ایران دولتي تلویزون: اصفهان کې درنې چاودنې شوې؛ اې بي سي: یو امریکايي مقام په ایران د اسرائيل برید تائید کړ
د ایران دولتي تلویزون راپور ورکړ چې د جمعې په سهار اپریل ۱۹ (حمل۳۱) د ایران په اصفهان کې درنې چاودنې شوې دي او غږونه یې اورېدل شوي دي.
په تهران او نورو ښارونو کې هوايي پروازونه ځنډول شوي دي.
د ایران دولتي تلویزون وايي: « خبري سرچېنې راپور ورکوي چې د اصفهان په ولایت کې درنې چاودنې شوې.» راپور وايي د چاودنو علت لا معلوم نه دی.
ایراني مقامات وايي چې یو شمېر بې پیلوټه الوتکې یې وېشتلي دي او «تر اوسه د میزایل کوم برید» نه دی شوی.
په همدې حال کې د امریکا غږ د ایران څانګه وايي چې د اې بي سي نیوز راپور ورکړی دی چې یو امریکايي مقام ورته په ایران د اسرائیل برید تائید کړی.
فرانسې خبري اژانس وايي چې د اسرائيل پوځ ویلي دي: «اوس تبصره نه شي کولای».
ایراني رسنۍ وايي چې په اصفهان کې د ایران اتومي تاسیسات خوندي دي.
د ایران د مهر خبري اژانس د راپور په اساس خبر ورکړی دی دی چې «تهران، اصفهان، او شیراز او همدغه راز لویدیځ، شمالي لویدیځ او جنوب لویدیځ کې میدانونو ته پروازونه ځنډول شوي.
د امریکا غږ ایران څانګې د ایراني رسنیو په حواله لیکلي دي چې د اصفهان د قهجاورستان په ښار کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي.
دا برید داسې مهال کېږي چې څو ورځې مخکې ایران په اسرائیل باندې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه وکړل. اسرائيل د غچ اخیستو ګواښ کړی و.
د دې راپور جزیات وروسته خپرېږي::::
فورم \ دبحث خونه