شاته

پاکستان: افغانستان د "تروریزم منبع" ده؛ طالبان: دا ادعا "غلطه او بې بنسټه" ده

د طالبانو حکومت د پنجشنبې په ورځ مارچ ۲۸ (وري ۹) د پاکستان د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې "غلطې" او "بې بنسټه" وګڼلې چې په ټولنیزو شبکو کې یې افغانستان د ستونزو او تروریزم منبع ګڼلې ده.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف، د چهارشنبې په ورځ په ایکس ټولنیزه شبکه باندې په یو پیغام کې لیکلي: "د تروریستي پیښو زیاتیدو ته په پاملرنه، د سرحدونو په وضعیت کې اساسي بدلون ته اړتیا ده. په پاکستان کې د تروریزم منبع په افغانستان کې ده او زمونږ د هڅو سره سره، پدې اړه کابل هیڅ پرمختګ نه لري."

خو د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد، د طالبانو تر کنترول لاندې د افغانستان د ملي رادیو تلیوزیون سره په خبرو کې د پاکستان د دفاع وزیر دغه څرګندونې رد کړې او یو ځل بیا یې وویل چې اسلام‌ اباد باید د خپلې بی‌مسوولیتۍ او ناکامۍ پړه په خپلو ګاونډیانو باندې وانچوي.

مجاهد وویل: "مونږ دغه څرګندونې بې بنسټه بولو...دا چې افغانستان د ستونزو منبع ګڼل کیږي غلطه خبره ده، د مسولیتونو څخه تیښته او د هغوی [پاکستان] د ناکامیو توجیه کول دي."

د پاکستان د دفاع وزیر د خپل پیغام په دوام کې همداشان ادعا کړې چې د تروریستانو پټنځایونه په افغانستان کې دي او په ازاده بڼه له هغه ځای څخه د پاکستان پر ضد عملیات کوي. هغه لیکلي: "د ترهګرو تګ راتګ باید بند شي. پدې توګه دواړه هیوادونه کولای شي د ښه ګاونډیانو په توګه خپلې اړیکې پیاوړې کړي او د پاسپورت او ویزې په اساس د سفر کولو آسانتیاوې دوام وکړي. انشالله."

ذبیح‌الله مجاهد د خواجه اصف ددغو تورونو د ردولو په ترڅ کې وویل: "د پاکستان سره د تحریک طالبان پاکستان جګړه د دوو لسیزو راهیسې روانه ده او دا د پاکستان داخلي موضوع ده او د افغانستان سره د هغه نښلول بی‌انصافي او غلطه ده او مونږ هغه ردوو. [پاکستاني مقامات] دې ولاړ شي د ستونزو حل دې د خپل هیواد دننه ولټوي."

پاکستان په څو تیرو اونیو کې د سخت دریځو د شدیدو برویدونو شاهد و، چې په کې د ګوادر بندر د کنترول پر یو دفتر باندې برید او پر یوې پوځي اډې باندې برید شامل دي چې د اتو پاکستاني پوځیانو د وژل کیدو سبب شوي.

پر دغې پوځي اډې باندې د برید وروسته پاکستان د افغانستان دننه د خوست او پکتیکا ولایتونو کې پر ځنو ساحو هوایي بریدونه وکړل چې د طالبانو له سخت غبرګون سره مخامخ شول.
له دې دمخه خواجه اصف د امریکاغږ سره په خبرو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د پولو پر کنترول باندې په ټینګار سره خبرداری ورکړی و چې: "که هغوی مونږ ته تاوان ورسوي، غچ اخیستلو ته به اړ شو."

فورم \ دبحث خونه