شاته

ملګري ملتونه: پاکستان څخه د ستنیدونکو کډوالو د ملاتړ لپاره نږدې ۵۲ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمیشنري (UNHCR) وايي، چې په افغانستان او پاکستان کې د افغان کډوالو د اړوند چارو د سمبالولو لپاره ۵۱.۹ میلیونو ډالرو بودیجې ته اړتیا لري.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې د جمعې د ورځې ناوخته جنورۍ پنځم (مرغومې ۱۵) په یو راپور کې ویلي چې په افغانستان او پاکستان کې د کډوالو اړوند نويو رامنځ ته شویو اړتیاو ته په کتنې او ددغه وضعیت پر وړاندې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کیمشنري او د ملګرو ملتونو د بین السازماني ادارو غبرګون زیاتې بودیجې ته اړتیا ډیره کړې ده.

په دې راپور کې ویل شوي چې د کډوالو د بحراني وضعیت سمبالولو لپاره ۴۳.۴۸ میلیونو ډالرو بودیجې ته د تیر ۲۰۲۳ کال د نومبر د میاشتې څخه د ۲۰۲۴ کال د جولای تر میاشتې اړتیا ده.

په دې راپور کې ویل شوي چې د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر د ۱۵ ورځې راهیسې د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ تر څلورمې ورځې له پاکستان څخه ۴۹۳ زره افغان کډوال خپل هیواد ته ستانه شوي چې په دغه شمیر کې ۲۹ زرو څخه زیات یې له دغه هیواد څخه شړل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویلي چې له پاکستان څخه افغانستان ته د افغان کډوالو د ستنیدلو بهیر کم شوی او ددغه راپور د ترتیبولو په مهال هره ورځ په اوسط ډول د ۱۵۰۰ په شاوخوا کې افغان کډوال خپل هیواد ته ستنیږي چې دا شمیر د تیر ۲۰۲۳ کال د نومبر په لومړۍ اونۍ کې په ورځ کې په اوسط ډول ۱۸۲۰۰ تنو ته رسیده.

ملګروملتونو ددغې ادارې د تورخم او سپین بولدک په سرحدي سیمو کې د یوشمیر ستنیدونکو افغان کډوالو سره د مرکو په اساس ویلي چې اکثره ستنو شویو کډوالو ورته ویلي چې په پاکستان کې د نیولو، په بند کې د اچولو، د تګ راتګ په برخه کې محدودیتونو، د پیسو د اخیستلو راپورونو او همدارنګه د کورونو د کرایې د قراردادونو د تمدید په برخه کې ګواښونو دې ته اړ کړي چې خپل هیواد ته ستانه شي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنري ټینګار کړی چې په سرحدي سیمو کې ستنو شویو کډوالو په موقتي کمپونو کې روغتیايي خدمتونه، اوبه او حفظ الحصې خدمتونو ته اړتیا ډیره زیاته ده.

په دې راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د ستنیدونکو کډوالو د بایومټریک ثبت او هغو کډوالو او د هغوی کورنیو غړو ته چې پاکستان کې د اوسیدلو لپاره د (PoR) کارتونه لري او یا ددغې کمیشنرۍ کارتونه لري او همداشان د نورو ستنیدونکو کډوالو سره د نغدو پیسو مرستې کړي دي.

په دې راپور کې ویل شوي: "د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر ۱۵ ورځې راهیسې د ۴۳۴۰۰ کسانو په ګډون چې پاکستان کې د اوسیدلو لپاره د (PoR) کارتونه لري د شاوخوا ۶۵۳۰۰ ستنیدونکو کسانو نغدې مرستې ترلاسه کړي دي.

د ملګروملتونو د کډوالو عالي کمشنرۍ ویلي چې ددغې کمیشنرۍ د پاکستان دفتر ددغه هیواد د چارواکو سره د افغان کډوالو د نیولو او له دغه هیواد څخه د شړلو په اړند مسلو په ځانګړي ډول هغوی چې پاکستان کې د اوسیدلو لپاره د (PoR) کارتونه لري، یا د افغانستان د اوسیدونکو (ACC) کارتونه لري خبرو ته دوام ورکړی دی.

د راپورونو له مخې پاکستان امنیتي ادارو په تیر ۲۰۲۳ کال کې ۳۰۶۶۷ تنه افغان کډوال نیولي و چې د نورو کلنو پرتله په دغه هیواد کې د نیولوشویو افغان کډوالو خورا زیات شمیر دی.

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په درییمه له دغه هیواد څخه د ۱.۷ میلیونو قانوني اسنادو نلرونکو کډوالو د شړلو پریکړه وکړه په دغه شمیر کې ۱.۴ میلیونه یې افغانان دي.

د پاکستان حکومت ددغې پریکړې د اعلان پر مهال ویلي و چې که د قانوني اسنادو نلرونکي کډوال د نومبر د میاشتې تر لومړۍ نیټي په خپله خوښه خپلو هیوادونو ته ستانه نشي نو د ټاکلي مهلت وروسته به ونیول شي او خپلو هیوادونو ته وشړل شي.

د پاکستان حکومت دغه پریکړه د ملګرو ملتونو په ګډونو د بشري حقونو د ملاتړ د ادارو له خوا غندل شوې او له پاکستان څخه یې د کډوالو د ستنولو د پلان د لغوه کیدو غوښتنه کړې، خو پاکستان ددغو ادارو غوښتنو ته پاملرنه نه ده کړې او ویلي دي چې د خپلو کورنیو قوانینو له مخې چې د نړیوالو قوانینو سره هم اړخ لګوي د غیرقانوني کډوالو شړلو پلان ته به دوام ورکړي.

فورم \ دبحث خونه