شاته

بخښنې نړیوال سازمان طالبانو ته: د 'بدحجابۍ' په تور د ښځو او نجونو د نیولو لړۍ بنده کړئ

د طالبانو د حکومت له خوا په افغانستان کې د بدحجابۍ په تور د یو شمیر ښځو او نجونو د نیولو په غبرګون کې د بخښنې نړیوال سازمان ویلي چې طالبانو د هغو افغان میرمنو او نجونو چې په بشپړ ډول یې ځانونه نه وي پټ کړي د نیولو او ځپلو تازه لړۍ پیل کړې ده.

د بخښنې نړیوال سازمان د جمعې د ورځې ناوخته جنورۍ پنځم (مرغومې ۱۵) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې طالبانو دا ښځې د بدحجابۍ په تور په داسې حال کې چې حجاب یې اغوښتی و او یوازې سترګې یې ښکاریدلې نیولي دي.

دغه سازمان ویلي: "د طالبانود جامو د اغوښتلو لارښود له مخې د ښځو ځپل او په خپلسر نیول په افغانستان کې د ښځو د ازاد حرکت او بیان پر وړاندې نوره سرغړونه ده. باید چې د ښځو د ځپلو دا بهیر په عاجل ډول بند شي او هغوی چې نیول شوي خوشې شي".

د افغان میرمنو د حقونو د ملاتړ ځینو بنسټونو ویلي چې طالبانو په دې وروستیو ورځو کې کابل او د غزني په ولایتونو کې په ځانګړي ډول د دشت برچي او خیرخانې په سیمه کې د بدحجابۍ په "بهانه" ښځې او نجونې نیولي او نامعلوم ځای ته یې وړي دي.

د افغانستان د ښځو سیاسي مشارکت په نوم د افغان میرمنو د حقونو یو خوځښت تیره اونۍ په یوه اعلامیه کې وویل چې طالبانو د "بدحجابۍ په بهانه" او د ویډیو د ثبتولو پر مهال سلګونه نجونې نیولي او نامعلومو ځایونو ته یې انتقال کړي دي.

افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي استازي ریچارډ بنیټ هم د جمعې په ورځ جنورۍ پنځم (مرغومې ۱۵) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې د طالبانو له خوا د ښځو په نیولو خواشیني ښودلې او ویلي دي چې طالبانو د بدحجابۍ په تور د ښځو په نیولو سره د ښځو د بیان ازادۍ محدوده کړې او د هغوی نور حقونه یې د ګواښ سره مخ کړي دي.

ریچارډ بنیټ له طالبانو غوښتي دي چې نیول شوې میرمنې دې پرته له قید او شرط څخه ژرترژره خوشې کړي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي دفتر"یوناما" د چهارشنبې د ورځې ناوخته جنورۍ درییم (مرغومې ۱۳) په یوه اعلامیه کې د افغان میرمنو نیولو باندې اندیښنه ښودلې وه او ددغې لړۍ د ژر ترژره د بندیدو غوښتنه یې کړې وه.

د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت د خوځښت یوې غړې میرمن ترنم سعیدي رسنیو ته په یو استولي ویډیوي پیغام کې ویلي چې ددغو نجونو او ځوانو میرمنو د برخلیک په اړه هیڅ معلومات نشته دی.

د افغانستان د ښځو د سیاسي مشارکت ټینګار کړی چې د بشري حقونو څخه ددغه څرګندې سرغړونې پر وړاندې د عدالت د غوښتلو لپاره به مبارزه وکړي.

دغه خوځښت د نړیوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو څخه هم غوښتي چې په افغانستان کې ددغه خوایشنوونکي وضعیت د پای ته رسیدلو لپاره په سمدستي ډول جدي اقدام وکړي.

د ارغوني شنبې د ورځو خوځښت هم په یوه اعلامیه کې چې د جنورۍ په شپږم (مرغومې ۱۵) یې خپره کړې ویلي چې طالبانو په کابل او یوشمیر ولایتونو کې ښځې او حتی د کوچني عمر لرونکې نجونې په ځانګړي ډول د کابل ښار د خیرخانه مینې او دست برچي له سیمو او د غزني په ولایت کې د طالبانو نظر وړلباس د نه اغوستلو په تور نیولي او نامعلومو ځایونو ته یې انتقال کړي دي.

