BBC
 شاته

د زمبابوې په سياليو کې د افغان لوبغاړو لوبه څرنگه وه؟

افغانستان له زمبابوې د پنځو يو ورځنيو لوبو لړۍ درې دوه وگټله. په دې سياليو کې افغان لوبډلې ټول ټال ١٥ لوبغاړي ولوبول. خو افغان لوبغاړي څرنگه ولوبېدل. ايمل پسرلى يې ارزوي.

محمد شهزاد

د انځور حقوق Getty Images

د شپږيزو او څلوريزو دا شهزاده لوبغاړى په دې لړۍ کې هغومره په منډو کې و نه ځلېد چې هيله يې کېده. ده په پنځو لوبو کې يوازې يوه شپږيزه او ١٣ څلوريزې ووهلې. په پنځو لوبو کې يې يوازې يوه پنځوسيزه لرله او ټول ټال يې د څه باندې ٢٤ منډو په اوسط يوازې ١٢١ منډې وکولاى شوې. خو په ويکټ ساتنه کې يې لږ تر لږه داسې لويه تېروتنه نه وه چې د لوبو پر پايلو اغېز ولري. په همدې دليل له ١٠ پنځه پواينټه ورته غوره بولو. ٥\١٠

نور علي ځدراڼ

د انځور حقوق Getty Images

نور علي ځدراڼ يوازې څلور لوبې وکړې. دى عمومآ ورو لوبه کوي خو په دې سياليو کې يې د شهزاد غوندې يوه شپږيزې او ١٣ څلوريزې ووهلې او په ځانگړې توگه وروستۍ لوبه کې تېز ولوبېد. ده ټول ټل ٩٩ منډې وکړې. په لومړۍ لوبه کې يې څو ٣٠ او په وروستۍ يې ٤٦ منډې لرلې. يو ځل په صفر هم وسوځېد. له ښه پيل وروسته نور علي ځدراڼ يو ځل هم ونه توانېد چې پنځوسيزه يا ان سليزه وکړي. دى هغه لوبغاړى دى چې د افغانستان په لومړنۍ فرسټ کلاس لوبه کې يې له زمبابوې الف سره په يوه لوبه کې دوه سليزې کړې وې او د کرېکټ لوبو د فرسټ کلاس سياليو په تاريخ کې يوازې څلورم کس و چې په خپله لومړنۍ لوبه کې دغه وياړ مومي. له ده هيله دا وه چې له ښه پيله به گټه اخلي خو داسې و نه شول. البته په ډگر ساتنه او کيچ نيولو کې وځلېد. ٥\١٠

رحمت شاه زرمتى

د انځور حقوق Getty Images

د ٢٠١٦ کال په جولاى کې چې رحمت شاه له سکاټلنډ سره په يوه باراني ورځ په اډېنبرا کې ناسوځېدلې سليزه وکړه د نړيوالو سترگې ورواوښتې. له هغه راهيسته په هر ډگر کې ځلېدلى دى. له بنگله دېش سره يې په بنگله دېش کې پنځوسيزه وکړه او دا دى اوس يې په زمبابوې کې هم د دوى پر خاوره تر بل هر لوبغاړي ډيرې منډې وکړې. د افغانستان او زمبابوې دواړو په لوبډله کې بل هيچا د رحمت شاه زرمتي هومره ، ١٤٥، منډې ونه کړاى شوې. ده دوه پنځوسيزې لرلې، اوسط يې ٢٩ و او د پام وړ خبره يې دا وه چې دا ټولې منډې يې يوازې د اوو څلوريزو په مټ کړې وې. دا په دې مانا چې ده په پټو سترگو لوبه نه کوله، حالاتو ته په پام او د يوې او دوو منډو په ترلاسه کولو يې کار کاوه. داسې هم نه و چې د منډو جوړولو سرعت يې ټيټ و. ده په هرو ١٠٠ توپونو تر ٦٢ ډيرې منډې وکړې. رحمت شاه ښه گوگلي بالر هم دى. ده په يو ورځنيو لوبو کې يو ځل پنځه لوبغاړي هم سوځولي و. خو په حيرانوونکې توگه په دې لړۍ کې لوبډلمشر يو ځل هم توپ اچولو ته ور ونه غوښت. ٨\١٠

