شاته

په جنېوا کې د افغانستان مشن غوښتې په هېواد کې د انساني حقونو د صورتحال تحقیقات دې وکړی شي

په جنېوا کې د ملګرو ملتونو لپاره د افغانستان مستقل ډلې ویلي په افغانستان کې په منظمه ډول د ولس سره بدسلوک کېږي او ملګري ملتونه دې په دې اړه ازادې پلټنې وکړي.

د ملګرو ملتونو د پاره د افغانستان مستقل مشن په ټولنیزې رسنی اېکس دغونډې یوه وډیو هم خپره کړې ده چې پکې ښکاري د مشن غړې میرمن ثریا عزیزي د بشري حقونو کونسل د غونډې په مهال د افغان طالبانو په اقداماتو خبرې کوي او وايي په افغانستان کې خلک د منظمې بدسلوکی ښکار دي او د خلکو د بدلولو لپاره یو منظم مهم روان دې.

میرمن عزیزي زیاته کړه چې په افغانستان کې د نوی تعلیمي کال شروع شوی خو جینکو ته په سکولونو کې د داخلو اجازه نه ورکړی کېږي. هغې زیاته کړه چې د موثرې نګرانی او خلاف ورزیو په اړه د یو مربوطه نظام د لاندې بامعني دستاویز جوړ کړی شي.

د افغانستان د استاذیتوب مشن د ملګرو ملتونو کونسل ته ویلي چې افغانستان د بشري حقونو د سرغړونو له پلوه په نړۍ کې یو ترټولو بد هیواد دی او په کار نه دي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې کسان چې ناهیلي شوي له یاده وایستل شي.

ثریا عزیزي وویل د یو ازاد او پلټنیز طریقه کار په عدم موجودګی کې موثره نګراني نشي کېدی او د هغوي یعنې طالبانو سره د لین کونکو تجارتي ادارو د پاره یو میکنزم موجودګي لازمه ده، میرمن عزیزي وویل چې افغانستان کې د حساب کتاب نه استثنا ختمول پکار دي چې په دغه هېواد کې پوخ امن په ځای شي.

نوموړې وویل د بشري حقونو کونسل به افغانستان کې د فیصله کن ، باعزته او همدردانه ګامونو لپاره په تاریخ کې یادولی شي چې د افغانستان د خلکو د درناوي په ځای کولو لپاره یې بنیاد اېښودی وو.

په جنیوا کې د افغانستان نمایندګۍ دا څرګندونې په داسې حال کې کړي چې د رواداري په نوم په افغانستان کې د بشري حقونو د څار یوې ادارې د مارچ په روانه میاشت کې په یو رپورټ کې ویلي چې په دغه هیواد کې هرې خوا ته بشري وضعیت خراب شوی دی.

رواداري ویلي چې د ژوند د حق څخه د سرغړونې سربیره، د طالبانو له خوا خپلسره او غیرقانوني نیول، شکنجه، ناسم چلند او د بندیانو وژل، په جبري ډول ترې تم کیدل او په ظالمانه توګه د سزا ګانو ورکول په افغانستان کې د ناسم بشري وضعیت څرګندونه کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا هم ویلي چې په افغانستان کې بشري وضعیت مخ په خرابیدو دی او طالبان د بشري حقونو څخه د ملاتړ په برخه کې ناکامه شوي دي.

د طالبانو حکومت ویلي چې په افغانستان کې د شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو په ګډون د دغه هیواد د ټولو اوسیدونکو حقونو ته ژمن دی.

د طالبانو حکومت د بشري حقونو څخه د طالبانو د سرغړونو په اړه د نړیوالو ادارو رپورټونه بې اساسه او د طالبانو د نظام په اړه د پروپاګند یوه برخه ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00