BBC
 شاته

د ایران 'رجایي شهر' زندان کې د سُنیانو ډله ییز اعدام

Image copyright TASNIM
Image caption د ایران د بشري حقونو د سازمان د راپور له مخې، عیني شاهدانو ویلي ''تر ۱۰ ډېر کسان اعدام شول، خو دا چې هر یو اعدام شوی په بېله سیمه کې خښ کړل شو، دقیق شمېر یې دوی ته نه په ډاګه کېږي''.

له ایران نه رپوټونه وايي، د زمري/اسد پر ۱۲مه، ګهیځ د کرج رجايي شهر زندان کې د شهرام احمدي په ګډون لږترلږه ۱۰ سُني مذهبه بندیان اعدام شوي دي.

په ایران کې د بشري حقونو د سازمان ویاند محمود امیري مقدم ویلي: ''نن ګهیځ د اطلاعاتو وزارت د سني بندیانو کورنیو ته خبر ورکړ چې د خپلو اعدام شویو غړو مړو ترلاسه کولو لپاره د کهریزک طبي مرکز ته ورشي''.

ښاغلي امیري مقدم د اعدام شویو سنیانو د تورونو په تړاو ویلي: ''دا ټول کسان له سلفي ډلو سره د همکارۍ په دلیل مجرم ګڼل شوي وو، خو ډېری تورنو پرې لګول شوي تورونه رد کړي وو''.

محمد امیري مقدم دا هم ویلي، د ډېری دغو بندیانو اعدامېدل - چې په زور اعتراف ترې اخیستل شوی او په ناعادلانه محکمو کې محاکمه شوي، یو جنایت ګڼل کېږي او د ایران مذهبي مشر علي خامنه اي او د نظام نور چارواکي باید دغه جنایت ته ځواب ووايي.

د ایران د بشري حقونو د سازمان د راپور له مخې، عیني شاهدانو ویلي ''تر ۱۰ ډېر کسان اعدام شول، خو دا چې هر یو اعدام شوی په بېله سیمه کې خښ کړل شو، دقیق شمېر یې دوی ته نه په ډاګه کېږي''.

ددغه بنسټ د راپور له مخې ''د رجايي شهر زندان مخ پټو ساتونکو تېره شپه د ۳۶ سني مذهبه بندیانو لاسونه، پښې او سترګې په ۱۰ سالون کې وتړلې او په ټینګو امنیتي تدابیرو کې یې یوه نامالوم ځای ته ولېږدول''.

پر خواله رسنیو هم ګڼو ایراني سني مذهبو ډلو د اعدام شویو نومونه او انځورونه خپاره کړي دي.

د بښنې نړیوال سازمان پخپل یوه تازه راپور کې ویلي، له تېرو ۲۵ کلونو راهیسې تېر کال په نړۍ کې ډېر کسان اعدام شوي. په ۲۰۱۵ کلې ۱۶۳۴ کسان اعدام شوي. له چین پرته کابو ۹۰ سلنه اعدامونه ایران، عربستان او پاکستان کې شوي.

ایران تېر کال ۹۷۷ کسان اعدام کړي، چې ډېری یې له نشه يي توکو د اړوندو جرمونو په تور بندیان وو، خو وړم کال ایران ۷۴۳ کسان اعدام کړي وو.

د بښنې نړیوال سازمان پخپل یوه راپور کې ویلي وو، په اعدام شویو کې لږترلږه څلور داسې کسان وو چې عمرونه یې د جرم او تورنېدو پرمهال تر ۱۸ کلونو ټيټ وو، چې دا کار له نړیوال قانون ښکاره سرغړاوی دی.

Image copyright AP
Image caption ایران تېر کال ۹۷۷ کسان اعدام کړي، چې ډېری یې له نشه يي توکو د اړوندو جرمونو په تور بندیان وو، خو وړم کال ایران ۷۴۳ کسان اعدام کړي وو.