BBC
 شاته

امریکايي سناتوران پر ایران بندیزونه سختول غواړي

د انځور حقوق AP
Image caption د جمهوریپالو په واک کې کانګرېس

د امریکا د مشرانو جرګې یوه ډله غړو د داسې مسودې طرحه تیاره کړې چې له مخې یې د ایران د توغندویي پروګرام، د انساني حقونو د سرغړونې او ترهګرۍ د ملاتړ په تور د دغه هېواد په تېره سپاه پاسدران پرضد بندیزونه سختوي.

دا طرحه ۱۴ ډیموکراټو او جمهوريپالو سناتورانو تیاره کړې او د هغو کسانو پرضد بندیزونه لګول غواړي چې د ایران د بالستیک توغندیو پروګرام کې لاس لري.

دوی له ولسمشر هم غواړي چې په ۹۰ ورځو کې د ایران پر سپاه پاسدران، ځینې چارواکو، استازو او له دغه هېواد سره پر تړاو لرونکو هغو شخصیتونو بندیزونه ولګوي، چې په بهر کې پر ترهګریزو چارو تورن دي.

د امریکا مالیې وزارت پر ۲۰۰۷ کال د ایران د سپاه پاسدران پر قدس څانګه د ترهګریزو فعالیتونو په تور بندیز ولګاوه.

خو امریکایي سناتورانو په خپله مسوده کې لیکلي: "نه یواځې قدس څانګه بلکې د ایران سپاه پاسدران هم د بې ټیکاوۍ یا بې ثباتۍ، د نړیوالې ترهګرۍ د ملاتړ او د دغه هېواد د توغندويي پروګرام د اجرا کولو مسوولیت لري".

* ډونلډ ټرمپ: هند د امریکا ریښتونی ملګری دی

* ټرمپ: ایران 'ډېر بې ادبه' شوی او امریکا ته درناوی نه کوي

* ټرمپ: د ایران په تړاو هېڅ تګلاره له پامه نه ده غورځول شوې

د دې مسودې په طرحه کې د امریکا له بهرنیو چارو وزارت هم غوښتل شوي، چې په ۹۰ ورځو کې د هغو کسانو نوملړ کانګرېس ته وسپاري، چې په ایران کې د انساني حقونو په خلاف ورزۍ تورن دي او یا شکنجه او له قانون پرته وژنې کوي.

دوی د امریکا له حکومت غواړي چې د ایراني چارواکو بې قانونه چارې بربنډې کړي او په ۹۰ ورځو کې د کانګرېس جرګه ګیو ته د هغو امریکایي وګړو رپوټ ور کړي چې په ایران کې بندیان دي.

امریکایي سناتوران دا ګام په داسې مهال پورته کوي چې د امریکاـ اسراییل د عامه اړیکو جرګه ګۍ کلنۍ غونډه راتلونکې یکشنبه پیلېږي.

دا جرګه ګۍ په امریکا کې د اسراییل د لابۍ تر ټولو ستره ډله ده.

له ایران سره د اټومي تړون د زیانمنېدو وېره

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په مسوده کې له ډونلډ ټرمپ غوښتل شوي چې تر ۹۰ ورځو ګام پورته کړي.

د امریکا په مشرانو جرګه کې د بهرنیو اړیکو د جرګه ګۍ جمهوریپال مشر سناتور باب کورکر د دې طرحې ملاتړ کوي.

نوموړی له ایران سره د اټومي تړون خوندیتوب غواړي او دا خبرداری یې هم ور کړی چې د ډونلډ ټرمپ له خوا ممکنه له منځه وړل به یې کړکېچ جوړ کړي.

د دې تړون له مخې امریکا او نورو سترو ځواکونو پر ایران اټومي بندیزونه لرې کړل، خو "نا اټومي" بندیزونه لا هم پر ځای پاتې دي.

باب کورکر د پنجشنبې په ورځ په یوه بیانیه کې وویل، "دا هڅې موږ ته دا اجازه را کوي چې د ایران په هکله د ګام پورته کولو کې لومړي اوسو او دا زموږ او زموږ د ملګرو د امنیت په هکله پر ګواښ سخت فشار اچوي".

نوموړي په وروستیو څرګندون کې اټومي تړون ته اشاره نه ده کړې، خو سناتور باب ممنندز ویلي چې دا نوې مسوده له ایران سره اټومي تړون نه زیاتمنوي.

"موږ ډېره هڅه وکړه چې ډاډه شو، د دې طرحې یوه ماده هم اټومي تړون نه اغېزمنوي".

خو د امریکا د ایرانیانو ملي شورا- چې په واشنګټن کې فعاله او د اټومي تړون پلوي ده- وايي، دا طرحه له ایران سره اټومي تړون له منځه وړلی او امریکا او ایران له پوځي ټکر سره مخامخولی شي.