شاته

د لبنان حزب‌الله د اسرائیل پر پوځي مرچلو لسګونه توغندي توغولي

د لبنان حزب الله ډلې د شنبې په ورځ جنورۍ شپږمه (مرغومي ۱۶) وویل چې د دوی وسله والو د اسرائیل پر یو پوځي مرکز لسګونه توغندي توغولي دي.

د لبنان حزب الله ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د دغو توغندیو توغول د حماس د مرستیال صالح العاروري د وژلو لومړنی غبرګون دی چې د جنورۍ په دوهمه د لبنان په پلازمېنه بیروت کې په یوه چاودنه کې ووژل شو. په دغه چاودنه کې د حماس شپږ نور غړي هم وژل شوي دي.

حزب الله په دې باور دی چې اسرائیل د هغو توغندیو د توغولو مسوول دی چې العاروری یې وژلی، خو اسرائیل تر اوسه د دغه برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د لبنان د حزب الله ډلې د مشر حسن نصرالله له قوله ویلي چې موږ د دومره جدي تاوتریخوالي پر وړاندې چوپ نشو پاتې کیدای. د لبنان د حزب الله مشر همداشان ویلي دي چې د غچ اخیستنې د اقدام د خطر منلو په پرتله د چوپتیا بیه ډیره ده.

حماس او په سیمه کې امنیتي چارواکو ویلي دي چې العاروري د اسرائیلي بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی، خو اسرائیل تر اوسه په مستقیم ډول د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.

د لبنان حزب الله ډله د حماس ډلې په څېر د ایران له ملاتړه برخمنه ده او د امریکا، اسرائیل او د دغو هېوادونو د یو شمېر متحدینو له خوا یوه ترهګره ډله ګڼل کېږي. د غزې په تړانګه کې د اسرائیل او حماس ترمنځ د جګړې له پیل وروسته د لبنان حزب الله د اسرائیل په شمالي برخو راکټي بریدونه کړي دي.

په همدې حال کې اسرائیل د شنبې په ورځ هم د غزې په رفح او خان یونس باندې خپلو هوايي بریدونو ته دوام ورکړ. په سلګونو زره فلسطینیان د اسرائیل په امر د غزې له شمالي سیمو څخه جنوبي سیمو ته پناه وړي، خو جګړې هلته هم هغوی تعقیب کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو مشر مارتین ګریفیتس د جمعې په ورځ خبرداری ورکړ چې درې میاشتنۍ جګړې چې د غزې ډیره برخه یې ویجاړه کړې او بشري ناورین یې رامنځ ته کړی، په نتیجه کې یې ټوله فلسطیني خاوره د نه اوسیدو وړ کړې ده.

د تېر کال د اکټوبر په اوومه نېټه پر اسرائيل د حماس د تروريستي بريد په ترڅ کې ۱۱۴۰ کسان چې اکثر یې ولسي وګړي وو، وژل شوي او د حماس جنګیالیو ۲۴۰ تنه یرغمل نیولي دي چې یو شمیر یې د فلسطیني بندیانو سره تبادله شوي خو ۱۲۹ تنه یېلا هم د حماس ډلې سره یرغمل دي.

اسراییل ژمنه کړې چې د حماس ډله به له منځه وړي او په همدې خاطر یې پر غزې تړانګې بریدونه پیل کړي دي. د دغو بریدونو په پایله کې د غزې د تړانګې زیاتره برخه ویجاړه شوې ده. د حماس تر کنترول لاندې د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په غزه د اسرائیل د بریدونو په پایله کې ۲۲۶۰۰ تنه وژل شوي چې اکثر یې ښځې او ماشومان دي. خو دا احصایه خپلواکو سرچینو نه ده تائید کړې.

همداشان نه اسرائیل او نه هم د غزې د روغتیا وزارت دا نده په ډاګه کړې چې په ځوابي بریدونو کې څومره سرتیري او ملکي کسان وژل شوي دي.

دا راپورد اسوشیتید پریس، فرانس پریس او رویټرز اژانسونو د خبرونو په اساس جوړ شوی.

فورم \ دبحث خونه