د کندهار او اورزګان پر لار افغان پوليسو اووه پوستې خوشې کړي
چارواکي وايي د اورزګان کندهار تر منځ د لارې په اوږدو کې د اوو پوستو پولیسو خپلې دندې په دې پرې ایښي چې معاش نه دی ورکړل شوی.
دغو امنیتي پوستو کې درې یې کندهار او څلور یې د اورزګان ولایت پورې تړلې دي.
د اورزګان ولایت چارواکي مني چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د دغه ولایت چارواکي نه دي توانېدلي چې د یو لړ ستونزو له کبله د پرېښودل شوو پوستو پولیسو ته تنخا ورکړي.
يو افغان پوليس اروزګان کې خپل ۱۰ ملګري وژلي
د اورزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب وايي، لا وړاندې تر دې چې دغه پولیس سرتېري خپلې پوستې پرېږدي دوی ورسره ټیلېفوني خبرې کړې وې او دغو سرتېرو تر ټولو لویه ستونزه دوی ته د معاش نه ورکړه په ګوته کړې وه.
د اورزګان ولایت چارواکې وايي پوستو ته یې نور پولیس ورلېږلي او ژمنه یې کړې چې ژر تر ژره به دغه ستونزه حل کړي.
دا لومړی ځل نه دی چې په اورزګان ولایت کې ګڼې پوستې د پولیسو له خوا پرېښودل کېږي.
اروزګان- د امنیه قومندانۍ سرپرست په 'مرموز' ډول ووژل شو
اروزګان کې لسګونه پولیس د طالبانو له کلابندۍ وژغورل شول
د اروزګان پر څلورو ولسواليو د وسلوالو بريدونه
تېر کال د کندهار اورزګان پر لار په لسګونو پوستې چې مشري یې رحیم الله خان کوله پرېښودل شوې چې لامل یې د اکمالاتو نه رسېدل په ګوته شوی و.
له هغه وروسته د کندهار د امنیې قومندان جنرال عبدالرازق په مشرۍ په سیمه کې یو لړ عملیات پیل شول چې له ډېرو هڅو وروسته یې وکړای شول د لارې پر سر پرتې پوستې له طالبانو بېرته ونیسي.
اورزګان ولایت کې د طالبانو پراخ شتون او د امنیتي څوکیو پر سر لانجې د دې لامل شوی چې دغه ولایت په دوامداره توګه تر امنیتي ګواښونو لاندې وي.