BBC
 شاته

'افغانستان کې د داعش ډېری وسله وال پاکستانیان دي'

Image copyright AFP
Image caption په افغانستان کې داعش ډله د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې فعاله ده او هلته د امريکايي ځواکونو لخوا اکثره وخت ددوی پر پټنځایونو بمبارۍ کېږي.

په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت قومندان جنرال جان نیکولسن ویلي، په دغه هېواد کې د داعش وسله والې ډلې اویا سلنه اورپکي پاکستانيان دي، چې په وینا یې پاکستان کې تر عملیاتو وروسته د ډيورنډ کرښې هاغاړې ته اوښتي او هلته د داعش له وسله والو سره یوځای شوي.

نیکولسن وايي، که څه هم امريکايي او ناټو ځواکونه په افغانستان کې له تېرو پنځلسو کلونو راهیسې د ترهګرو پر ضد جنګېږي، خو لاهم هلته نهه وسله والې ډلې فعالیت لري.

'حافظ سعید افغانستان کې د داعش فعالیتونه اداره کوي'

نیکولسن چې په پنټاګون کې يې له خبریالانو سره خبرې کولې ویلي، د ډيورنډ کرښې پاکستان غاړې ته د پاکستاني پوځ تر عملیاتو وروسته د پاکستاني طالبانو ډېری وسله وال د کرښې بلې غاړې افغانستان ته اوښتي او هلته له داعش وسله والې ډلې سره یو ځای شوي دي.

جنرال جان نیکولسن زیاته کړې، دغه وسله وال چې د 'تحریک طالبان پاکستان' وسله والې ډلې غړي او د اورکزي ایجنسۍ اوسېدونکي دي، په خټه پښتانه دي.

داعش وسله والې ډلې په دې وروستیو کې په کابل کې د 'روښنايي غورځنګ' پر يوه لاریون خونړی برید کړی و، چې همدا په پلازمېنه کابل کې د یادې وسله والې ډلې تر ټولو لوی او لومړی برید و.

په افغانستان کې داعش ډله د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې فعاله ده او هلته د امريکايي ځواکونو لخوا اکثره وخت ددوی پر پټنځایونو بمبارۍ کېږي.

په دې وروستیو کې ددغې ډلې یو مهم قومندان سعد اماراتي هم په دې عملياتو کې وژل شوی. اماراتي په افغانستان او پاکستان کې ددغې ډلې له بنسټګرو و.

Image copyright Getty
Image caption جنرال جان نیکولسن زیاته کړې، دغه وسله وال چې د 'تحریک طالبان پاکستان' وسله والې ډلې غړي او د اورکزي ایجنسۍ اوسېدونکي دي، په خټه پښتانه دي.

د ناټو او امریکايي ځواکونو مشر قومندان زیاتوي، اوس يې له افغان ځواکونو سره یو ځای له داعش وسله والې ډلې ډېری هغه سیمې بېرته نیولې چې مخکې ددوی تر ولکې لاندې وي.

د نیکولسن په خبره، په همدې عملياتو کې يې ددوی ډېری پټنځایونه ویجاړ کړي او ددوی مهم قومندانان وژلي دي.

نیکولسن وايي، اوس داعش ډله یو ځل بیا هڅه کوي، چې د ننګرهار په جنوب کې غرونه بېرته ونیسي خو زیاتوي، دوی به يې تر هغه پرې نږدي، چې یادې ډلې ته يې بشپړه ماتې ورکړې نه وي.

Image copyright
Image caption په دې وروستیو کې ددغې ډلې یو مهم قومندان سعد اماراتي هم په دې عملياتو کې وژل شوی. اماراتي په افغانستان او پاکستان کې ددغې ډلې له بنسټګرو و.