شاته

پاکستاني چارواکي: په شانګله کې په چینايانو د ځانمرګي حملې د اولنو تحقیقاتو معلومات چین سره شریک کړی شوي دي

پاکستاني چارواکو ویلي د خېبرپښتونخوا په شانګله ضلع کې په ځانمرګي حمله کې د پینځو چینايي اېنجینرانو او د دوی ډرایور د وژل د پېښې په اړه د ابتدايي تحقیقاتو موندنې چینايي مامورینو سره شريکې کړی شوي دي.

پاکستاني مامورینو د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل د هغه ځانمرګي حمله کوونکي د جسد ډي اېن ای ټېسټونه کولی شي چې د چینايي موټر سره یې خپل موټر جنګولی و.

د نهې، سه شنبې، په ورځ په حمله کې وژل شوي چینايي شهریانو د داسو ډېم په منصوبه کار کولو او د کار ځای ته په لاره وو چې په هدف کړی شول. داسو ډېم د پاکستان د توانای لویه منصوبه ګڼل کېږي.

په سیمه کې پولیس افسر الطاف خان اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې ته وویل چینايي د پولیس په بدرګه کې وو چې حمله پې وشوه. هغه وویل د خودکش بمبار مخ خراب شوی او ممکنه ده چې د ډي اېن ای ټېسټ نه یې شناخت وشي.

پاکستاني چارواکو وویل د تحقیقاتو تازه معلومات یې د چینايي همکارانو سره شریک کړي دي. ټاکل شوې وه چې چینايي ماهرین به هم د شورو، چهارشنبې، په ورځ‌ د پېښې ځای ته ور تلل چې د پاکستاني چارواکو سره د همکارۍ ترڅنګ په ازاده توګه خپلې پلټنې هم وکړي.

د ملګرو ملتونو سېکیورټي کاونسل یا امنیتي شورا د شورو، چهارشنبې، په ورځ‌ د حملې غندنه وکړه او ويې وویل چې په حمهل کې ککړ خلک دې د انصاف سره مخامخ کړی شي.

په سمدستي ډول د حملې ذمه واري نه ده منل شوی. په تحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي، د حملې شک کېدلو خو د شورو، چهارشنبې، په ورځ‌ ټي ټي پي حملې سره د لاتعلقۍ اظهار وکړو.

په چینايانو د حملې نه یوه هفته مخکې د پاکستان امنیتي ځواکونو د بلوڅ وسله والې ډلې بلوچستان لېبرېشن ارمي اته مشکوک وسله والي وژلي وو. بي اېل ای چې پاکستان او امریکې ترهګر تنظیم ټاکلی په پاکستان کې په چینایانو د ځینو حملو ذمه واري منلې ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00