BBC
 شاته

غني: ځينې هېوادونه 'ترهګرې شبکې' د سیاسي موخو لپاره کاروي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسمشر غني وویل، زموږ ستونزه د سیمې په کچه ده

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد روانه جګړه یوازې د افغانستان د ازادۍ لپاره نه، بلکې د ټولې نړۍ د امنیت لپاره ترسره کېږي.

ولسمشر غني دا څرګندونې د جرمني په میونیخ ښار کې نړیوال امنیتي کانفرانس ته د وینا پر مهال وکړې.

نوموړي وویل، نړیوالې ټولنې په افغانستان کې د امنیت او ثبات لپاره خپلې ژمنې پوره کړي، خو اصلي ستونزه په سیمه کې ده، او یو شمېر هېوادونه 'ترهګرې شبکې' د سیاسي موخو لپاره کاروي.

''زموږ ستونزه د سیمې په کچه ده. موږ د نړۍ په یوه داسې برخه کې اوسو چې د هېوادونو د خپلمنځي اړیکو په برخه کې، هېڅ قانون یا اصول ته درناوی نه کېږي. ځيني هېوادونه دا توپیر نه کوي چې کوم کار له اخلاقي پلوه د کولو دی، او کوم منع دی. موږ یې منظمې تګلارې ته اړتیا لرو. په دې جګړه کې د زور کارولو ته اړتیا شته، خو ستونزه به یوازې په زور کارولو نه حل کېږي. دلته نورې ستونزې هم شته، لکه بې وزلي، بې انصافي او په خاصه توګه په حکومتونو کې فساد ''

مونیخ غونډه: ولسمشر غني به د ټرمپ ادارې له چارواکو سره وغږیږي

غني د روسانو وتلو کلیزه کې: پرمختیا او ابادي راوستل لوی جهاد دی

د انځور حقوق Getty Images

ولسمشر په خپلو څرګندونو کې د افغان امنیتي ځواکونو ستاینه وکړه، او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې کورنۍ جګړه نه شته.

نوموړي د کوم هېواد نوم یاد نه کړ، خو ویې ویل چې افغانستان په یوې ' نا اعلان شوې جګړه ' بوخت دی.

''موږ د خپل هېواد دفاع په داسې حال کې کوو چې په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کې په افغانستان کې د مېشتو نړیوالو ځواکونو یوازې لسمه برخه اوس هلته پاتې دي. زموږ اتلو ځواکونو په خپله ملي دنده کې له هېڅ قربانۍ ډډه نه ده کړې. زموږ دښمنانو خپل هېڅ ستراتیژیک هدف نه دی ترلاسه کړی.. د افغانستان هېڅ ولایت د دښمن په کنترول کې نه دی. هو، جګړه روانه ده، خو ډېره پېچلې جګړه ده. یو ځل بیا وایم چې په افغانستان کې کورنۍ جګړه نه شته. د مخدره توکو او ترهګرۍ پر ضد جګړه ده. خو تر دې هم مهمه، د دوو دولتونو ترمنځ نا اعلان شوې جګړه روانه ده. ''

ولسمشر غني په کندهار او هلمند، او همدا رنګه د پاکستان په بېلابېلو برخو کې وروستیو بریدونو ته په اشارې سره وویل، تر هغې چې یو شمېر هېوادونه ترهګرې ډلې په ښو او بدو ویشي، روانه جګړه پای ته نه شي رسېدلی.

''په دې وروستیو کې په کابل، هلمند او کندهار کې بریدونه وشول. په خاصه توګه د کندهار برید، چې پکې زموږ د ورور هېواد متحده عربي اماراتو دېپلوماتان په بې رحمۍ ووژل شول. د پاکستان په لاهور او د سند ایالت پر مزار بریدونه دا ثابتوي چې په ښو او بدو ترهګرو کې هېڅ توپیر نه شته. تر هغې چې دا توپیر کېږي، موږ ټول به بایلونکي یو. خو که توپیر په کې ونه کړو او په یوه غږ خپل ځواکونه منظم کړو، بیا یې مخنیوي شونی دی. موږ یو بشپړ پلان ورته لرو او ستاسې ملاتړ مو پکار دی. د ترهګرۍ پر ضد بریا ممکنه ده، بلکې حتمي ده. دا زموږ د راتلونکو نسلونو د ژوند او سوکالۍ خبره ده ''

د مونیخ امنیتي کنفرانس د شنبې پر ورځ د جرمني په مونیخ ښار کې پیل شو، چې ولسمشر غني هم په کې وینا وکړه.

د انځور حقوق Getty Images

له ولسمشر سره دغه سفر کې د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او دوه نور سلاکاران همایون قیومي او نادر نادري ملګري دي.

ولسمشر غني تر دې مخکې دوه ځله د مونیخ په کنفرانس کې ګډون کړی او تر ټولو لویه اندېښنه یې د داعش په نوم ډلې د فعالیتونو پراخېدو په اړه وه. هغه مهال د داعش ګواښ د اوس پر تله لږ محسوسېده.

دا ځل ولسمشر غني په داسې حال کې مونیخ امنیتي کنفرانس ته تللی، چې څو ورځې وړاندې په افغانستان کې د امریکا ځواکونو لوړ پوړي قومندان جنرال جان نکولسن له خپلو چارواکو په افغانستان کې زرګونو اضافي امریکايي ځواکونو غوښتنه وکړه.