شاته

زیلینسکي د امریکا کانګرس ته: له اوکراین سره پوځي مرستې تصویب کړئ

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي وايي چې د متحدو ایالتونو د استازو خونې د مشر مایک جانسن څخه یې وغوښتل کیف ته د «حیاتي» پوځي مرستو په ورکولو او انتقال کې مرسته وکړي.

له اوکراین سره د ۶۰ میلیارد ډالرو د مرستو طرحه له تېرکال راهېسې د امریکا په کانګرس کې اېساره ده، چې له کبله یې د جګړې په لومړۍ کرښې کې د اوکراین ځواکونو ته د وسایلو او مهماتو استول ځنډول شوي.

زیلینسکي وویل چې د پنجشنبې په ورځ مارچ ۲۸ (حمل نهمه) په تیلیفون کې یې له جانسن سره خبرې وکړې: «ما جانسن ته د جګړې د ډګر د وضعیت په اړه معلومات ورکړل، په ځانګړي ډول د روسیې د هوايي ترهې په اړه چې په ډراماتیک ډول زیاته شوې. په داسې وضعیت کې، اوکراین ته د کانګرس له لوري د متحدو ایالتونو مرستې حیاتي دي.» هغه د دغې تیلیفوني مکالمې په اړه معلومات په خپل ټیلیګرام کې خپاره کړي.

مسکو تېره جمعه د اوکراین د انرژۍ په تاسیساتو باندې نوي هوايي بریدونه وکړل او دا په روانې دوې کلنې جګړې کې تر ټولو لوی عملیات بلل کېږي. زیلینسکي وویل چې روسیې تېره اوونۍ د اوکراین په خاورې باندې ۱۹۰ میزایلونه، ۱۴۰ بې پیلوټه الوتکې او ۷۰۰ رهبري کېدونکي بمونه توغولي او وار کړي دي.

د دغو بریدونو له کبله په اوکراین کې په څه باندې نیم میلیون کورونو باندې برېښنا پرې شوې او د اوکراین د برېښنا د تولید لویه فابریکه بنده شوې ده.

واشنګټن په دغې جګړې کې د اوکراین تر څنګ ولاړ دی او لوی مرسته کوونکی یې بلل کېږي. خو له اوکراین سره د ډېرو پوځي مرستو طرحه د جمهوریت غوښتونکو ګوند د استازو له لورې په کانګرس کې ایساره شوې ده، دوی د کډوالو د پالیسۍ په اړه د ولسمشر بایډن په تګلارو کې لوی تغیر غواړي. زیلینسکي تل دا خبره کړې چې د مرستو د ځنډ له کبله په اوکراین کې ډېر خلک وژل کېږي او سیمې یې له لاسه وځي.

د نورو مرستو د ترلاسه کولو د مبهم حالت له کبله، د اوکراین سرتېري د خپلو مهماتو په استعمال کې محتاط شوي. په همدې حال کې مسکو د جګړې په ډګر کې مخکې شوی او تېره میاشت یې، له نهو میاشتو وروسته، په لومړي ځل یوه سیمه ونیوله، روسیي سرتېرو دونیتسک ته نژدې د اودیوکا سیمه لاندې کړه.

د امریکا د استازو د خونې مشر مایک جانسن ویلي دي چې له اوکراین سره د مرستو لپاره «په څو لارو چارو» غور کوي.

د امریکا سنا وار د مخه له اوکراین سره د ۶۰ میلیارډ ډالرو طرحه منلې ده.

د دغه راپور معلومات د فرانسې خبري اژانس څخه اخیستل شوې.

فورم \ دبحث خونه