شاته

روغتیا نړیوال سازمان د هرات زلزله ځپلو ته د خدمتونو وړاندې کولو لپاره د ۶۰٪ بودیجې کمښت سره مخ دی

د روغتیا نړیوال سازمان د هرات په ولایت کې د وروستیو زلزله ځپلو د وضعیت په اړه په یو راپور کې ویلي چې ددغه ولایت زلزله ځپلو ته د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره یې تراوسه ۴۱ فیصدو پورې د خپلې اړتیا وړ بودیجه ترلاسه کړې ده.

دغه سازمان د جمعې په ورځ جنورۍ پنځم (مرغومې ۱۵) په یو راپور کې ویلي چې د تیر۲۰۲۳ کال د اکتوبر د اومې او ۱۵ ورخې پورې په هرات ولایت کې پرله پسې زلزلو او د زلزلو ټکانونو ۲۷۵ زره کسان اغیزمن کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې ددې سره سره چې ددغو زلزلو څخه ۷۵ ورځې تیرې شوي، خو لا هم زلزله ځپلي د خیمو او موقتي پناه ځایونو کې دیره دي او دغه بې ځایه شوي کسان د مختلفو روغتیايي مسایلو په ځانګړي ډول د تروما او روحي اختلالاتو څخه کړیږي.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې د زلزله ځپلو له ډلې ډیر زیان ښځو، ماشومانو او عمر خوړلو کسانو ته رسیدلی دی چې د ژمي په موسم کې د هغوی کړاونه لا زیات شوي دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان په راپور کې ویل شوي چې د دغه سازمان د روغتیايي ادارو شریکان د روان ۲۰۲۴ کال د مارچ تر میاشتې د هرات په ولایت کې زلزله ځپلو ته د روغتیايي خدمتونو د چمتو کولو لپاره ۱۲.۷ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري چې تراوسه ددغو پیسو یوازې ۵.۲ میلیونه ډالره یې ترلاسه کړي دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان ویلي: "د بودیجې دغه د پام وړ کمښت هغه وګړي چې په زلزلو کې یې زیان لیدلی لا د روغتیا په برخه کې د ګواښونو سره مخ کوي".

ددغه راپور پر اساس د روغتیا نړیوال سازمان د خپلو روغتیايي شریکانو په ملاتړ د تیر ۲۰۲۳ کال د ډسمبر تر پایه د هرات ولایت د زلرله ځپلو ۱۰۳ زره کسانو ته روغتیايي ملاتړ برابر کړی دی.

دغه سازمان ویلي چې دغه روغتیايي خدمتونه د هرات ولایت د زنده جان، ګلران،انجیل، کشک، کوهسان په ولسوالیو او د هرات په ښار کې روغتیايي مرستو ته اړو کسانو برابر شوي دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د خپلو شریکانو سره هڅه کوي چې د ۱۹۰۰بې سرپرسته کورنیو د ښځو په ګډون ۲۲۰ زرو زلزله ځپلو ته مرستې ورسوي.

په دې راپور کې ویل شوي چې په روغتیايي خدمتونو کې لومړني روغتیايي مراقبتونه، فزیکي ځواکمن کیدل، روحي ټولنیز ملاتړ او د درملو او د ضروري طبي لوازمو چمتو کول شامل دي.

همداشان دغه سازمان ویلي چې په کلیو کې خلکو ته د روغتيايي خدمتونو د برابرولو لپاره روغتیايي ټیمونه د څارې او مراقبت لپاره هم استول شوي دي.

ددې سربیره دغه سازمان ویلي چې اوس مهال په زلزله ځپلو سیمو کې په ځانګړي ډول زنده جان، غوریان، انجیل او د کوهسان په ولسوالیو کې د نوو لومړنیو روغتیايي سهلتونو په رامنځ ته کولو باندې کار کوي، ترڅو ددغو سمیو خلکو ته په پرله پسې ډول د روغتیايي خدمتونو د وړاندې کولو څخه ډاډ ترلاسه شي.

فورم \ دبحث خونه