'روباټونه به د انسانانو دندې واخلي'
بې ډ رایوره موټر، روباټونه او د ټکنالوژۍ پرمختګ که له یوې خوا اسانتیاوې برابروي، له بلې خوا ډېری بیا د بېکارۍ له خطر سره هم مخامخوي.
برتانیا کې یوې څېړنې ښودلې چې راتلونکو ۱۳ کلونو کې به نژدې ۳۵ فیصده دندې روباټونه پر مخ وړي - مانا زرګونه کسان بېکاره کېدای شي.
بي بي سي د لندن ساینس موزیم کې د روباټونو نندارې ته ورغلې وه.