BBC
 شاته

فاریاب کې د واورې ورښت تر ۱۰۰ ډېر کسان وژلي

واوره د انځور حقوق ANDMA
Image caption سږ کال د افغانستان بېلابېلو برخو کې د واورو ورښت خلکو ته د سر او مال زیان واړاوه.

د افغانستان فاریاب ولایت کې چارواکي وايي، دغه ولایت کې د درنو وارو له کبله لسګونو کسان وژل شوي او یا ټپیان شوي دي.

د فاریاب والی سید انور سادات د پنجشنبې پر ورځ یوې خبرې غونډې ته وویل، دوې ورځې د دغه ولایت ۱۵ ولسوالیو کې درنې واورې اورېدلې، چې پایله کې یې ۱۱۱ کسان وژل شوي او ۱۳۶ ټپیان دي.

ښاغلی سادات وايي، دغه شمېرې په ولسوالیو کې له طبیعي پېښو سره د مبارزې له کمېټې، د پولیسو له قوماندانیو او روغتیايي مرکزونو راټولې شوي او تایید شوي دي.

سالنګ لویه لار د واورې له امله بیا وتړل شوه

افغانستان کې د وروستۍ واورې له کبله ۱۱۹ کسان مړه شوي

د سادات په خبره د سر دروند زیان په بلچراغ، قورماچ، کوهستان او پشتون کوټ ولسوالیو کې اوښتی."

د نوموړي معلومات ښيي، چې د دغو واورو له کبله نژدې پنځه زره کورونه نسبي او دوه سوه کورونه په بشپړه توګه ویجاړ شوي دي.

سختې واورې افغانستان کې لسګونه کسان وژلي

دغه راز ښاغلي سادات ویلي تر پنځوسو زرو پورې څاروي هم له منځه تللي.

د فاریاب والي وايي، زیانمنو خلکو ته لومړنۍ مرستې رسېدلې او وايي دوی له پلازمېنې کابله د نورو مرستو په تمه دي.

والي سادات وايي، د کوهستان او بلچراغ ولسوالیو اوسېدونکو ته د تړلیو لارو له کبله مرستې نه دي رسېدلې. د کب میاشتې په لومړۍ نېټه د دغو واورو له کبله، چې کچه یې ۷۰ سانتي متره یاده شوې د تلفاتو شمېر ۲۵ کسان بلل شوي ول.

بل لور ته پلازمېنه کابل کې د فاریاب والي له خوا د تلفاتو دغه شمېرې نه دي تایید شوي.

د ایټالیا پر هوټل واورې ښویېدو کې ګڼ کسان تري تم شوي

روسیه کې د واورې زرګونو ګولیو خلک حیران کړي

د سلواغې په ۱۸ نېټه افغان چارواکو ویلي ول، چې افغانستان کې د درنو واورو له کبله ۱۱۹ کسان وژل شوي او ۸۹ نور ټپیان دي.

ډېری تلفات په غرني نورستان ولایت کې اوښتي ول، چې یو کلی تر واورو لاندې شو او ۶۵ کسانو په کې ژوند له لاسه ورکړ، چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل وو.