د ملي یووالي حکومت مشرانو د ټاکنو کمیسیون دارالانشاء ریاست کاندیدانو سره مرکې وکړې
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا مشرۍ ته د کاندیدانو د مرکو بهیر نن په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ترسره شو.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته د نویو کمیشنرانو معرفي کول او د خالي څوکیو ډکول یې د ملي یووالي حکومت له پيله یوه جنجالي موضوع وه.
وړاندې د ټاکنو خپلواک کمیسیون وړاندې دغې څوکۍ ته درې نوماندان ولسمشرۍ ماڼۍ ته ورپېژندلي و، خو د ارګ لخوا رد شول او له کمیسیون نه یې وغوښتل چې د کاندیدانو شمېر ډېر کړي.
د افغانستان د ټاکنو قانون له مخې، د ټاکنو خپلواک کمیسیون رییس د دغه کمیسیون د غړو په توافق وړاندیز کېږي او د ولسمشر تر تایید وروسته ټاکل کېږي.
د ۲۰۱۴ کال تر جنجالي ولسمشریزو ټاکنو وروسته د حکومت دواړو مشرانو اجراییه رییس عبدالله عبدالله او ولسمشر محمد اشرف غني په سیاسي هوکړه لیک کې د افغانستان په ټاکنیزو نظام کې د اصلاحاتو ژمنه وکړه.
+ ولسمشر غني د ټاکنیزو کمېسونونو کمېشنران اعلان کړل
+ د ټاکنو په نوي قانون کې ټاکنیزه درغلي جرم ګڼل شوی
شاوخوا درې میاشتې وړاندې د ټاکنیزو کمیسیونونو نویو کمیشنرانو په کار پیل وکړ. که څه د دارالانشاء څوکۍ لپاره یوه میاشت کاندیدان پېژندل شوي و، خو دا څوکۍ لا هم تشه ده.
د ولسمشرۍ ماڼۍ مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي بي بي سي ته وویل، د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا مشرۍ ته د کاندیدانو د مرکو بهیر نن په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د ملي یووالي حکومت د مشرانو په حضور کې ترسره شو.
مرتضوي وویل؛ لومړنی غوراوی د ټاکنو کمیسیون له خوا شوی او د غوره شویو کاندیدانو لست ولسمشرۍ ماڼۍ ته ورلېږل شوی دی.
د دارلانشاء څوکۍ له کاندیدانو سره داسې مهال مرکې کېږي چې دوه ورځې وړاندې د ټاکنو خپلواک کمیسیون مشر نجیب الله احمدزي د یوه مناسب کاندید په غوره کولو کې د ځنډ له امله پر حکومت نیوکه کړې وه.
ولسمشر ماڼۍ وایي؛ له کاندیدانو سره تر مرکې وروسته به ډېر ژر د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارلانشاء نوی رییس وپېژندل شي.
ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، داسې کس به دغه پوسټ ته ونوموي چې عملي تګلارې او د ښه مدیریت وړتیا ولري.
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې خواجه محمد عصامي، عبدالرحیم داوود رحیمي، پوپل حبیبي، عبدالعزیز صمیم، احمدالله ارچیوال، امام محمد وریماچ، احمد شاه زمانزی او سیدجمال الدین صاحبزاده هغه کاندیدان و چې په مرکه کې یې برخه واخیسته.
د دارلانشاء ریاست د افغانستان د ۲۰۱۴ کال ولسمشریزو ټاکنو د جنجالونو یوه برخه وه.
د دارلانشاء پخواني رییس ضیاو الحق امرخېل د ولسمشریزو ټاکنو د یوه کاندید عبدالله عبدالله لخوا په ۲۰۱۴ کال کې د پراخو درغلیو په تنظیمولو تورن شو.
ښاغلي امرخېل دا تورونه رد کړل او له خپلې دندې یې استعفا وکړه.