شاته

اسرایل وایي په لبنان کې یې د حزب الله جنګیالي په هوایي برید کې وژلي دي

د اسرایل پوځ د پنجشنبې- زیارت په ورځ وویل د دوی ځواکونو په غزه کې د حماس جنګیالي او د هغوی اډاڼې په نخښه کړې دي او له دې سره سره یې د لبنان په جنوب کې په هوایي بریدونو کې د حزب الله ډلې دوه وسلوال وژلي دي.

اې ایف پي خبري ایجنسۍ د حزب الله ډلې په حواله ویلي چې د «کفار کلا» په سیمه کې د دوی دوه جنګیالي د اسرایلي ځواکونو په برید کې وژل شوي دي.

د لبنان بریدونه د اسرایل او حزب الله تر منځ د پولې پورې غاړې ته د جګړې وروستۍ پېښې دي چې په غزه کې د اسرایل او حماس د جګړې پراخېدو اندېښنې یې پیدا کړې دي.

اسرايل وايي د چارشنبې- شورو په ورځ یې د هېواد په شمال کې د حزب الله په بريد کې 14 پوځيان ټپيان شوي دي، چې په هغوی کې د شپږو حالت نازک بلل شوی دی.

د رویټرز د رپورټ له مخې حزب الله د شورو- چارشنبې په ورځ د اسرایل په شمالي سیمه کې پر پوځي تاسیساتو د میزایل او ډرون برید کړی او دغو تاسیساتو ته یې درانه زیانونه اړولي دي.

د اسرایل پوځ ویلي له لبنان څخه ټېنک ضد میزایلو او ډرون په عرب الارامشي سیمه کې د پوځ یو مرکز په نخښه کړی دی.

د اسرايل د ځايي خبري ویبپاڼې "وایي نیټ" په وينا اسرایلي پوځیان د بريد پر مهال په یو کلي کې په کمیونټي هال کې راغونډ شوي وو.

حزب الله وايي وروستی برید یې د سه شنبې په ورځ د اسراییلو د عملیاتو غچ دی چې د دې سازمان د یوه قوماندان په ګډون پکې درې تنه وژل شوي وؤ.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د اسراییلو او حزب الله ترمنځ د شپږ میاشتنۍ جګړې په ترڅ کې تر اوسه پورې 370 تنه لبنانیان وژل شوي، چې پکې 240 تنه د حزب الله جنګیالي او 68 پوځیان او ملکي وګړي دي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د فلسطین واکمنې انتظامیې ته د بشپړ غړیتوب د وړاندیز په اړه یوه قرارداد ته د رایو ورکولو لپاره تیاري کوي. که د امنیت شورا دا وړاندیز رایو ته وړاندې کړي د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کولای شي دوه په درېیمه برخه رایو یې منظور کړي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکې سفیرې لینډا توماس ګرینفیلډ د چارشنبې- شورو په ورځ جنوبي کوریا ته د سفر په وخت وویل امریکا دا قرارداد د اسرایل او فلسطین د شخړې د دوو ریاستونو د حل لارې یوه برخه ګڼي.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له رویټرز، اې پي او اې ایف پي خبري ایجنسیو اخیستل شوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00