په امریکا کې د یو هندي وګړي تر وژل کیدو وروسته اندېښنې
هندي مقامات په امریکا کې د یو هندي انجنیر وژل کیدل ټکان ورکوونکي بللي دي.
د هندوستان تبعه، ۳۲ کلن شیری نواس کوچیبوتلا د امریکا د کنساس ایالت د شپې په یوه کلب کې د یو سپین پوستي امریکايي وګړي په ډزو ووژل شو.
بریدګر اډم پورینټون چې ۵۱ کاله عمر لري تر ډزو څو ساعته وروسته د پولیسو لخوا ونیول شو او سملاسي د قتل په جرم تورن شو.
امریکايي مقامات د پېښې په تړاو چې ګمان کیږي له کرکې رامنځته شوې وي، خپلې څېړنې پیل کړي دي.
د امریکايي وګړي په لاس د یو هندي وژل په ټولنیزو رسنیو کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي او ځېنو د امریکا جمهور رئیس ټرمپ د پېښې د رامنځته کیدو له وجې ګرم بللی دی.
عیني شاهدانو د "کنساس سیټي سټار" ورځپاڼې ته ویلي چې بریدګر تر ډزو مخکې چغې وهلې چې: "زما له هېواد څخه ووځئ."
زرګونه هندي وګړي په امریکا کې په کاروبار او زده کړو بوخت دي. دوي د هغه څه له امله چې د مهاجرینو پر ضد د جمهور رئیس ټرمپ دریځ بلل کیږي سخت اندېښمن دي.
د سپینې ماڼۍ ویاند، شان سپایسر د هندي وګړي وژل کیدل یوه تراژیدي بللې خو دا یې ومنله چې د پېښتې ترشا دې د جمهور رئیس ټرمپ ناندریزې تګلارې وې.