د اسلام اباد هايکورټ د ججانو خط: حکومت د پلټنو دپاره د کمېشن جوړولو اعلان وکړو
د اسلام اباد هایکورټ د شپږو ججانو په هغه خط، چې پکې دعوه شوې، استخباراتي ادارې په عدالتي چارو کې لاسوهنه کوي، حکومت د پلټنو دپاره د کمېشن جوړولو اعلان وکړو.
د قانون مرکزي وزير، اعظم نذير تارړ د اټارني جنرل انور منصور سره په ګډه خبري غونډه کې وويل، د خط په معامله وزيراعظم شهباز شريف د چيف جسټس قاضي فايز عيسا سره وليدل، او وزيراعظم وويل، د دغه پېښې پلټنې پکار دي او د کمېشن په اړه به د جمعې په ورځ د کابينې سره خبره کوي.
د اسلام اباد هايکورټ جسټس، محسن اختر کیاني، جسټس بابر ستار، جسټس طارق جهانګيري، جسټس سردار اعجاز اسحاق، جسټس ارباب محمد طاهر او جسټس ثمن رفعت امتياز په عدالتي چارو کې د لاسوهنې په سر چیف جسټس ته خط ليکلی او د جوډيشل غونډې بللو غوښتنه کړې ده.
پاکستان بار کونسل هم د شورو/ چارشنبې په ورځ د اسلام اباد هایکورټ د ججانو د خط د پلټنې دپاره د سپريم کورټ د لږ تر لږه درېو ججانو د بنچ جوړولو غوښتنه کړې ده.
د ججانو په خط کې د استخباراتي ادارو په عدالتي چارو يا ججانو اثر اندازه کېدو دعوه شوې، د پاکستان پوځ او آی اېس آی لخوا دغه دعوې ته رسمي غبرګون مخې ته نه دی راغلی.
اعظم نذير تارړ وويل، کمېشن به د پلټنو د قانون لاندې د پېښې پلټنې کوي. د سپريم کورټ کوم پخوانی جج به د کمېشن مشري او پلټنې کوي.
هغه وويل، چيف جسټس هم په دغه خبره موافق وو چې مرکزي حکومت له د دغه معاملې پلټنې کول پکار دي
د ججانو په خط کې ویل شوي چې د عدلیې د ازادۍ د باوري کولو لپاره د ادارې په توګه دې معاملې ته غبرګون پکار دی او له عدالتي کنونشن څخه به درک ولګیږي چې د ملک د نورو هایکورټونو قاضیان هم له دې حالت سره مخ دي که نه.
په خط کې زياته کړل شوې، په عدالتي چارو کې د خفيه ادارو لاسوهنه کومه نوې خبره نه ده او پخوا د اسلام اباد هاىکورټ جج شوکت عزیز صديقي هم د استخباراتي ادارې آی اېس آی د لاسوهنې معامله مخې ته راوړې وه.
شوکت صدیقي په کال 2018م کې د خپل منصب څخه ګوښه کړل شوی وو او د سپریم کورټ اوسني چیف جسټس د مارچ په 22مه په خپله پرېکړه کې د شوکت صديقي ګوښه کېدل ناسم وبلل او هغه يې رېټاېرډ جج وباله.
خط لیکونکو ججانو د فشار د هڅو په اړه د اسلام اباد هایکورټ مشر قاضي ته په کال 2023 او 2024 کې ليکل شوي لیکونه هم شامل کړي او په خپلو چارو کې د هغو مسولو او ممکنه لاسوهنو یادونه يې پکې کړې ده چې دغو ججانو ته وخت په وخت مخې ته راغلې دي.
په خط کې زياته کړل شوې، د پخواني وزيراعظم عمران خان خلاف د ټيريان وايټ په قضيه کې د ججانو په رایو کې اختلافات پېل شوي وو، جسټس عامر فاروق د ټيريان قضيه د اورېدنې وړ ګرځولې، او چا چې قضيه د اورېدنې وړ نه وه ګرځولې، په هغو ججانو د آی اېس آی لخوا د خپلوانو او دوستانو د لارې سخت فشار اچول شوی وو.
ججانو ویلي، دغه معامله یې د اسلام اباد د چیف جسټس، او بيا د هغه وخت د سپریم کورټ د چيف جسټس په وړاندې راوړلې وه او بیا ورته چیف جسټس ويلي وو چې د آی اېس آی د مشر سره یې خبره شوې، چې بيا به داسې نه کیږي خو دغه لړۍ نه ده ودرېدلې.
Forum