شاته

د نیویارک څارنوالۍ د ټګۍ په قضیې کې د ټرمپ څخه ۳۷۰ میلیونه ډالر غواړي

د متحده ایالاتو نیویارک ایالت لویه څارنوالي د ټګۍ برګۍ په یوې قضیې کې د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ او کورنۍ څخه یې د ۳۷۰ میلیون ډالرو غوښتنه کړې.

د محکمې په اسنادو کې چې جمعه جنوري پنځمه (مرغومي ۱۵) خپاره شوي، ویل شوي چې ښاغلي ټرمپ پدې ایالت کې د خپلو جایدادونو ارزښت پدې خاطر ډیر ښودلی و چې د بانکونو څخه پور واخلي.

په ټرمپ چې د ۲۰۲۴ کال جمهوري ریاست انتخاباتو کې تر دې دمه د خپل ګوند تر ټولو مخکښ کاندید دی او دوو زامنو یې دا تور دی چې د خپلې شتمنۍ ارزښت ډیر ښودلو کې یې ټګي برګي پدې خاطر کړې چې له یوې خوا د بانکونو څخه په آسانۍ غوره پور تر لاسه کړي او له بلې خوا پداسې شرایطو بیمه واخلي چې د دوي په ګټه وي.

سره لدې چې د نیویارک لویې څارنوالې لیتیشیا جیمز تر دې وړاندې د ۲۵۰ میلیون ډالرو غوښتنه کړې وه خو د محکمې په اسنادو کې څرګنده شوې چې د شواهدو له مخې د ټرمپ سازمان باید ۳۷۰ میلیونه ډالر ورکړي چې د محکمې تر پریکړې وړاندې سود هم پکې شامل دی.

د محکمې په اسنادو کې ویل شوي چې د "شتمنیو ارزښت ډیر ښودلو او حقایقو پټولو لپاره د درغلۍ دا سازشونه دومره ناوړه و چي په ساده ټکو کې نشي بیانیدلی".

لا څرګنده نده چې آیا ښاغلی ټرمپ او کورنۍ به یې دا غوښتل شوې پیسې د نیویارک ایالت لویې څارنوالۍ ته وسپاري او که نه خو وروستۍ پریکړه به قاضي آرتر انګورون کوي چې ټرمپ پرې په ټولنیزو شبکو کې څو ځله انتقادونه کړي.

د محکمې د حکم صادریدو لپاره وروستۍ نیټې هم لا نده ټاکل شوې.

خو بل پلو بیا د جمهوري ریاست لپاره د جمهوري غوښتونکي ګوند دې مخکې کاندید، ډونالډ ټرمپ پخپلې ټولنې شبکې Truth Social کې د نیویارک ایالت لویه څارنواله میرمن جیمز " بشپړه مفسده" بللې او په یوې لیکنې کې یې ادعا کړې چې "ما هیڅ کوم غلط کار ندی کړی".

ښاغلي ټرمپ لیکلي، "زما مالي فورمې غوره دي او په زړې بڼې دي. دا قضیه باید هیڅکله نه وی راپورته شوې".

د ښاغلي ټرمپ مدافع وکیلانو هم د ټګۍ کولو دا تورونه رد کړي او استدلال کوي چې د جایدادونو ارزښت ډیر ښودل "شخصي" دی او دا چې د ټرمپ سازمان ته د پور ورکولو په خاطر بانکونو زیان ندی لیدلی.

فورم \ دبحث خونه