نوی ریکارډ؛ له پراشوټ پرته ۷۶۰۰ متره ارتفاع نه راټوپ کول
یو امریکایی د لومړي ځل لپاره وتوانېد چې له پراشوټ پرته له ۷۶۲۰ متره ارتفاع نه راټوپ کړي.
۴۲ کلن لاک ایکینز د ډېر لوړ ارتفاع نه د ځان غورځولو له امله د ساه اخستو لپاره د اکسیجن کپسول درلود او ځمکې ته رسېدو یې نژدې دوه دقیقې وخت ونیوه.
تر ټوپ وهلو وروسته د ځمکې پر لور د هغه د حرکت سرعت په یوه ساعت کې ۱۹۳ کیلومتره و.
هغه د خپلې ټوپوهنې په پای کې په ځمکه کې پر یوه جال ښکته شو چې له ځمکې ۶۰ متره لوړ نصب شوی و.
ایکینز د لارې په اوږدو کې ځان راتاو کړ تر څو پر شا پر جال ولوېږي.
اکینز وویل، نژدې وو چې دغه ټوپ وهل لغوه کړي ځکه له ده وغوښتل شول چې د خوندیتوب لپاره بیا هم پراشوټ واغوندي، خو دی وایي چې دې سره دده وزن نور هم ډېرېده او ښکته راتګ یې نور هم ګرانوه.
دغه امریکایي په تېرو ۲۶ کلونو کې له اسمان نه نژدې ۱۸ زره ځلې ځان غورځولی.