شاته

متشبثې افغان میرمنې د ګڼو خنډونو او اضافي مصرفونو سره مخ دي – راپور

د ملګرو ملتونو انکشافي پروګرام (UNDP) په " افغانستان کې متشبثو ښځو ته غوږ نیول، مبارزه او مقاومت" تر نامه لاندې په یو راپور کې ویلي چې په دغه هیواد کې متشبثې ښځې د سوداګرۍ په برخه کې د اضافي مصرف په ګډون د ګڼو ننګونو او خنډونو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د انکشاف پروګرام د چهارشنبې په ورځ اپریل ۱۷( وري ۲۹) یو راپور چې په ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلنو کې د متشبثو ښځو د ډلو سره د تفصیلي مرکو او بحثونو او په روان ۲۰۲۴ کال کې د یوې سروې له مخې چې له ۳۱۰۰ ښځو څخه زیاتو میرمنو څخه په کې پوښتنې شوي ترتیب کړی دی.

په دې راپور کې ویل شوي چې ژور توپيرې چلند، عملیاتي محدودیتونه او د مالي سیستم ډیره زیاته کمزورتیا د بانکونو څخه د ښځو د پور ترلاسه کولو مخه نیولې ده.

ددې راپور پر اساس د ۳۰۰۰ څخه زیاتو ښځو له ډلې ۴۱ فیصدو مرکه شویو ښځو یوازې پنځه فیصدو یې ویلي چې د بانکونو او یا هم د کوچنیو مالي موسسو څخه یې پور اخیستی دی.

د ملګرو ملتونو د انکشاف پروګرام ویلي چې ۷۳ فیصده ښځې حتی نشي کولی چې سیمه ییزو بازارونو ته پرته د خپلې کورنۍ د نارینه غړي سفر وکړي چې دا محدودیتونه د ښځو د حرکت په برخه کې ګواښونه لا زیاتوي.

په دې راپور کې ویل شوي: " کله چې د یوې ښځې په توګه د ادارې یا کارو کسب په اړه پوښتنه وشوه، د ښځو په مشرۍ د کوچنیو او متوسطو شرکتونو۳۲ فیصده یې په دې باور وې چې د جنسیت پربنسټ تبعیض د کسب او کار او بازار ته د هغوی د لاس رسي په برخه کې خڼدونه راولاړوي، ددغو ښځو ۲۸ فیصدو ویلي چې د لوازمو د چمتو کولو په برخه کې ستونزې لري او ۱۹ فیصدو نورو د رسمي پورونو د ترلاسه کولو په برخه کې ستونزو ته اشاره کړې ده".

د ملګرو ملتونو د انکشاف پروګرام ویلي چې د ښځو تر مشرۍ لاندې کاروبار لپاره تر ۶۱ فیصدو پورې پورونه کورنۍ، ۴۵ فیصده یې دوستان، ۲۱ فیصده یې نور کاروبارونه، بانک په رسمي ډول پنځه فیصده، له افغانستان څخه بهر حوالې ۴۵ فیصده او کوچنۍ مالي ادارې دوه فیصده برابروي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې دې ته په اشارې چې ۶۰ فیصده مرکه شوې ښځو چې د خپلو کورنیو سرپرستانې دي، ټینګار کړی چې کار او کسب د اقتصادي بقا او پر ځان د پساینې لار ده.

همداشان په دې راپور کې ویل شوي چې تیر ۲۰۲۳ کال کې ۶۶ فیصدو متشبثو میرمنو په خپل کارو کسب کې د ودې او پرمختګ خبر ورکړی دی.

په راپور کې ویل شوي چې هغوی سره شوي مرستې ددغې ودې اصلي سبب دی، چې ۶۰ فیصده جوړوي او په دوییمه درجه کې ښځو ویلي چې د هغوی تولیداتو ته تقاضا د دوی د کاروبار د ودې سبب شوې ده. همدارنګه ددغو ښځو ۴۳ فیصدو د خپلو تولیداتو کیفیت ښوالی او ۲۸ فیصدو نورو د توکو د بیو ټیټوالی هم د خپل کاروبار د ودې د عواملو په توګه یاد کړي دي.

د اسیا او اقیانوس د حوزې لپاره د ملګروملتونو د انکشافي پروګرام مشرې کاني ویګناراجا ویلي چې افغان متشبثې میرمنې په ډیرو بدو شرایطو له خپلو ځانونو څخه زړورتیا او نه باور کیدونکی تدبیر ښودلی دی.

د اسیا او اقیانوس د حوزې لپاره د ملګروملتونو د انکسافي پروګرام مشرې ویلي چې د ملګرو ملتونو اداره د خپلو نورو ملي او نړیوالو شریکانو سره په افغانستان کې د ښځو په مشرۍ د ۷۵ زرو کاراو کسبونو څخه ملاتړ کوي چې له ۹۰۰ زرو څخه زیاتو ښځو ته د کار او کسب د موندلو امکانات په کې برابر شوي دي.

میرمن ویګناراجا ویلي:" زمونږ د اټکل له مخې له ۴.۵ میلیونو څخه زیات افغانانو ته یې ګټه رسیږي... د هغه څه چې زه یې په مستقیم ډول شاهده اوم د نړیوالې متمرکزې مرستې په ټولنه کې د مثبت بدلون لپاره خورا زیاتې مهمې دي".

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د انکشاف د پروګرام استازی سټیفن رودریکس وايي چې له اوږدې مودې راهیسې په افغانستان کې ښځې د کورنیو د هوساینې په برخه کې یوه محرکه قوه ده او د سیمه ییزاقتصاد په ساتنه کې مهم رول لري.

هغه ویلي:" پر ستونزو باندې د بریالیتوب په برخه کې د هغوی زړورتیا او انعطاف منل د هغوی د استقامت او هیلې یو قانع کوونکي داستان دی. هغوی نړیوال ملاتړ ته اړتیا لري...د افغانستان راتلوونکی هغوی پورې تړلې ده".

په دې راپور کې ویل شوي چې که څه هم تیر ۲۰۲۳ کال کې د ښځو په مشرۍ کاروبارونه د ۱۲ فیصدو څخه شپږ فیصدو ته راکم شوي، خو اوس هم د ښځو په مشرۍ ۸۰ فیصده شرکتونه د ښځو د عاید اصلي منبع ده او نورو ښځو لپاره یې د کاروکسب امکانات چې ډیره زیاته اړتیا ورته لیدل کیږي رامنځ ته کړي دي.

ملګرو ملتونو دا راپور په داسې حال کې خپور کړی چې طالبانو د کور څخه بهر د ښځو په کار باندې بندیز همغسې ساتلی دی.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د بیا رسیدلو وروسته نجونې او ښځې نه یوازې د لومړنۍ دورې څخه پورته دورو کې له زده کړو منع کړي،بلکې د ملګرو ملتونو د ادارو په ګډون په دولتي اوغیردولتي ادارو کې یې هم ښځې له کار څخه منع کړي دي.

فورم \ دبحث خونه