شاته

په بلوچستان کې بارانونو د یوه کور د درو تنو په ګډون پینځه مزدوران مړه کړي

په بلوچستان کې د باﺭان له کبله د یوې کوټې چت نړېدلی چې پينځه تنه مزدوران پکې مړه شوي دي، بارانونو د پښتونخوا، پنجاب او بلوچستان تر منځ لویه لاره بنده کړې ده.

د دوکۍ د کولې د ماينونو انسپېکټر صابر شاه کاکړ وي او اې ډيوه ته وويل پېښه وړمه شپه شوې او پينځه تنه د کولې کان کيندوکي پکې مړه شوي دي:

"مزدوران په خپله خونه کې ويده وو چې د زيات باران او تېزې سيلۍ له وجې کوټه نړېدلې، د سيمټو د بلاکونو او چت د پرېوتو له وجې مزدوران مړه شوي دي".

انسپېکټر دا نه دي ویلي چې په خونه کې نور کسان هم وو او څوک په دې پېښه کې ټپیان شوي هم دي که نه.

د بلوچستان وزيراعلی سرفراز بګټي پر پېښه خفګان څرګند کړی او د ماينونو له محکمې يې غوښتي چې د پېښې تحقيق وکړي او د نورو داسې پېښو د مخنيوي لپاره دې ګامونه واخلي.

د انسپيکټر صابر شاه په خبره په پېښه کې مړه شوي درې تنه د بلوچستان د پښتني سيمې موساخېل دي او درې سره د يوې کورنۍ دي، يو د مسلم باغ او يو تن د ږوب دی.

د صابر شاه په وينا د ټولو جسدونه خپلو سيمو ته لېږل شوي دي او د پېښې نورې پلټنې روانې دي.

د بلوچستان صوبې د سر ښار کوټې په ګډون د صوبې په زياتره سيمو کې له تېرو څو ورځو پرلپسې بارانونه، په ځينو سيمو کې ږلۍ او پر غرنيو سيمو لږ لږ واوره شوې ده.

د بارانونو له کبله د بلوچستان، پښتونخوا او پنجاب تر ميان غزېدلې لويه لاره له تېرو دوو ورځو څخه د شېراني په دهنه سر سيمه کې بنده ده چې له کبله یې مسافر له ستونځو سره مخ‌ دي.

د شېراني ضلعې مرستيال کميشنر اعظم جان وي او اې ډيوه ته وويل، "د دهنه سر د غره ځينې برخې را لوېدلې دي چې سړک بند دی يو قسم موټران نه تلای شي نه راتلای شي، موږ لګيا يو چې لاره خلاصه کړو، غټه سرکاري مشينري مو راوستې ده".

د ځايي سرچينو په وينا د لارې بندېدو له کبله په ياده سيمو کې په موټرو کې ګڼ شمېر مسافر او د باروړونکو لاریو لوی لوی کتارونه ولاړ دي.

د مرستيال کميشنر په خبره "ستونځه دا ده چې باران لا هم اوري او د مرستې په کار کې خنډونه دي، لاره تنګه ده او د غره د بيا نړېدو ويره هم شته په احتياط کار کول دي".

د موسمياتو محکمې اټکل کړی چې په بلوچستان کې نن د جمعې او سبا د شنبې- خالي په ورځ هم د بارانونو د اورېدو او په ځينو سيمو کې د وړې کچې د سېلابونو د راتلو ويره ده.

په بیړنيو حالاتو کې مرسته کوونکې ايالتي ادارې له خلکو څخه غوښتي چې د خوړ او زياتو اوبو بهېدونکو سيمو لوري او له ضرورت پرته سفر کولو څخه دې ډډه وکړي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00