BBC
 شاته

اردوغان د ترکیې څارګرې ادارې او د پوځ ګډو ځواکونو مشري وغوښته

Image copyright AP

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي، غواړي د افسرۍ پوهنځی لغوه کړي او د یوې لایحې له لارې به له پارلمانه وغواړي چې د اطلاعاتو او ملي امنیت سازمان او همداراز د پوځ اعلی سرقومنداني ولسمشر ته وسپاري.

دا د جون ۱۵مې ناکامې کودتا په غبرګون کې چې پوځ غوښتل حکومت نسکور کړي، د ښاغلي اردوغان دولت له نویو ګامونو دی.

ښاغلي اردوغان د شنبې په ورځ (جولای ۳مه) وویل، "موږ پارلمان ته ځینې وړاندیزونو کوو چې که تصویب شي، نو د اطلاعاتو او ملي امنیت سازمان (میت) او د پوځ اعلی سرقومنداني د ولسمشر په واکونو کې ورزیات شي."

ښاغلي اردوغان چې نن یې د ترکیې له ټلویزیوني شبکې ترکیه اهاربر سره خبرې کولې زیاته کړه: "د پوځ د افسرۍ پوهنځي به منحل شي او پرځای به یې یو ملي دفاعي پوهنتون جوړ شي."

ښاغلي اردوغان همداراز ویلي، د ترکیې ژاندارم پولیس به د شمېر له پلوه کم شي، خو د وسلو له پلوه به لامجهز شي.