شاته

د داعش ډلې د پروپاګند بې اثره کول

د داعش ضد د نړیوال ایتلاف په غونډه کې د اسلامي دولت د ډلې په وړاندې د مبارزې په بیلابیلو اړخونو بحث شوی دی چې په کې ددې ډلې د تبلیغاتو د مخنیوي نه نیولې تر مالي زیرمو او د بهرنیو جنگیالیو د مخنیوي هڅې شاملې دي.

دغه نړیوال ائتلاف د ۲۰۱۴م کال راهیسي د هغه ګواښ د کموالي لپاره سخت زیار ایستلی دی چې نړیوال امنیت او زمونږ هیوادونو ته یې پیښ کړی دی.

ددې ائتلاف د غړیو ګډ هدف د اسلامي دولت ډلې ته د یوې ځواکمنې لارې ماتې ورکول دي چې په هغې کې د پوځي عملیاتو لپاره له ځايي شریکانو سره ګډ کار کول، له اسلامي دولت نه په نیول شویو سیمو کې ثبات رامنځته کول، د معلوماتو شریکول، د قانون تطبیق، همکارۍ، د اسلامي دولت د ډلې د مالي سرچینو د غوڅولو او د تاوتریخوالي نه د ډک تشدد لپاره د کسانو د ګمارلو د مخنیوي د اقداماتو او د اسلامي دولت د ډلې د تبلیغاتو د شنډولو له لارې ددې ډلې پرخلاف د نړیوالې همکارۍ زیاتول شامل دي.

د ۶۸ غړيو دغه ائتلاف د تاریخ د تر ټولو سترو ائتلافونو له جملې نه دی. ددې ډلې هر یو غړی په ملکي او پوځي هڅو کې بې سارې ونډه اخلي.

داعش ته د ماتې ورکولو نړیوال پوځي کمپاین

د درویشتو شریکانو دغه ائتلاف په عراق او سوریه کې نهه رزه سرتیري لري چې د اسلامي دولت ډلې ته ماتې ورکړي.

د ائتلاف د عملیاتو په نتیجه کې ۶۲٪ په عراق او دیرش سلنه په سوریه کې هغه خاوره آزاده شوې چې دې ډلې یو وخت تر خپل کنټرول لاندې درلوده.

د ائتلاف هوايي ځواکونو له نولس زرو نه زیات بریدونه کړي چې په نتیجه کې ددې ډلې له یو سل اتیا نه زیات د لوړې او منځنۍ کچې مشران وژل شوي دي.

د ائتلاف منسوبینو د عراق د امنیتي ځواکونو نږدې نوي زره غړي روزلي او له خپلو عراقي او سوري شریکانو سره یې د شاوخوا اته زرو ټنو د پوځي تجهیزاتو مرستې کړې دي.

د داعش د پروپاګند مخنیوی

د افراطي پروپاګند پرضد د مقاومت رامنځته کول او له انترنت څخه د ترهګرو د استفادې ممانعت د داعش په ضد د نړیوال ایتلاف د کوششونو لپاره حیاتي اهمیت لري.

په آنلاین بڼې اوس د پخوا په پرتله تر ډیره حده د داعش ډلې د محتویاتو مخنیوي او د دغې ډلې په پلوۍ انترنت ته پورته شوي محتویات مخ په کمیدو دي.

خو دغه ترهګره ډله د ایتلاف د منظمو او پیچلو اقداماتو په وړاندې په بیا بیا مقاومت کوي.

د داعش ډلې ضد ایتلاف کې شامل هیوادونه په سیمه ایزه او نړیواله کچه د دغې ډلې د ارتباطاتو په له منځه وړلو او مخنیوي کار کوي.

د داعش ضد نړیوال ایتلاف کاري ډله چې د عربي متحده اماراتو، برتانیې او امریکا له خوا یې مشري کیږي په منظمه توګه د دیرش غړو هیوادونو او د مطبوعاتو او د تکنالوژۍ د شرکتونو د استازو ترمنځ غونډې جوړوي چې خپل معلومات سره شریک کړي او په آنلاین بڼې له تاوتریخوالي ډک افراطیت په وړاندې د مبارزې په ستراتیژیو بحث وکړي او مثبت بدیل یې په وړاندې رامنځته کړي.

همدارنګه هغه ویډیوګانې چې د ایتلاف د غړو هیوادونو له خوا د داعش د تبلیغاتو پرضد جوړې شویدي په تونس، مراکش او سعودي عربستان کې له څوارلس میلیون ځلو څخه زیاتې کتل شویدي. د داعش د پروپاګند ضد هڅې دغه راز د اردن، لیبیا او فرانسې په ګډون نورو هیوادونو ته هم غزول شوي.

ټویټر هم د ۲۰۱۵ کال له نیمایي څخه تر دې دمه د داعش په ډلې پورې اړوند شپږ سوه او پنځه دیرش زره حسابونه تړلي دي.

د داعش د مالي زیرمو مخنیوی

د داعش ضد ایتلاف د مالي او اطلاعاتي چارو د استخباراتي همکاريو په برکت زموږ نظامي هلې ځلې په دې وتوانیدې چې د داعش د شپږ ویشت سوه نه زیات قوي اهداف یا ختم یا بې توانه شي. د ایتلاف هوايي بریدونو د داعش زیات شمیر د پیسو ساتلو زیرمې تباه کړي چې په لسهاو میلیونه ډالر پکې له منځه تللي.

همداراز د ایتلاف او د عراق د دولت د شریکې همکارۍ په وجه داعش نشي کولی چې خپل مالي نظام په سمه توگه وچلوي. عراقي حکومت د داعش نژدې نوي بانکي څانگې خنثی کړي دي.

همدا راز د نورو ملکونو نه سورېې او عراق ته د خارجي جگړه مارانو تگ هم ډیر راکم شوی او دا ټول د ملگرو ملتونو د ٢٠١۴ د پریکړې د عملي کیدو او تعقیب نتیجه ده.

د بهرنیو ترهگرو جنگیالیو په وړادنې اقدامات

د شپیتو نه زیاتو هیوادونو اوس داسې قانوني لارې چارې او تدابیر غوره او وضع کړي چې ورسره د تررستي جنگیالیو فعالیتونه د عدلي تعقیب لاندی نیسي او د ثبوت په صؤرت کې ورته جزا ټاکل کیږي. همدارنگه عراق او سوریی ته د تررستانو سفر هم د پخوا په شان آسان ندی او ددې قوانینو له لارې ورته خنډونه رامنځته شوي دي.

لږ تر لږه پنځه شپیته هیوادونه هغه کسان هم نیولی او سزا یی ورکړی چې د تررستانو ته یی مرستې رسولې.

لږ تر لږه د نړۍ شپیته هیوادونه او ملگري ملتونه، اوس د تررستانو په باره کې معلومات، د انترپول نړیوالې ادارې ته سپاري.

لږ تر لږه شپږ ویشته هیوادونه د مالی چارو هغه اطلاعات یو له بله سره شریکوي چې د تررستانو د تعقیب او محاکمی دپاره لاره پرانیزي.

لږ تر لږه یو دیرش هیوادونه اوس د مسافرینو د پلټنې دپاره ځانگړې پرمختللې لارې چارې او خاص تدابیر کاروي.