند جنسي تېري کوونکي محاکمه کوي

* م.م: په هرو لسو نجونو کې یوه ځورول شوې

یوې بلې زدکوونکې نینسي ورما ویلي، چې پخواني حکومت هم د مېرمنو د مرستې لپاره یوه موبایل شمېره پیل کړې وه، خو د عامه پوهاوي د کمي او د مور او پلار له خوا لوڼو ته د موبایل نه کارولو له امله هغه پلان بې ګټې و.

یوې بلې زدکوونکې پریرنا شرایواستو هم د دې ګام هر کلی کړی، خو وايي، سم پلي کول یې پکار دي.

د هغې په خبره، په دې برخه کې عامه پوهاوی ډېر مهم دی.

د انځور حقوق Roshan Jaiswal
Image caption نجونې د دې عملیاتو له پیل خوشالې دي، خو وايي، تر پایه باید سم لاړ شي.