اصغر ستانکزى

د انځور حقوق Getty Images

ښايي پر بل هېڅ افغان لوبډلمشر دومره فشار نه و لکه په اصغر ستانکزي چې راوړل شوى دى. دالله داد نوري، ريس احمدزي او نوروز منگل په کپتانيو کې نه د خواله رسنۍ دومره فعاله وې او نه د افغان لوبډلې لوبې پر تلويزيونونو داسې ښکارېدې. د نبي په کپتانۍ کې چې دا هر څه و د هغه پر خپلې لوبې يې اغېز دومره و چې ژر ترې لاس په سر شو. خو اصغر دغه فشارونه لا تر اوسه زغملي دي. په دې لړۍ کې يې د يوي پنځوسيزې او د نژدې ٢٥ په اوسط ١٢٤ منډې وکړې چې له رحمت شاه وروسته په دواړو لوبډلو کې تر ټولو ډيرې منډې وې. اصغر ستانکزي په هره لوبه کې ښه پيل وموند خو دوام يې ونه کړ. د کپتانۍ په ترڅ کې نيوکې پرې دا وې چې د رحمت شاه او سميع الله شينواري له بالېنگ څخه يې گټه وانه خيسته او په څلورمه لوبه کې يې له ناتجربه کارو لوبغاړو وغوښتل چې په پيل کې بالېنگ وکړي. ځينې په دريمه او څلورمه لوبه کې د لوبډلې د انتخاب نيوکه هم پر ده کوي خو انصاف ځکه نه دى چې د ټيم غوراوي کې روزونکي او نوره په سفر تللې اداره ونډه لري. خو د لړۍ په گټلو د اصغر پواينټونه بايد د پام وړ وي. ٥\١٠

نجيب ځدراڼ

د انځور حقوق Getty Images

په څلورو لوبو کې يې برخه لرله خو يوازې په يوې کې د ٤٥ منډو په کولو وځلېد. ټول ټآل يې مايوسونکې ٥٩ منډې درلودې چې اوسط يې ١٥ ته لا و نه رسېد. نورې لوبډلې ته پام او د ده عمر د دې دليل شو چې افغان مينه والو نجيب ته ډېر پام و نه کړ. ځينې فکر کوي چې که په يو ورځنيو لوبو کې د نجيب ځدراڼ د منډو ځاى له شپږ نه دريم ته راشي او رحمت شاه څلورم ته کښته شي ښايي گټور وي. خو نور بيا په دې باور دي چې نجيب تېزه لوبه کوي او په پاى کې ښايي ښه وي. ٣\١٠

حشمت شاهدي

د انځور حقوق Getty Images

په درو لوبو کې يې يوازې ٣٥ منډې وکړې په هغو کې هم يو ځل ناسوځېدلى پاتې شو او په همدې دليل يې اوسط ١٧ ته پورته شو. خو دا لړۍ د نجيب غوندې حشمت ته هم مايوسونکې وه. ٣\١٠

سميع الله شينوارى

د انځور حقوق Christopher Lee-IDI

په درو لوبو کې د گډون حق ورکړل شو. په هرې يوې کې يې د منډو او په لوبغالي کې د درېدا موقعې ومونده خو دوام يې ورنه کړ. ده د ٢٠ په اوسط کې ټول ټال ٦٠ منډې وکړې. په حيرانوونکې توگه بالېنگ ته ورنه غوښتل شو.په فيلډينگ کې د تل غوندې بيداره و. ٤\١٠

محمد نبي

د انځور حقوق Getty Images

په منډو کې يې د ٢٣ په اوسط ١١٥ وکړې او په بالېنگ کې يې د څه کم ١٢ په اوسط ١٠ کسه وسوځول. که له دومره ښې لوبې وروسته هم د نيوکې کومه برخه وي نو دا به وي چې نبي په منډو کې يوه پنځوسيزه هم ونه شواى کړاى. ډيرې منډې يې ٤٨ وې. ځينې په دې باور دي چې د نبي د منډو ځاى بايد بدل شي او دى مخته لوبې ته راشي خو د نجيب ځدراڼ غوندې له ده هم د تېزو لوبو هيله کېږي او په همدې دليل يې وروسته لوبې ته راولي. ٨\١٠

راشد ارمان

د انځور حقوق Getty Images

د افغانستان تر ټولو بريالى او خطرناک بالر ثابت شو. ده هم د نبي غوندې ١٠ کسه وسوځول خو د هر سوځول شوي لوبغاړي په بدل کې ده تر نبي لږ منډې ورکړې وې. په منډو کې يې هم لږ تر لږه يو ځل ثابته کړه چې د هر ډگر اتل دى. په فېلډينگ کې هم يو له خورا ښو لوبغاړو و. ٨\١٠

