BBC
 شاته

افغان کريکټ ملي لوبډله هېواد ته راستنه شوه

Image copyright Afghanistan Cricket Board
Image caption ټاکل شوې چې د افغانستان کریکټ ملي لوبډله به په راتلونکي کال کې له ویسټ انډیز او ایرلنډ ملي لوبډلو سره لوبې وکړي.

د افغانستان د کریکت بورډ ویاند فرید هوتک بي بي سي ته وویل چې نن سهار ملي لوبډله د اروپا له سفر نه هېواد ته ستنه شوه.

ښاغلي هوتک زیاته کړه، په دې سفر کې د افغانستان ملي ټیم د اسکاټلنډ، ایرلنډ او هالنډ ملي لوبډولو سره لوبې ترسره کړې چې ښې لاسته راوړنې لري:

''د افغانستان کریکټ ملي لوبډله د اروپا له اوږده سفره ډک لاس هېواد ته راستنه شوه له سکاټلنډ سره یې دوه – یوه ورځنۍ لوبې وکړې چې یوه لوبه یې د ورښت له کبله ونه شوه او بله افغانستان وګټله.''

د ښاغلي هوتک په وینا، د افغانستان ملي ټیم له دې لوبو وروسته د کریکټ نړیوالې شورا ډلبندي کې پرمختګ کړی او توانېدلې چې د انټرکانټیننټال څلور ورځنیو لوبو جدول په سر کې ځای پیدا کړي او د یو ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې هم پرمختګ وکړي.

د کریکټ بورډ ویاند دا هم وویل چې د افغانستان کریکټ بورډ په پام کې لري د زمري ۱۹ نېټه کابل کې د شپږیزې په نامه د سیاليو ټورمنټ پیل کړي.

ټاکل شوې چې د افغانستان کریکټ ملي لوبډله به په راتلونکي کال کې له ویسټ انډیز او ایرلنډ ملي لوبډلو سره لوبې وکړي.