شاته

امریکا تائید کړه ایران کې خونړۍ چاودنې داعش - خراسان څانګې کړي

دوو سرچینو ویلي یو شمیر مکالمې چې د متحده ایالاتو استخباراتي ادارو راټولې کړي، تائیدوي چې په ایران کې د چارشنبې ورځې غبرګونې چاودنې د داعش - خراسان څانګې کړي.

یوې سرچینې چي ددې استخباراتو په هکله معلومات لري، جمعه جنوري پنځمه (مرغومي ۱۵) یې د رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې په ایران کې د دې چاودنو په هکله استخباراتي معلومات " نه رد کیدونکي او دقیق دي".

دې سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط پرته لدې چې د موضوع حساسیت له کبله نور جزیات ورکړي، ویلي چې استخباراتي معلومات د هغو مکالمو څخه تر لاسه شوي چې دې ادارو "قطع" کړیدي.

د دې مکالمو قطع کیدو په باره کې تر دې وړاندې راپور نه و ورکړل شوی.

په ایران کې د چارشنبې ورځې په غبرګو چاودنو کې چې د وژل شوي نظامي مشر قاسم سلیماني دریم تلین په مراسمو کې وشول، تر ۱۰۰ ډیر کسان وژل شوي.

دا په ایران کې د ۱۹۷۹ اسلامي انقلاب راهیسې تر ټولو خونړي بریدونه و.

سره لدې چې ایراني چارواکو په لومړي سر کې د دې چاودنو ملامتي په اسرائیل اچولې وه خو د اسلامي دولت یا داعش ډلې د پنجشبې په ورځ ادعا وکړه چې دوو وسله والو یې دا چاودنې کړي چې ځانمرګي واسکټونه یې اغوستي و.

داعش ډلې دا نه و ویلي چې د خراسان څانګې یې دا چاودنې کړیدي خو دې سرچینې د رویټرز خبري اژانس ته ویلي، "متحده ایالات ښه دقیق استخباراتي معلومات لري، چې داعش – خراسان څانګې دا بریدونه کړي".

د متحده ایالاتو د استخباراتو مرکزي ادارې یا سي آی اې پدې هکله له تبصرې کولو ډډه کړې.

په عین حال کې ایراني چارواکو د جمعې په ورځ ویلي چې د چارشنبې ورځې چاودنو په تړاو یې ۱۱ مشکوک کسان، چاودیدونکي آلې او واسکټونه نیولي دي خو دا یې ندي ویلي چې دا کسان ایرانیان که د بل کوم هیواد / هیوادونو اتباع دي.

ایراني چارواکو هم لا پدې هکله څه ندي ویلي چې آیا پدې چاودنو کې د داعش – خراسان څانګې لاس دی که نه.

د ایران دولتي رسنیو د چارشنبې په ورځ ویلي و چې د دغه هېواد د سپاه پاسداران د قدس ډلې د پخواني قوماندان قاسم سلیماني د څلورم تلین د مراسمو ځای ته څېرمه، دوو چاودنو کې لږ تر لږه ۱۰۳ تنه وژل شوي دي.

ایراني مقاماتو د دغه هېواد رسنیو ته ویلي، چې د پېښې له ځای څخه لږ تر لږه ۱۸۸ ټپیان روغتونونو ته لېږدول شوي دي. د سلیماني د تلین په دغه مراسمو کې سلګونو کسانو برخه اخیستې وه.

قاسم سلیماني د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په درېیمه، د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په امر بغداد ته نږدې د امریکا په یو هوايي برید کې ووژل شو.

ټرمپ هغه مهال قاسم سلیماني "د نړۍ یو لوی ترهګر" بللی و او ویلي و چې هغه د سیمې په بې ثباته کولو او د افراطي ډلو په ملاتړ کې مهم رول لوبولی دی.

فورم \ دبحث خونه