په ګانا کې د ځړوب پر سر ونې غورځېدلو ۲۰ کسان ووژل
د افریقا د گانا په کنټامپو کې د مشهور ځړوب د یوې ونې غورځېدلو له امله لږ تر لږه ۲۰ کسان وژل شوي او ډېر نور ژوبل شوي دي.
د ګانا د بېړنیو چارو څانګه وايي، کله چې په توپان کې دا ونه غورځېدله، دا خلک په دغه ځړوب کې لمبېدل.
ځايي چارواکي وايي، د نورو خلکو د ژغورلو لپاره یې امنیتي ځواکونه او مرستندویان لېږلي دي.
"په وژل شویو کې تر ډېره د ښوونځي زدکوونکي دي، ځینې سیلانیان هم دي. د ونې څانګې پرې کو چې پکې ایسار خلک وژغورو".
د ګانا رسنیو ته یوه سړي د سترګو لیدلی حال ویلي او په خبره یې، کله چې باران پیل شو، پر لوړه ولاړه دنګه ونه وغورځېده.
* ګانا کې د اقتصادي پرمختګ هیلې
* په ګانا کې ژوندۍ ډرامې په ډېرېدو دي
ژغورونکو اې اېف پي خبري اژانس ته ویلي، د پېښې په ځای کې اتلس زدکوونکي وژل شوي او دوو نورو په روغتون کې سا ور کړې ده.
د ځینې معلوماتو له مخې په دې پېښه کې شل کسان ټپي شوي او د درملنې لپاره کانټامپو روغتون ته لېږدول شوي دي.
د ګانا د سیلګرۍ وزیر په یوه بیان کې پر دغه پېښه خواشیني او له غمجنو کورنیو سره خواخوږي ښودلې ده.