BBC
 شاته

د مالیزیایۍ الوتکې ورکېدو په اړه نوې فرضیه

د هوایي پېښو یو متخصص وایي، دده په باور د مالیزیا هوایي شرکت الوتکه چې په ۲۰۱۴ کال کې نسکوره شوه، په قصدي ډول د سمندر پر لور وړل شوې ده.

لېري وانس یوه استرالیایي خبري شبکې ته ویلي، ددې الوتکې د موندل شوي وزر په څنډو کې تخریب ښيي چې دې الوتکې (پر اوبو) کنټرول شوې ناسته کړې ده.

ښاغلي وانس وویل، "د دغې الوتنې په وروستیو پړاوونو کې یوه کس د هغې کنټرول درلود" او ټینګار یې وکړ چې "یوه کس دا الوتکه د اوبو منځ ته وړې ده". په دې اړه بل هېڅ فرضه نشته."

د ښاغلي وانس څرګندونې د ورکې شوې ایم ایچ – ۳۷۰ الوتنې په اړه تر ټولو وروستۍ تیوري ده.

د هوایي پېښو دغه متخصص ویلي، دا ټکی چې ظاهرا ددغې الوتکې د وزر یوې برخې (یوه برخه چې موندل شوې) د کېناستو لپاره عمل کړی، ښيي چې له سمندر سره د الوتکې د ټکر پرمهال د هغې کنټرول درلود.

"د وزر د میکانیزم دغه برخه پرته له دې چې څوک یې خلاصېدل وغواړي، نه خلاصېږي؛ په دې معنا چې یو کس باید د هغې د خلاصېدو فرمان ورکړی وي."

د ښاغلي وانس د خبرو له مخې، د الوتکې د وزر د یوې برخې خپاره شوي انځورونه ښيي چې اوبو قوي فشار سره د هغې څنډې توږل شوي؛ او دا پېښه یواځې هغه مهال رامنځته کېږي چې الوتکه یې پر اوبو کېنولې وي.

د هغه په وینا "د اوبو فشار یواځنی عامل دی چې کولی شي د وزر دا برخه په دې ډول وتوږي او لکه څنګه چې لیدل کېږي پرمخ یې لیکې جوړې کړي، د وزر دا برخه ماته شوې نه ده او ترې بېله شوې نه ده. که بېل شوې یا ماته شوې وای، دا بېلوالی به په بشپړ ډول و."

د مالیزیا هوایي کرښې بويينګ ۷۷۷ د ۲۰۱۴ کال په مارچ میاشت کې له ۲۳۹ سپرلیو سره ورکه شوه. دا الوتکه له کولالامپور نه پینکنګ ته روانه وه.

تراوسه ددې الوتکې پر لټون ۱۳۵ میلیون ډالره لګېدلي، چې د هوایي پېښو په تاریخ کې پر دا ډول پېښو ترټولو ډېر لګښت دی.

د موندنې عملیات د استرالیا په مشرۍ د اوبتلونو او د اوبو لاندې رادارانو په مرسته د هند سمندر په سوېل کې په ۱۲۰ زره کیلومتر مربع ساحه کې روان دي. تراوسه ددې سیمې ۱۰ زره کیلومتر مربع ساحه نه ده لټول شوې.

تراوسه بویینګ ۷۷۷ الوتکې اړوند څو ټوټې له سیمې زرګونه کیلومتره لرې جزیرو په سواحلو کې موندل شوي. د مالیزیا دغه بویینګ ۷۷۷ الوتکه په نړۍ کې یواځنی ورک شوې الوتکه ده.

چینایي، مالیزیایي او استرالیایي چارواکو هوکړه کړې چې که د هند سمندر په سوېل کې د لټون په ترڅ کې ددې الوتکې له موندلو سره مرسته کوونکي نوي معلومات ترلاسه نه کړي، نو روان عملیات به ودرول شي. خو دوی ویلي چې دا د لټون عملیاتو د پایته رسېدو په معنا نه ده.

په ورته وخت کې د استرالیا د هوایي چلند یوه چارواکي او د لټون د ډلې مسوول پیټر فولي په همدې اړه د استرالیا ټلویزیون ته ویلي، د وزر دې برخې ته د زیان څرنګوالی دا تیوري ښيي چې الوتکه په کنټرول شوي ډول ناسته کړې.

له ښاغلي فولي وپوښتل شول که پیلوټ خپلسره عمل کړی وي، ایا دا احتمال شته چې الوتکې دې د لټون له اوسنۍ سیمې بهر بلې سیمې ته وړل شوې وي؟

ښاغلي فولي په ځواب کې وویل: "هو، که الوتکې ته مو لارښوونه کړې وي، یا مو هغه کېنولې وي، نو په بالقوه ډول د الوتنې دایره لویېږي. "

هغه زیاته کړه، "دا احتمال شته. یوه کس په وروستیو پړاوونو کې الوتکه کنټرولوله؛ موږ هڅه کوو ددې تیورۍ د ثابتولو لپاره شواهد ومومو