شاته

د کابل په دشت برچي کې چاودنې کې دوه ملکیان وژل شوي

عیني شاهدانو او په کابل کې د طالبانو امنیتي چارواکو د شنبې په ورځ جنورۍ شپږمه (مرغومي ۱۶) وویل، چې د شنبې په ورځ ماښام مهال د دشت برچي د قلعه ناظر په ساحه کې چاودنه وشوه.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځډراڼ رسنیو ته ویلي چې: "د کابل ښار شپږمې امنیتي حوزې اړوند دشت برچي سیمه کې د سپرلۍ په یو کاسټر موټر کې چادونه شوې چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په یاد موټر کې ناست دوه تنه عام وګړي شهیدان شوي او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي."

د ځدراڼ په وینا ټپیان روغتونونو ته وړل شوي او د پیښې په اړه د پولیسو له لوري پلټنې روانې دي.

بلخوا د دې چاودنې عيني شاهدان وايي، چې د بريد هدف د کاسټر ډوله ښاري بس و. د دوی په وینا، چاودنه په موټر کې د ځای پر ځای شویو موادو له امله شوې ده.

د کريم په نامه يو هټيوال چې چاودنه يې د هټۍ سره نږدې د سړک پر غاړه شوې، وويل چې له چاودنې وروسته د کاسټر موټر اور واخیست.

تر اوسه کوم کس یا ډلې د دغه برید مسؤولیت نه دی منلی،‌ خو د داعش خراسان څانګې پخوا د ورته بریدونو پړه پر غاړه اخیستې ده.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته امنیتي پېښې د پام وړ کمې شوي، خو د داعش خراسان څانګه لا هم په افغانستان کې د یو امنیتي ګواښ په توګه پاتې ده او له دوو کلونو راهیسې د ډېرو چاودنو او نورو امنیتي پېښو مسولیت یې په غاړه اخیستی دی.

د اکتوبر په ۲۶مه د کابل ښار د دشتې برچي په پل سوخته سیمه کې په یو ورزشي کلب کې د چادونې له امله څلور تنه وژل شوي او نهه تنه نور ټپیان شول. د دغه چاودنې پړه بیا وروسته داعش ډلې پر غاړه واخیستله.

همداراز د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کې د اکتوبر په ۱۳ (تلې۲۱مه) په یوه جومات کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۰ تنه شیعه مذهبه لمونځ کوونکي وژل شوي او ۱۵ تنه نور ټپیان شول. د داعش خراسان څانګې وروسته ددغه برید پړه پر غاړه واخیستله.

فورم \ دبحث خونه