شاته

فرحان: غزه کې وضعیت 'نه منل کیدونکی' دی ؛ همدا اوس اوربند غواړو

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر، شهزاده فیصل بن فرحان السعود سه شنبه اپریل ۱۶ (وري ۲۸) په غزې کې روان وضعیت "نه منل کیدونکی" وباله او په سمدستي توګه یې د اوربند غوښتنه وکړله.

ښاغلی فرحان چې د سعودي یو جګپوړي پلاوي په مشرۍ پاکستان ته تللی ، ددې هیواد د بهرنیو چارو وزیر اسحق ډار سره په ګډ خبري کنفرانس کې د غزې د وضعیت په هکله وویل، " وضعیت په بشپړه توګه نه منل کیدونکی دی. دا د نړیوال نظام بشپړه ناکامي ده. مونږ باید همدا اوس اوربند ولرو".

د سعودي دې تر ټولو جګپوړي دیپلومات همدرانګه وویل چې نړیواله ټولنې خپل مسؤلیت ندی پر ځای کړی او په غزې کې د خلکو د وژل کیدو د مخنیوي لپاره یې د لا ډیرو اقداماتو غوښتنه وکړله.

په غزې کې د اسرائیل – حماس تر منځ جګړه د تیر کال اکټوبر په اوومې وروسته تر هغې پیل شوه چې د حماس ډلې په اسرائیل ناڅاپه برید وکړ، نږدې ۱۲ سوه کسان یې ووژل او شاوخوا ۲۵۰ نور یې برمته کړل.

بل پلو بیا د اسرائیل په ځوابي ځمکني یرغل او هوایي بریدونو کې د ۳۳ زرو څخه ډیر فلسطینیان وژل شوي چې د غزې عامې روغتیا وزارت له مخې چې کنټرول یې د حماس په لاس کې دی، اکثریت یې میرمنې او ماشومان دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم پدې ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې د سعودي پلاوي سره یې د غزې جګړې باره کې کړیدي.

اسحق ډار، پرته لدې چې د اسرائیل نوم واخلي په غزې کې وضعیت نسل وژنه وبلله او د حساب کتاب غوښتنه یې وکړله.

هغه د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر سره د خپل ملاقات په هکله زیاته کړه، " مونږ دواړو موافقه وکړه چې په سمدستي توګه او د قید او شرط پرته اوربند باید وشي".

د اوربند تر څنګ دواړو دیپلوماتانو غزې ته د کوم خنډ پرته د لا ډیرو بشري مرستو په رسیدو ټینګار وکړ.

ملګري ملتونه وایي چې د اسرائیل د بمبارۍ او جګړو له کبله د غزې تړانګې ۹۰ په سلو کې وګړي بې ځایه شوي او څه باندې یو ملیون یې د قحطۍ په ژۍ ولاړ دي.

د سعودي او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د څه باندې هغو ۱۰۰ برمته شويو کسانو د خوشې کیدو غوښتنه ونکړله چې ویل کیږي لا هم د حماس ډلې سره دي.

په عین حال کې د ایران – اسرائیل تر منځ د جنجال په هکله د سعودي د بهرنیو چارو وزیر وویل چې پدې سیمې کې بلې شخړې ته اړتیا نشته ځکه چې د هغه په وینا په منځني ختیځ کې وار د مخه بې ثباتي روانه ده.

په اسرائیل د ایران د برید څخه وروسته هم سعودي عربستان هم چې تیر کال یې د ایران سره دیپلوماتیکې اړیکې د سره پیل کړلې، د اندیښنې څرګندولو تر څنګ یې په ټولو خواوو غږ کړی و چې د زغم څخه کار واخلي او د دې سیمې خلک د جګړې د خطر څخه بچ کاندي.

سعودي همدارنګه د ملګرو ملتونو امنیت شورا څخه غوښتي و چې د نړیوالې سولې او امنیت لپاره دې خپل مسؤلیت پر ځای کړي.

ښاغلي فرحان وویل چې اختلافات باید د زور څخه د کار اخیستو پر ځای د خبرو د لارې حل شي.

د ریاض – اسلام آباد اقتصادي همکاري

سره لدې چې پاکستاني چارواکو ویلي و چې د سعودي عربستان پلاوی اسلام آباد ته د دواړو هیوادونو تر منځ د اقتصادي همکارۍ د پراخوالي لپاره ورغلی او ښایي سعودي په پاکستان کې د ۵ ملیارد ډالرو په ارزښت پانګې اچونې کارونه چټک کړي، خو پدې ملاقات کې د دواړو هیوادونو تر منځ د پانګې په برخې کې هیڅ ډول تړون ونشو.

د پاکستان صدراعظم، شهباز شریف تیره اونۍ په سعودي عربستان کې ددغه هېواد له شهزاده محمد بن سلمان سره کتلي و. شهزاده محمد بن سلمان د پاکستان نږدې ملاتړی بلل کیږي چې اسلام اباد ته د تیلو د ورکولو ترڅنګ یې په دغه هېواد کې د پنځه میلیارد ډالرو پانګه اچونې ژمنه کړې ده.

پاکستان د سعودي عربستان پدې پانګې اچونې له یوې خوا غواړي چې د خپلې بودجې کسر راکم کړي او په عین حال کې د پیسو نړیوال وجهي صندوق ته وښیي چې د بهرنیو هیوادونو د سرمایه ګزارۍ لپاره شرایط پوره کولی شي چې ددې نړیوالې ادارې لخوا پاکستان ته د پور ورکولو یو مهم شرط و.

منتقدین وایي چې د سعودي عربستان حکومت ښایي د همدې ملاقات څخه وروسته په سمدستي توګه په پاکستان کې د پانګې اچولو پرګرام پیل نه کاندي ځکه چې تر دې وړاندې هم د پاکستان حکومت څو ځله د سعودي د پانګې اچولو خبرې کړې وې خو تر اوسه په حقیقت ندي بدلې شوي.

د سعودي دا چارواکي داسې مهال پاکستان ته ځي چې د پیسو نړیوال وجهي صندوق تیره میاشت اسلام آباد ته د شاوخوا ۳ ملیارد ډالرو پور ورکولو وروستی قسط هم ورکړ.

فورم \ دبحث خونه