BBC
 شاته

د ترکیې ناکامه کودتا: یو شمېر تښتېدلي سرتېري نیول شوي

Image copyright Reuters

د ترکیې ځانګړو ځواکونو ددې هېواد د پوځ ۱۱ سرتېري په دې شک نیولي چې د جولای ۱۵مې ناکامې کودتا پرمهال د ولسمشر رجب طیب اردوغان د نیولو مسوول ټاکل شوي وو.

د راپورونو له مخې، دا سرتېري تر دوه اونۍ تعقیب وروسته، په مرمره کې نیول شوي.

ښاغلي اردوغان د کودتا پرمهال مرمره کې خپلو رخصتیو کې تفرېح لپاره تللی و چې په راپورونو کې ویل شوي دغو سرتېرو پر هغه د برید او د هغه د نیولو نیت یې درلود. ظاهرا ښاغلی اردوغان پر دې هوټل د برید اطلاعاتو ترلاسه کولو سره له سیمې ځان وباسي.

د ترکیې د چارواکو په وینا، ددې سرتېرو د نیولو لپاره له ډرون الوتکو او هلیکوپټرو کار اخستل شوی دی.

دغو چارواکو ویلي، سیمه ییز کلیوال چې غوښتل یې په ګڼو ځنګلونو کې ښکار وکړي، ددغو سرتېرو د پټېدو د ځای ادرس یې چارواکو ته ورکړی.

د دواړو لوریو ترمنځ د ډزو تبادله هم شوې، خو څوک پکې ټپیان شوي یا وژل شوي نه دي.

Image caption اردوغان د کودتا پرمهال مرمره کې خپلو رخصتیو کې تفرېح لپاره تللی و چې په راپورونو کې ویل شوي دغو سرتېرو پر هغه د برید او د هغه د نیولو نیت درلود.

ترکیه کې تر ناکامې کودتا وروسته، ددې هېواد دولت د پوځ زرګونه سرتېري او د نورو ملکي ادارو زرګونه کارکوونکي له کودتا نه د ملاتړ په تور له دندو ګوښه کړي. ترکیې همداراز ۵۰ پاسپورټونه باطل اعلان کړي.

په دې لړ کې ۱۴۲ رسني توقیف شوي او لسګونه خبریالان هم نیول شوي دي.

د ترکیې دولت په دې هېواد کې درې میاشتې بیړنۍ حالت اعلان کړی.

همداراز تېره ورځ د ترکیې ولسمشر وویل چې غواړي پارلمان ته د یوې لایحې وړاندې کولو له لارې د هېواد د څارګرې ادارې او د وسله والو ځواکونو اعلی سرقومندانۍ واک هم ده ته وسپارل شي.

ښاغلي اردوغان ددې کودتا پړه پر خپل پخواني ملګري او اوسني منتقد او رقیب فتح الله ګولن وراچولې چې اوسمهال به امریکا کې په تبعید کې ژوند کوي. ترکیې له امریکا د هغه د بېرته ستنولو غوښتنه کړې.

خو ښاغلي ګولن دا ادعا رد کړې. د ترکیې دغه مذهبي څېره له کلونو راهیسې د امریکا په پنسلوانیا کې اوسېږي.

هغه آن پر دوو امریکایي جنرالانو د کودتاچیانو د ملاتړ تور پورې کړ.