BBC
 شاته

"افغانستان کې به ژر ۴ جي انټرنېټ اسانتیاوې پيل شي"

د انځور حقوق AFP
Image caption افغان حکومت داسې وخت د څلورجي انټرنېټ خدمتونو د وړاندې کولو خبر کوي چې په دغه هېواد کې زیاتره د انټرنېټ کارونکي د انترنټ د ټیټ کیفیت او لوړو بیو څخه سر ټکوي، خو حکومت تل ویلي د انټرنېټ کیفیت د لوړولو او بیو د ټیټولو لپاره هڅې کوي.

د افغانستان د مخابراتو وزارت په نژدې راتلونکې کې په دغه هېواد کې د څلورم نسل یا ۴ جي انټرنېټ د کار پیلولو خبر ورکړی دی. د دغه وزارت چارواکو له شخصي مخابراتي شبکو غوښتي چې د ۴ جي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د تخنیکي تیاریو تر څنګ خپل کاري اجازه لیکونه هم تازه کړي.

کابل کې زموږ همکار خوشحال تایب پخپل راپور کې وايي، په افغانستان کې انټرنېټ ته د خلکو د اړتیاو په لوړېدو سره اوس د انټرنېټ څلورم نسل یا ۴ جي بازار ته وړاندې کېږي.

په افغانستان کې د خپرونو او لېږد په موخه چټک انټرنېټ ورځ تر بلې خپل ارزښت ډېروي. د افغانستان د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت وايي د دغو خدمتونو د وړاندې کولو موخه یې په هېواد کې د ښه او کیفیت لرونکي انټرنېټ وړاندې کول دي.

تر ټولو د چټک فور جي انټرنېټ نوی 'ریکارډ'

افغانستان: د حکومتي انټرنېټي خدمتونو بیه ۲۰ سلنه ټیټه شوې

د مخابراتو وزارت تخنیکي مرستیال او سرپرست احمد شاه سادات په دې اړه وايي:

"په دغه فورجي کې د انټرنېټ ظرفیت د موجوده انټرنېټ په پرتله لس برابره ډېروي. پر یوټیوب چې یوه وېډیو یوه ساعت کې ګورئ، هغه په یوه دقیقه کې کتلای شئ. هېوادوال باید پوی وي چې فورجي کې سرعت ډېر زیات دی، ډېټا هم ډېره ورسره مصرفېږي، چې ښايي لګښت یې هم ورسره ډېر وي."

د انځور حقوق AFP
Image caption په افغانستان کې انټرنېټ ته د خلکو د اړتیاو په لوړېدو سره اوس د انټرنېټ څلورم نسل یا ۴ جي بازار ته وړاندې کېږي.

افغان حکومت دغه چارې د نوري فایبر له لارې د آزاد سیاست پر بنسټ تر لاس لاندې نیولې دي.

یعنې د انټرنېټ وړاندې کوونکي پنځه شخصي او دوه دولتي شرکتونه چې انترنتي خدمتونه خلکو ته وړاندې کوي د څلور جي امتیاز ترلاسه کولای شي.

وړاندې تر دې هم ځینو خصوصي شرکتونو د څلورم نسل انترنت خدمتونو د وړاندې کولو خبر کړې وې، خو هغه مهال افغان حکومت د نه ډاډمنتیا له کبله هغه منع کړی وو.

افغان حکومت په نژدې راتلونکې کې د فورجي انټرنېټ د خدمتونو خبر داسې مهال کوي چې ځینې هېوادونو آن له پنځم نسل یا ۵ جي کار اخلي.

۵ جي

د مخابراتو وزارت چارواکي وايي په افغانستان کې د ۵ جي انټرنېټ وړاندې کولو لپاره را زمینه نه ده برابره شوې.

د مخابراتو وزارت خصوصي مخابراتي شرکتونو ته ویلي چې د فور جي انټرنېټ خدمتونو د وړاندې کولو لپاره نوي اجازه لیکونه ترلاسه کړي.

ښاغلی احمد شاه سادات په دې اړه وايي: "موږ ټولو شرکتونو ته وايو چې له "اترا" ادارې سره اړیکه ونیسي او د جواز پړاوونه دې له دغې ادارې سره بشپړ کړي او خپل تخنیکي توکي چمتو کړي، موږ اترا ادارې ته وایو چې په دې برخه کې له شرکتونو سره یوځای کار وکړي چې په دې سره ټولو هېوادوالو ته څلورجي انټرنېټي خدمتونه وړاندې شي."

افغان حکومت داسې وخت د څلورجي انټرنېټ خدمتونو د وړاندې کولو خبر کوي چې په دغه هېواد کې زیاتره د انټرنېټ کارونکي د انترنټ د ټیټ کیفیت او لوړو بیو څخه سر ټکوي، خو حکومت تل ویلي د انټرنېټ کیفیت د لوړولو او بیو د ټیټولو لپاره هڅې کوي.

د انځور حقوق AFP
Image caption فورجي انټرنېټ دا مهال په یو شمېر پرمختللو هېوادونو کې کارول کېږي.
د انځور حقوق AFP
Image caption افغان حکومت په نژدې راتلونکې کې د فورجي انټرنېټ د خدمتونو خبر داسې مهال کوي چې ځینې هېوادونو آن له پنځم نسل یا ۵ جي کار اخلي.