دغه خوځښت ویلي چې طالبانو د نیول شویو ښځو او نجونو د کورنیو غړي دې ته اړ کړي چې په جبري ډول د خپلو خپلوانود خوشې کیدو لپاره د نیول شویو ښځو او د "طالبانو د اجباري حجاب" په ملاتړ لاریون وکړي او شعارونه ورکړي.

په دې اعلامیه کې ویل شوي: "طالبانو د پولیسو په حوزو کې ددغو ښځو او نجونو د خپلو خپلوانو سپکاوی کړی او هغوی ته یې ګواښ کړی چې د دین او شریعت څخه د طالبانود نظر وړ حکمونو د نه مراعات کولواو د "طالبانو د اجباري حجاب" ته د غاړې نه ایښودلو په صورت کې به د نیولو لړۍ دوام وکړي او ددغو نیول شویو ښځو د بیا نیولو په صورت کې به د درنو سزاګانو سره مخ شي".

دغه غورځنګ د طالبانو د حکومت دا کړنې غندلي او د طالبانو د بشري حقونو څخه د سرغړونو په اړه یې د نړیوالې ټولنې د سترګو پټولو او ددغې ډلې سره د تعامل پایله ګڼلې ده.

د ارغوني شنبې د ورځو خوځښت په دې اعلامیه کې د طالبانو له خوا د ښځو نیولو کې زیاتوالی په ټولنه کې د ښځو پر وړاندې ددغې ډلې په سیستماتیک ډول د حذبولو د سیاست دوام ګڼلی چې د دغه خوځښت د ادعا له مخې د شریعت د تطبیق په بهانه ترسره کیږي.

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ملي تلویزیون سره په مرکه کې چې د طالبانو له خوا اداره کیږي د یوناما غوښتنې ته په غبرګون کې ویلي، چې افغانستان کې په خپلسر ډول نیونې نشته او په دې برخه کې ترسره کېدونکي اجراات قانوني او د شریعت مطابق دي.

افغان سیاسیونو غبرګون

د بلې خوا ځینو افغان سیاسي شخصیتونو او د سیاسي ګوندونو مشرانو په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا د بدحجابۍ په نوم د افغان میرمنو نیول په کلکه غندلي او د دغې ډلې دغه کړنې یې د افغانستان د تاریخ په اوږدو کې بې ساري بللي او ویلي دي چې د هغوی دا کړنې د افغانستان د خلکو د قهر سبب شوي دي.

ښاغلي نبیل د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې طالبانو د خپلې کړنلارې او پروګرام له مخې ښځې او نجونې د زده کړو، کار او حتی د تګ راتګ څخه محرومې کړي دي.

ښاغلي نبیل ویلي:" دا کړنې چې د انساني او دیني ارزښتونو او د عرف سره په ټکر کې دي د ټولنې روحیاتو ته يې په ژور ډول زیان رسولی دی چې متاسفانه ددغو ټپونو اغیزې به د اوږدې مودې لپاره پاتې شي".

ښاغلي نبیل د نړیوالې ټولنې څخه غوښتي چې د طالبانو ددغو اقداماتو پر وړاندې چپ پاتې نشي او په افغانستان کې د بشري او د ښځو د حقونو له مدافعانو څخه ملاتړ وکړي.

د افغانستان د خلکو د وحدت ګوند مشر حاجي محمد محقق هم په کابل کې د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو د نیولو دا اقدامات د یو قوم او مذهب د سپکاوي لپاره د بې حجابي په بهانه ترسره کیږي.

ښاغلي محقق د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې دغو اقداماتو د بشري حقونو څخه د سرغړونو په برخه کې د طالبانو د لنډ مهالې ادارې د سرغړونو دوسیه لا پنډه کړې ده.

فورم \ دبحث خونه