شاته

اسرایلو د لېبنان پر جنوبي برخو هوايي بریدونه کړي

واشنګټن – په لېبنان کې د حزب الله ډلې د شورو یا چهارشنبې په ورځ د اسرایلو د هغو بریدونو په غبرګون کې چې د لېبنان په جنوبي برخو کې یې اووه کسان ووژل، د اسرایلو په شمالي برخو باندې راکټونه توغولي.

د اسرایلو د بیړنیو حالاتو ادارې ویلي، چې په دغه راکټي برید کې په کیریات شمونا سرحدي ښار کې یو کس وژل شوی.

د اسرایلو پوځ ویلي، چې دوی په لېبنان کې یوه پوځي ودانۍ په نخښه کړې وه او د الجامعه الاسلامیه ترهګرې ډلې یو غړی یې پکې وژلی چا چې د اسرایلو پرضد ترهګر پلانونو ته کار کاوه.

د فرانسې خبري ادارې د الجامعه الاسلامیه د چارواکي له خولې راخیستي چې د لېبنان په حېبریه کلی کې اوه کسان وژل شوي.

د لېبنان امنیتي ادارو هم ورته شمېر له رویټرز خبري ادارې سره شریک کړی.

د لېبنان او اسرایلو ترمنځ پر پوله دغه وروستی تاوتریخوالی په داسې حال کې شوی چې اسرایل په غزې پټۍ کې د حماس جنګیالۍ ډلې د له منځه وړلو لپاره خپل کمپاین پر مخ وړي.

د اسرایلو پوځ همدارنګه د شورو یا چهارشنبې په ورځ خبر ورکړی چې د غزې په شمال کې یې د شفا روغتون په سیمه کې ځمکني عملیات ترسره کړي او دغه ډول یې د غزې په جنوب کې په خان یونس نومې سیمه کې هوايي‌ او ځمکني عملیات ترسره کړي.

که څه هم د ملګروملتونو په امنیت شورا کې په غزه کې د سمدستي اوربند لپاره مسوده تصویب شوې خو داسې ښکاري چې د جګړې د درېدو او د بندیانو د خوشې کېدو په برخو کې روانو هڅو کومې مثبتې پایلې نه دې لرلي.

د امریکا، مصر او قطر د مذاکره کونکو ترمنځ د اونیو راهیسې غیر مستقیمې خبرې روانې دي خو د اسرایلو او حماس ترمنځ یوه لوري هم د تړون لور ته کوم پرمختګ نه دی ښودلی.

یو جګ پوړي اسرایلي چارواکي رویټرز ته د نهې یا سې شنبې په ورځ وویل، چې اسرایلو له قطر څخه خپل مذاکره کونکي وروسته له هاغې بېرته وغوښتل چې له حماس سره تر اوسه پورې تر سلو زیاتو پاتې بندیانو د خوشې کېدو په برخه کې کوم پرمختګ و نه شو.

اسرایل باور لري چې د اکټوبر په اوومه نېټه د برمته شویو اسرایلیانو له ډلې څخه تر ۳۰ زیات یې مړه شوي دي.

له هغې وروسته د اسرایلو وزیر اعظم بین یمین نتن یاهو د حماس لخوا شوي وړاندیزونه له حقیقت څخه لېرې وبلل.

د حماس جنګیالیو د ګل یا دوشنبې په ورځ وویل، چې دوی مذاکره کونکو ته ویلي، چې دوی به خپل هغه وړاندیز کې بدلون را نه ولي چې ټول اسرایلیان له غزې څخه ووځي او د اسرایلو لخوا د فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو په بدل کې به اسرایلي بندیان خوشې کېږي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00