BBC
 شاته

له ایټالیا سره د اردوغان لفظي شخړه

نړیوالو ورځپاڼو ته کتنه: پاینده څرګند
Image copyright AP

هندوستان ټایمز

هندوستان ټایمز ورځپاڼې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان او د ایټالیا د دولت ترمنځ د لفظي شخړې خبر ورکړی.

د ترکیې ولسمشر یوه ایټالیوي ټلویزیون چینل، رای نیوز ۲۴ سره په مرکه کې د ایټالیا یوه قاضي ته چې د ښاغلي اردوغان پر ځوی د ناقانونه پیسو د سپینولو د تور پر قضیې کار کوي ویلي چې «د ایټالیا قاضي دې ولاړ شي او د مافیا غمه دې وخوري».

د ایټالیا لومړي وزیر ماتیو رینزي بیا په ځواب کې په یوه ټویټ کې لیکلي «په دغه هېواد کې قاضیان قانون تعقیبوي، نه د ترکیې ولسمشر».

د هندوستان ټایمز په لیکنه د اردوغان ځوی ایټالیا کې د خپلې دوکتورا د سرته رسولو لپاره زدکړې کوي. خو ښاغلي اردوغان خپله مرکه کې شکایت کړی چې ګواکې د ناسمو ادعاو له کبله د دوی ځوی بلال، ایټالیا ته خپلو درسونو د بشپړولو لپاره نشي ستنېدی.

یوه تبعید شوي ترکي سوداګر د ښاغلي اردوغان پر ځوی تور لګولی چې له پیسو ډکو بکسونو سره ایټالیا ته تللی.

ګارډین

Image copyright AFP

د بریتانیا ګارډین ورځپاڼې د دغه هېواد پولو ته څېرمه د ماشومو کډوالو پر له ناخوالو ډک ژوند لیکنه کړې او د بریتانیا دولت یې په دې ګرم بللی چې د ماشومو کډوالو په خوندي کولو کې پاتې راغلی.

ورځپاڼه لیکي له بریتانیا سر پر پوله پروت د فرانسې کالې ښارګوټي کې، د ځنګل په نامه سیمه کې چې کډوال بریتانیا ته د را اوښتو په تمه شپې ورځې پکې تېروي، افغان ماشومان له ډېرو لومړنیو اړتیاوو بې برخې دي او شپې د موږکانو له ډاره خوب نشي کولی.

ګارډین لیکي له نن څخه درې میاشتې وړاندې د بریتانیا دولت وعده وکړه چې یوازې او زیان منونکو ماشومانو ته به سرپناه ورکړي. خو د ورځپاڼې په لیکنه بریتانیا ډېر لږ شمېر ماشومانو ته پناه ورکړې. ګارډین د یو شمېر افغان ماشومو کډوالو عکسونه چاپ کړي چې د کالې کمپ کې، پرېشان او د نامالومې راتلونکې په چورت کې د خیمو سیوري ته ناست دي.

مسکو ټایمز

مسکو ټایمز ورځپاڼه خبر ورکوي چې د روسیې او امریکا ترمنځ د سیاسي اړیکو له ترینګلي کېدو وروسته، یو شمېر امریکايانو ته د روسیې ویزه په سرخوږي بدله شوې. د ۲۰۱۶ کال په نیمايي کې د ۲۵ امریکایانو د استوګنې اسناد ملغی شوي. په بېرته ستانه کړل شویو کسانو کې ډېری یې ادعا کوي چې دوی ته دا موقع نه ده ورکړل شوې چې د تورونو پر وړاندې له ځانه دفاع وکړي.

یوه امریکایي چې ویات جېرارد فورډ نومېږي، وروسته له هغه د بشري حقونو اروپايۍ محکمې کې د روسیې شکایت وکړ چې له روسیې ووېستل شو.

خو د ورځپاڼې په لیکنه روسي چارواکو ویلي ښاغلي فورډ د کورنیو چارو وزارت له قوانینو سر غړونه کړې وه. په بلې پتې راجستر ؤ خو له خپلې مېرمنې سره یې ژوند کوه او پرته له دې چې د کورنیو چارو وزارت خبر کړي د انګرېزۍ ژبې درس یې ورکوه.

مسکو ټایمز لیکي سره له دې چې د امریکا او روسیې ترمنځ اړیکې ښې نه دي، خو ډېر امریکایان لیوال دي چې روسیې ته سفر وکړي.

نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د هغو دوو نه ستړي کېدونکو جاپانیانو پر هڅو مطلب لیکلي چې د جاپان له څونامي دوه نیم کاله وروسته هم، دواړه په اوبو کې غوټې وهي او د خپلو عزیزانو د موندلو هڅه کوي.

یاسو تاکاماتسو لومړی د سمندرغاړې پخپلې مېرمنې پسې چې د جاپان په څونامي کې ورکه شوې ولټولې، بیا یې د غرونو ډډو ته مخه کړه او اوس سمندر پسې لټوي.

ورځپاڼه دوام ورکوي، ده لومړی اوبو ته د ټوپ وهلو لوستونه واخیستل. په همدې مودې کې له یوه بل کس سره آشنا شو چې خپله لور یې په څونامي کې له لاسه ورکړې وه. نو له هغه وروسته دواړه غوټې وهي چې که وکړی شي د خپل زړه سکون وموندي.