شاته

د امریکې سفارتکاره: د ښځو پر کار د طالبانو بندیزونه افغانستان ته د کال اربونه ډالر زیان رسوي

د افغانستان لپاره د امریکې سفارتکاره کېرن ډېکر وایي د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو حقونه باید خوندي شي، هغه وایي افغانستان په نړۍ کې یواځینی ملک دی چې پرله پسې په درېیم کال پکې نجونې له اعلی تعلیمه محرومه دي.

کېرن ډېکر د مارچ پر 27مه د قطر له پایتخت دوحې څخه آنلاین د افغانستان د یو شمېر رسنیو له کارکوونکو او خبریالانو سره په خبرو کې وویل، دا درېیم کال دی چې افغانانو ته په رسمي ډول د نوروز د نمانځلو اجازه هم نه ده ورکړل شوې.

مېرمن ډېکر وویل د دوی د شمېرو له مخې طالبانو د افغان مېرمنو د فعالیتونو او کارونو د محدودولو لپاره تر 50 زیات داسې فرمانونه خپاره کړي چې پکې امر شوی افغان مېرمنې باید څه وکړي، چېرې لاړې شي، څنګه جامې واغوندي، کله باید ولیدل شي او څه باید ووايي:

"په نړۍ کې بل هیڅ کوم هیواد دومره په بشپړ ډول خپله نیمايي ابادي نه ده ختمه کړې. دا بندیزونه د افغانانو د تاریخ او کلتور څرګندونه نه کوي".

کېرن ډېکر وویل د نوروز روایت څو ورځې مخکې تېر شو، چې وایي دا د پسرلي راتګ او په افغانستان کې د تعلیمي کال پیل هم دی، خو وایي دا درېیم کال دی چې لا هم د افغانو نجونو لپاره سکولونه بند پاته دي:

"دا پرله پسې په درېیم کال افغانستان په نړۍ کې یواځینی ملک دی چې نجونې یې تر شپږم ټولګي پورته جدید تعلیم ته دوام نه شي ورکولای".

د افغانستان لپاره د امریکې سفارتکارې کېرن ډېکر له سټرېټیجیک پلوه د نجونو او ښځو تعلیم د افغانستان لپاره ډېر مهم وباله او ویې ویل د ښځو په ګډون د ټولو افغانانو د حقونو خوندیتوب له سټرېټیجیک پلوه د افغانستان لپاره ډېر ضروري دی:

"دا ددې لپاره نه چې امریکا وايي، دا ځکه چې افغانانو پرله پسې دا ویلي دي چې هغوی غواړي ښځې تعلیم وکړي، هغوی غواړي ښځې کار وکړي او هغوی په عام ژوند کې د ښځو ګډون غواړي".

کېرن ډېکر د ښځو پر کار د طالبانو د بندیزونو په اړه وویل چې دا بندیزونه افغانستان ته په کال کې د اربونو ډالرو زیان رسوي، چې وایي نور دا هیواد ددې زیان د زغملو توان نه لري.

مېرمن ډېکر زیاته کړه، کله چې د یو هیواد نیمايي ابادي یعنې ښځې د ګټې وټې د تر لاسه کولو او له خپلو کورنیو سره د مالي مرستې کولو وړتیا ونه لري هیڅکله په اقتصادي لحاظ په خپلو پښو نه شي درېدلی.

دغې امریکايي سفارتکارې په خپلو خبرو کې د طالبانو د مشرانو د څرګندونو یادونه وکړه چې هغوی وايي حکومت یې نه غواړي افغانستان د بهرنیو هیوادونو په مرستو تکیه وکړي. مېرمن ډېکر وویل:

"دا یو ساده حقیقت دی چې له تعلیم او کاره د نیمايي ابادۍ منع کول پر بهرنیو مرستو تکیه اوږدوي".

د طالبانو حکومت د امریکې د سفارتکارې تازه خبرو ته لا څه جواب نه دی ویلی، خو تر دې وړاندې یې پر ښځو د بندیزونو په اړه د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو د نړیوالو ادارو نیوکو ته په جواب کې تل ویلي چې د ښځو حقونه یې له "اسلامي شریعت" سره سم خوندي کړي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00