BBC
 شاته

د موصل د بیا نیولو جګړه

عراقي ځواکونو د لوېدیځ موصل بیا نیولو په نیت د اسلامې دولت نومې ډلې پر ضد پراخ پوځي عملیات پیل کړي. د وروستیو رپوټونو پر بنسټ پوځ ویلي هغوی د موصل په جنوب کې دوه کلي نیولي.

د دغه ښار د نیولو عملیات تېر کال په اکتوبر کې پيل شوي. په عراق کې موصل د داعش وروستی لوی مرکز دی - اټکل کیږي چې جګړه به لا نور زور واخلي.