گلبدين نايب

د انځور حقوق Getty Images

د تېزو منډو هيله ترې کېده خو تر منډو په بالېنگ کې ډېر وځلېد. ده په پنځو لوبو کې يوازې ٣٨ منډې وکړې چې ډېرې يې ١٦ وې او اوسط يې ايله تر اوو لږ پورته شو. دغه مايوسي يې په بالېنگ کې د اتو لوبغاړو په سوځولو تر يوه ځايه کمه کړه. دى له نبي او ارمان وروسته د افغانستان تر ټولو بريالى بالر و چې د څه باندې ١٣ منډو په اوسط يې اته زمبابيايي لوبغاړي وسوځول. خو د زمبابوې د بالېنگ شرايط ښايي په هند کې ونه مومي. هلته له ايرلنډ سره په لوبو کې که ځان ته ځاى مومي نو منډې يې هم د باور وړ او بالېنگ يې هم همداسې وي. ٥\١٠

دولت ځدراڼ

د انځور حقوق Getty Images

د افغانستان تر ټولو تېز بالر دى خو په زمبابوې کې دا ځل ونه ځلېد. ده په درو لوبو کې د ٦٢ منډو په ورکولو يوازې يو کس وسوځاوه. دولت ځدراڼ تر نبي وروسته په يو ورځنيو لوبو کې د افغانستان تر ټولو بريالى بالر دى چې تر اوسه يې ٧١ کسه سوځولي. خو په زمبابوې کې دا ځل ونه چلېد. په وروستۍ لوبه کې يې په وروستي اوور کې ١٤ منډې وکړې او په همدې لوبه کې يې يو کس هم وسوځاوه. د پيل دوه لوبې يې د يادولو نه دي. ٣\١٠

حمزه هوتک

د انځور حقوق Getty Images

په څلورو لوبو کې يې د څه باندې ١٦ منډو په اوسط شپږ کسه وسوځول. ده په پيل کې بالېنگ وکړ او د زمبابوې د تېزو منډو مخه يې ډب کړه. په څلورمه لوبه يې نشتوالى ډېر گوته په غاښ کړل. په درېيمه لوبه کې چې يوازې درې منډې په کار وې او دى ولاړ و د يوې يوې منډې او د احتياط پر ځاى يې هوايي شارټ وواهه چې ورسره افغانستان لوبه وبايلله. خو حمزه د هغې ماتې مسوول نه و تر ده وړاندې راغلي او تللي نهه لوبغاړي په منډو کې تر ده ډېر ښاغلي وو چې پاتې شول. ٦\١٠

فريد ملک

د انځور حقوق FB

حال دا چې د زمبابوې کيڼ لاسو تېزو بالرانو ښه لوبه وکړه خو تېز کيڼ لاسي افغان بالر فريد ملک ته يوازې په دوو لوبو کې برخه ورکړل شوه. ده د ١٧ په اوسط دوه کسه وسوځول. په دغو دوو لوبو کې له ده يوازې په نهو اوورونو کې کار واخيستل شو. موقع يې ډېره نه وه چې وړتيا يې وارزول شي خو لوبه يې داسې نه وه چې د سبا لپاره هيلې ترې ونه لرو. ٤\١٠

کريم جنت

د انځور حقوق FB

يوازې په يوې لوبې کې ولوبول شو. د لوبډلمشر د ورورولۍ له امله ښايي پر دغه زلمي لوبغاړي تر نورو لا ډېر فشار و. دغه لوبه کې ټوله لوبډله ښه ونه لوبېده خو ډېرو پر ده نيوکې وکړې. ده په څلورو اوورونو کې ٣١ مندې ورکړې او په بېټينگ کې يې هم يوازې نهه منډې وکړې. يوه لوبه هغه هم باران ځپله لوبه چې ټوله لوبډله پکې نه وه ځلېدلې د دې زلمي لوبغاړي د استعداد ښوولو لپاره کافي نه وه. ځکه يې ارزونه هم ښايي منصفانه نه وي. ٢\١٠

احسان الله جنت

د انځور حقوق FB

دې زلمي لوبغاړي ته هم يوازې په يوه لوبه کې د گډون حق ورکړل شو چې په هغې کې افغانستان برى ونه موند. ټوله لوبډله پکې ونه ځلېده. خو د نوروز منگل د ورورلۍ له امله د ډېرو سترگې وراوښتې وې. دې اضافي فشار ښايي د ده په ناکامۍ کې ونډه لرلې وي. ده په ٢٠ توپونو کومه منډه ونه کړه او د نړيوالو يو ورځنيو لوبو لومړنى پيل يې پيکه پاتې شو. ١\١٠