شاته

اېمنېسټي انټرنيشنل: پاکستان دې د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ ودروي، د ښځو او جينکو تحفظ دې يقيني کړي

نړیوالو ادارو يو ځل بيا د پاکستان نه غوښتي چې د افغان کډوالو د بيرته لېږلو لړۍ دې ودروي، ځکه په بيرته لېږونکو کډوالو کې په ځانګړي ډول د ‏ښځو او جينکو ژوندونه د خطر سره مخامخ کېږي. ‏‎

پاکستان د هغو افغانانو د ستنولو چې اې سي سي يا افغان سيټيزن کارډ لري او په دې لړ کې صوبايي حکومتونو، په ضلعي کچه چارواکو او اړونده ‏ادارو ته ‏یې امر کړی چې ای سي سي کارډ لرونکو افغانانو د ځايونو معلومولو لاروښوونه کړې ده، خو حکومت په رسمي ډول د کډوالو په دويم پړاو کې ويستلو نېټه نه ده ‏اعلان کړې.‏

د ملګرو ملتونو د کډوالې ادارې يو اېن اېچ سي ار)د تېر کال د شمېرو ترمخه، په پاکستان کې د يو اېن اېچ سي ار سره 13 لکه افغان کډوال رجسټرډ دي او پي او آر يا پروف اف رجسټرېشن کارډونه لري. ‏اته نيم لکو افغانانو ته د پاکستان حکومت په کال 2017م کې د افغان سيټیزن کارډونه ورکړي چې د افغانستان د شهریانو په څېر يې شناخت کېږي او بیا هغه افغانان دي چې د پاکستان حکومت وايي هیڅ ډول قانوني اسناد نه لري.

څيړونکي وايي، د پاکستان او افغانستان تاوجنې اړیکې به د کارډ لرونکو کډوالو ستنول نورې خرابې کړي.‏

اېمنېسټي نېشنل په اېکس (پخواني ټوېټر) پوسټ کې ويلي، "د پاکستان څخه د افغان کډوالو بيرته لېږل به ښځې او جينکۍ د ځانګړې خطرې سره مخامخ ‏کړي، ځکه په زوره د دوی بيرته ستنول به دوی د تعليم، کار روزګار، ګرځېدو د حقونو څخه محرومه او تشدد د خطرو سره مخامخ کړي".‏

‏"پاکستان دې د افغان کډوالو بيرته لېږلو لړۍ ودروي، د کډوالو ښځو او جينکو د ساتنې يقيني کولو دپاره دې ګامونه پورته کړي". اېمنسټي انټرنیشنل ‏درې ورځې وړاندې هم دغه غوښتنه کړې وه.‏

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې يو اين ايچ سي ار هم د پاکستان نه غوښتنه کړې چې د اې سي سي کارډ لرونکو کډوالو سره دې نرمي وکړي ځکه چې په ‏دغو خلکو کې يو شمېر افغان وګړي د بشري حقونو د سرغړونو او د جينکو په تعليم د بندېز له وجې افغانستان ته ستنېدل نه غواړي.‏

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې وياند قېصر اپریدی وايي، "دغه چې کوم اې سي سي کارډ لرونکي دي دې حوالې سره مونږه د حکومت نه خواست کوو چې ‏د دوی دپاره دې هم يو داسې سکريننګ مېکېنېزم دې چې په هغې کې دا مونږه مالومه کړو چې زيانمنونکي خلک څوک دي او چاته د تحفظ ضرورت دی".‏

د خېبرپښتونخوا صوبايي حکومت ترجمان بيرسټر محمد علي سيف وي او اې ډيوه ته ويلي چې وفاقي حکومت صوبايي حکومت ته امر کړی چې په صوبه ‏کې د افغان سيټيزن کارډ لرنکو مالومات راټول کړي او د هغې وروسته چې د وفاق له خوا کومه فېصله راځي هغې مطابق به ګامونه اخلو.‏

پاکستان کې مېشت رجسټرډ افغان کډوال وايي د پاکستان دې پرېکړې اندېښمن کړي او د ماشومانو راتلونکي ته یې پرېشانه کړي دي.‏

د مردان په جلاله کيمپ کې افغان کډوال محمد وايي، " مونږه ډېر پرېشانه يو ځکه چې دلته مو کاروبارونه دي په پنجاب کې مو روزګارونه دي، مونږه سره ‏ډېر غم د خپلو ماشومانو د تعليم دی، ټيک ده چې هلته د هلکانو تعليم خو شته ولې د جينکو په تعليم پابندي ده، بله خبره دا ده چې ټول غريب خلک دی او ‏هلته يې سرپناه نشته دی، د دې ځای نه وتل زمونږه د پاره ډېره ګرانه ده".‏

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د شمېرو ترمخه په پاکستان کې شاوخوا ‏‎1.3‎‏ ميلينه افغان مهاجرين ‏‎)‎پي او ار‎(‎‏ کارډونه او د 880،000 نه سېوا کډوال د ‏عارضي اوسېدو افغان سيټيزن کارډونه لري.‏

څېړونکي وايي د ټي ټي پي په پاکستان کې وروستيو بريدونو او بيا د پاکستان په افغانستان کې هوايي بريدونو له وجې د اسلام اباد او افغان طالبانو ‏ترمنځه اړيکې تاوجنې شوي دي او د افغان کډوالو په باب د پاکستان د وروستۍ پرېکړې عملي کېدو سره به نورې هم متاثره شي.‏

د مردان عبدالولي خان پوهنتون کې د نړيوالو چارو کارپوهه ډاکټر عبدالشکور وايي، ‏ " دا يوه حساسه مسله ده، د افغانستان دننه حالات ډېر زيات خراب دي، د يو رپورټ مطابق دا وخت په ميليونو افغانانو ته د خوراک ضرورت دی او په ‏داسې حال کې چې د هغوی په بهرنو ملکونو کې مېشت کډوال هغوی ته راواپس شي نو د دواړو ملکونو په تعلقاتو کې به نور تناو راځي په ځای د دې چې د ‏اعتماد فضا راجوړه شي هغې ته به نور هم نقصان ورسي".‏

د پاکستان حکومت د اکتوبر په درېمه اعلان کړی وړ چې په دې هيواد کې په غېر قانونه توګه مېشت غېر ملکي وګړي دې خپلو هېوادونو ته ستانه شي ‏ګينې په زوره به ويستل کېږي.‏

د خېبر پښتونخوا د داخله چارو محکمې نه ترلاسه شويو مالوماتو ترمخه د تېر 2023 کال 17م ستمبر راپدېخوا 3 لکه او څه کم 4 زره افغان کډوال د تورخم ‏د لارې خپل هېواد ته لېږل شوي دي او په ناقانونه توګه مېشت د غيرملکي وګړو د ويستلو لړۍ دوام لري.‏

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00